آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي چې اسلامي امارت په امنیتي برخه کې له هېڅ هېواد سره هېڅ ډول پوځي تړون نه لري. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت نه یوازې له امریکا او ناټو سره پوځي اړیکه نه لري، بلکې د روسیې او چین په څېر د سیمې له سترو قدرتونو سره هم هېڅ امنیتي یا نظامي تړون نهلري.
محمد یعقوب مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې: «ناټو او امریکا سره تر اوسه هېڅ نظامي اړیکه نه لرو او په دې برخه کې هېڅراز پرمختګ هم نه دی شوی. امریکا سره زموږ اړیکې یوازې تر سیاسي او اقتصادي برخو پورې محدودې دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې شي. د روسیې او چین په څېر د سیمې له سترو هېوادونو سره هم هېڅ امنیتي یا نظامي اړیکې یا توافق نشته او دا وضعیت تر ننه همداسې دی.»
ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې د دوحې تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې اسلامي امارت دې تړون ته ژمن دی او تر دې دمه د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نهدی پېښ شوی. هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به هېڅکله چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره کوم بل هېواد پر وړاندې وکاروي.
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «بلکل رښتیا ده، کوم تړون چې موږ په دوحه کې له امریکایي لوري سره لاسلیک کړی، موږ هغه ته ژمن یو او هېڅوک نشي کولی داسې سند وړاندې کړي، چې له دې تړون وروسته دې، د افغانستان له خاورې د امریکا، د هغوی د متحدینو او یا کوم بل هېواد پر وړاندې ګواښ متوجه شوی وي. موږ پر خپله ژمنه کلک ولاړ یو او زموږ پالیسي همدا ده، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.»
د اسلامي امارت د دفاع وزیر د دې مرکې په یوه بله برخه کې په ډاګه کړې، چې داعش په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري او په خبره یې، دا ډله د کوم هېواد لپاره ګواښ نه ده. هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د افغانستان پر ټول قلمرو بشپړ کنټرول لري او اوس امنیت د پخوا په پرتله خورا ټینګ دی.
محمد یعقوب مجاهد د داعش ګواښونو له منځه وړلو او هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت په اړه ویلي: «داعش نور د افغانستان لپاره لوی ګواښ نه ګڼل کېږي. دا ډله د څلور کاله پځوا برعکس، افغانستان کې هېڅ مرکز او پټنځای نه لري او نن ورځ د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د دې ډلې په ولکه کې نه ده. موږ د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ کنټرول لرو او اوس امنیتي وضعیت ډېر ښه دی. زموږ سټراټیژي دا ده چې له هر هغه چا سره جدي مبارزه وکړو چې د افغانستان د خلکو امنیت ته ګواښ پېښوي.»
د اسلامي امارت د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې ملي دفاع وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په یوې منظمې ادارې بدل شوی او د ملي امنیت په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي. ښاغلي مجاهد همداراز ټینګار کړی، چې د یوه پیاوړي او پرمختللي پوځ لرلو هڅې روانې دي.