متقي د هند او پاکستان ترینګلتیاوو ته په اشارې؛ افغانستان به د پردیو د سیالۍ ډګر نشي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د نا معلومو وسله‌والو په برید کې د ۲۶ سیلانیانو له وژل کېدو وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او داسې انګېرل کېږي، چې تر راتلونکو څو ساعتونو به هند پر پاکستان برید وکړي. سره له دې چې پاکستان په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي، خو هند ته یې خبرداری وکړی، چې د لوټې ځواب په په ‌‌ډبره ورکړي. که څه هم کمشیر کې دواړو لورو تر دې دمه څلور ځله پر یو بل ډزې، خو پر دې سربېره هم هند د سخت غچ اخیستو په لټه کې دی او د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو هم له دواړو خواوو غوښتي، چې روانې ترینګلتیاوې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې په اووه ورځني سفر قطر ته تللی، پرون (چهارشنبه، غویي ۱۰مهَ) یې له الجزیرې ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه کې د جګړې غوښتونکی نه دی او په خبره یې افغانستان به هېڅکله هم د قدرتونو د سیالۍ ډګر نشي. ښاغلي متقي د دې شبکې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د هند او پاکستان پر وړاندې د اسلامي امارت دریځ څه دی؛ وویل چې اسلامي امارت د هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوو کې بې‌پریتوب غوره کړی او هڅه کوي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره متوازنې او ګټورې اړیکې ولري. هغه په کشمیر کې وروستۍ پېښه غندلې او هیله یې څرګنده کړې، چې هند او پاکستان دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دې مرکې په یوه بله برخه کې د اسلامي امارت بهرني سیاست په اشارې سره ویلي، چې له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت سیاست د بې‌پریتوب او متوازن اصل پر بنسټ ولاړ دی. هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت یوازې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا سربېره، هڅه کوي، له ټولو شرقي او غربي هېوادونو سره اړیکې پراخې او تعامل ولري. ښاغلي متقي په دې مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي او په خبره یې، هېواد تازه له ۴۵ کلنې جګړې راوتلی دی او له نړۍوالو یې هم غوښتي، چې د شته واقعیتونو په رڼا کې افغانستان سره تعامل ته را مخکې شي.

پوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت د هند او پاکستان په معضلاتو کې څومره بې‌پریتوب غوره کړی؟

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د هند په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو له کابل سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې او هندوستان تر ډېره دا فکر کاوه، چې اسلامي امارت پاکستان سره نږدې اړیکې لري او نور نشي کولی د افغانستان اړوند مسایلو کې د پخوا په څېر رول ولوبوي. پاکستان چې د اسلامي امارت په اوایلو کې یې له کابل سره راشه درشه خورا ګرمه وه، هڅه یې دا وه، څو نړۍ ته وښیي چې د افغانستان په مسایلو کې پوره دخیل دی او وخت ناوخته به یې د افغانستان په استازیتوب په نړۍوالو سټېجونو څرګندونې کولې، په داسې حال کې چې دا د دوی کاذبه هڅه وه.

پاکستان سره د اسلامي امارت اړیکې د وخت په تېرېدو سره ترینګلې شوې، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په ځلونو نښتې رامنځته شوې او وروستۍ نښته هم د تېر لمریز کال په کب میاشت کې وه، چې کابو یوه میاشت تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه. پاکستان هڅه کوله، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، پر افغانستان دوې غوښتنې تحمیل کړي، یوه دا چې د افغانستان بهرنۍ پالیسې د دوی له لوري وټاکل شي او دویمه دا چې د کرښې په اوږدو کې خپلې هغه تاریخي هیلې چې له کلونو راهیسې یې په تمه دي، په حقیقت بدلې کړي.

سره له دې چې پاکستان د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې پر سرپرست حکومت ګڼ فشارونه راوړي، خو اسلامي امارت د دوی پر وړاندې د ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې سیاست غوره کړی دی. پاکستان وخت ناوخته هڅه کړې، چې پر سرپرست حکومت فشار راوړي او له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي، چې ښه بېلګه یې هم وروستیو کې د افغان کډوالو را ایستل دي، خو اسلامي امارت د دوی فشار ته نه دی تسلیم شوی او تل یې هڅه کړي، چې پاکستان سره د یوه ګاونډي هېواد په توګه اړیکې وپالي. که څه هم پاکستان هڅه کوله، د کابل او نوي ډهلي ترمنځ اړیکې ونه رغول شي، خو اسلامي امارت تل په هره کورنۍ او بهرنۍ ناسته کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتنه کړې ده.

لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له الجزیرې شبکې سره په تازه مرکه کې هم په ډاګه کړې، چې اسلامي امارت نه غواړي افغانستان د سیمې د سیالۍ په ډګر بدل شي، نو له دې ښکاري چې سرپرست حکومت د هند او پاکستان په معضلاتو کې د بې‌پریتوب سیاست غوره کړی او نه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مور او میرې چلند وکړي. اسلامي امارت هڅه کوي، چې د سیمې او نړۍ په کچه په دا ډول مسایلو کې د بې‌پریتوب سیاست غوره کړي؛ ځکه دوی پوهېږي، چې افغانستان د تېرو پنځو لسیزو پر مهال د نړۍ د زبرځواکونو ډګر ګرځېدلی و، چې ګټې یې یوازې دوی او زیانونه یې تر ننه افغانان ګالي.

اسلامي امارت چې له هند او پاکستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري، نو په کار هم ده، چې د دواړو هېوادونو په مسایلو کې د بې‌طرفۍ سیاست غوره او که ممکنه وي هڅه وکړي، د یوه ښه منځګړي په توګه د دا ډول ستونزو په هواري کې رول ولوبوي؛ ځکه په دې سره به اسلامي امارت له یوې خوا نړۍوال مشروعیت ترلاسه او هغو هېوادونو ادعاوې به هم غلطې ثابتې کړي، چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد کارول کېږي او له بلې خوا د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره افغانستان هم متضرره کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد