آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت تر بنډیز وروسته، اوس د دغه بوټي کښت په پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان کې د پام وړ زیات شوی دی. ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان اوس د کوکنارو په کښت کې له افغانستان مخکې شوی او د تریاکو د تولید اصلي سرچینه ده.
د دې برېټانوۍ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د سپوږمکۍ انځورونه ښیي، چې په بلوچستان کې زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي او ان تر دې چې، په ځینو سیمو کې یې د کښت کچه تر ۷۰ سلنې رسېدلې ده. د ټلګراف ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «په بلوچستان کې زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. پاکستان دا مهال د تریاکو په تولید کې له افغانستان مخکې او د نړۍ په کچه د دغه بوټي د تولید اصلي سرچینه ده؛ دا هغه بدلون دی چې کېدای شي د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي او د سیمې امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «طبیعي ده، چې دا راپور کره معلوماتو پر اساس چمتو شوی. پاکستان تل هڅه کړې، دا ډول مسایل افغانستان پورې وتړي، خو اوس چې یو پیاوړی مرکزي حکومت رامنځته شوی او د کوکنارو پر کښت یې بنډیز لګولی، پاکستانیان د کوکنارو کښت نشي کنترول کولی، ځکه یو پیاوړی مرکزي حکومت نه لري.»
دې ورځپاڼې د خپل راپور په یوه بله برخه کې خبرداری ورکړی، چې په دې توګه ښایي ترهګرې ډلې میلیونونه ډالرو ته لاسرسی پیدا کړي او په خبره یې، دا چاره به د سیمې په امنیتي وضعیت کې ستر بدلون راولي. په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي، چې بلوچستان د قومي ترهګرو ډلو او د داعش په څېر د نورو تندلارو ډلو شتون له امله، په نړۍواله کچه د کوکنارو په پلازمېنه بدل شوی او په خبره یې، دا چاره د سیمې وضعیت ننګولی شي.
د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د تلګراف راپور یو واقعیت دی. پاکستان له پیدایښت تر نن د مخدره موادو د تولید درجه اول هېواد دی، خو له بده مرغه نړۍوال ابرقدرتونه پر پاکستان نیوکه نه کوي او دا په سیمه کې د استخباراتي او سیاسي اهدافو لپاره رامنځته شوی دی. که عدالت وي، نو دا راپور باید د ملګرو ملتونو ته ورسېږي او دا روښانه کړي، چې پاکستان هم د ترهګرو او هم مخدره توکو لومړی درجې هېواد دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې، افغانستان پر کوکنارو تر بنډیز وروسته، خپل مسوولیت ثابت کړی، خو پاکستان کې د دغه بوټي د کښت زیاتوالي، نه یوازې په سیمه کې ځوانان د روږدي کېدو له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو د امنیت پر وړاندې هم لوی خنډ دی.
