آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په لړ کې د اسلامي امارت رییس الوزرا د مالیزیا له لومړي وزیر ډاټو محمد انور ابراهیم سره په ټيلفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او پاکستان له لوري د افغانستان د حریم تر نقض کېدو وروسته د شته وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې وکړې.
رییس الوزرا په دې اړیکه کې ټینګار وکړ چې افغانستان جګړه نه غواړي او د جګړو پیل پاکستان کړی وو. د مالیزیا لومړي وزیر له سیاسي لارې د بحران پر حل ټینګار وکړ او د کابل او اسلام آباد ترمنځ یې د ستونزو د دایمي حل په برخه کې د همکاریو لپاره د خپل هېواد له چمتوالي خبر ورکړ.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې ټلیفوني مکالمې په اړه وایي: «د ا.ا.ا. رئیس الوزراء د اسلامي امارت اصولي دریځ بیان کړ چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی؛ بلکې په سر کې هم پاکستاني لوري د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و او زیاته یې کړه چې د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ له پاکستاني لورې سره په دوحه کې خبرې روانې دي او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.»
په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مالیزیا له لومړي وزیر سره په ټیلفوني اړیکه کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو غوښتونکی دی او یو ځل بیا یې ادعا کړې چې له پولو بهر ترهګري له افغان خاورې سرچینه اخلي. هغه ادعا چې وخت ناوخته د اسلامي امارت له لوري رد شوې ده.
شهباز شریف په دې اړه زیاته کړې: «پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو غوښتونکی دی، افغان چاروکي باید د هغو ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو پر وړاندې چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او پاکستان کې بریدونه کوی بیړني او اغیزناک اقدامات وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستان خپله د ترورېزم ځاله او مرکز دی. ټوله نړۍ پوهېږي چې ترورېزم د پاکستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو، سیمې او حتی نړۍ ته صادریږي. د دې څرګندې بېلګې په ایران، مسکو او خپله په افغانستان کې لیدل شوي دي؛ د دغو ټولو پېښو تر شا د پاکستان لاس دی.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره په چلند کې پلمې لټوي او خپله پړه پرغاړه نه اخلي. د دوی په باور اسلام آباد باید له ترهګرۍ سره په جدي مبارزه کې د پروپاګند پر ځای پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پاکستان د تاریخي پلوه د ترورېزم او نورو ناقانونه فعالیتونو د ملاتړ اوږده مخینه لري. دا کړنې نه يوازې د سيمې ثبات ته، بلکې د نړيوال امنيت لپاره هم يو جدي ګواښ بلل کېږي. نړيواله ټولنه بايد دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د اسلامي امارت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی وو چې د یاد سفر پایله د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند د هوکړې لاسلیک شو.