مولانا فضل الرحمن: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره ناکامه شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند رهبر مولانا فضل الرحمن د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد پر تګلارو په نیوکې سره وویل چې اسلام آباد په تیرو کلونو کې ونکړای شول کابل په یو ریښتیني ملګري بدل کړي او دمګړۍ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بهرنۍ تګلاره له ماتې سره مخ شوې.

نوموړي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وینا پر مهال ټينګار وکړ چې پاکستان او افغانستان باید د یو بل پر وړاندې تګلارو باندې بیا کتنه وکړي.

فضل الرحمن وویل، پاکستان ونکړای شول له افغانستان سره د ديپلوماسۍ له لارې خپلې اړیکې ښې کړي او زیاته یې کړه چې اسلام آباد یوازینۍ حل لاره جګړه ګڼي او ټول پروګرامونه او فکر یې پر جګړې ولاړ دی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند رهبر مولانا فضل الرحمن وايي:« د افغانستان پر وړاندې ستاسو تګلاره ۷۸ کاله وړاندې یوه ناکامه پالیسي وه، خو پاکستان ونه توانید چې افغانستان د خپل یو باثباته ملګري په توګه جوړ کړي. موږ اړتیا لرو چې د پاکستان دوست افغانستان او د افغانستان دوست پاکستان جوړ کړو. موږ د شورويانو پر وړاندې جګړه کې له هغوي سره وو، خو د امریکا پر وړاندې جګړه کې مو د امریکا ملاتړ وکړ. له دې ټولو سره سره  مو دوی ته ځینې امتیازي اسانتیاوې برابرې کړې، خو نن ورځ موږ ټول ملامتي پر دوی اچوو.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حکومت پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره، تل له جګړه ییزو تګلارو ګټه پورته کړې.

دوی ټینګار کوي چې د دا ډول تګلارو دوام نه یوازې له افغانستان سره د ترنیګلتیاوو د زیاتېدو لامل کیږي، بلکې په پاکستان کې به هم د بې ثباتۍ او نا امنۍ لامل شي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک آفاق خبري آژانس ته وایي:«پاکستان د هغو رژیمونو، حکومتونو، امنیتي وسایلو، ادارو، سیاستوالو، پلان جوړونکو او پروګرام جوړونکو تر سیوري لاندې دی چې جګړې، د جګړې فکر، د جګړې سیاست، د جګړې اقداماتو، د دښمنیو زیاتوالي، د پولې تړلو او هوایی تاوتریخوالي ته یې وده ورکړې ده.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ځينو هېوادونو له هغې ډلې چین، سعودي عربستان، قطر او تاجیکستان هېوادونو د منځګړیتوب له هڅو سره سره، دا اختلافونه تر اوسه نه دي حل شوي چې د شنونکو په باور د پاکستان له لوري د سیاسي ارادي نشتون او د ترینګلتیا رامنځته کوونکو تګلارو دوام یې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړې ته د رسېدو اصلي خنډ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *