آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې پر افغان خاوره د پاکستان د سه شنبې شپې بریدونو روښانه نښې نښانې د لیدو وړ دي، اسلام آباد یو ځل بیا هڅه کوي له مسوولیته تېښته وکړي او د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف او د یاد هېواد د پوځ ویاند د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې دغه بریدونه ردوي او هغه بې بنسټه ګڼي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي:« د حکومت په توګه، کله چې اړتیا وي موږ ځواب ورکوو، خو هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوو.»
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي:« موږ تل خپل عملیات په ښکاره ډول ترسره کوو او هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوو. موږ یو دولت یو او موږ یوازې د دولت په چوکاټ کې ځواب ورکوو.»
خو دې لور ته، د سیاسي چارو شنونکي باوري دي چې اسلام آباد له شوې رسوايي د تېښتې په لټه کې دی.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:«سره له دې چې پاکستان تل د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرۍ، بدنامو او افراطي ډلو څخه کار اخلي، نن غواړي ځان د دې بریدونو له مسؤلیت څخه پاک وښيي. دا د پاکستان لپاره لویه رسوايي ده، ځکه چې هماغه ډلې چې له کلونو راهیسې یې ورته نیابتي جګړې کړي اوس پخپله د پاکستان پر ضد دي.»
په ورته مهال، د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې په ملګروملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ورته بریدونو له تکرار څخه په جدي ډول مخنیوی وکړي او له پاکستان سره په دې اړه خبرې پیل کړي او اجازه ورنکړي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقض کړي.
ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي:« د ترهګرۍ ضد هیڅ عملیات نشي کولی د ملکي وګړو په نښه کول یا د بل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه توجیه کړي. په خپلو کورونو کې د ماشومانو وژل له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق وایي:«پاکستان پخپله د تولید، اقتصادي ودې او کورنیو ستونزو په برخو کې له پراخو ستونزو سره مخ دی. له دې ستونزو سره سره، دا هیواد هڅه کوي چې د افغانستان سیاسي جوړښت له خپلو ګټو سره سم تنظیم کړي او کابل ته اجازه ورنکړي چې په خپل بهرني سیاست کې بشپړه خپلواکي ولري، په ځانګړې توګه له هند سره په اړیکه کې، چې له پاکستان سره اوږدمهاله سیالي او کړکیچ لري.»
په ورته مهال، د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینت د پاکستان وروستیو بریدونو په غبرګون کې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي او له پاکستان د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د یوناما د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي:« پاکستان باید د ملکي وګړو د ساتنې او له زیان څخه یې د مخنیوي لپاره له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.»
د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینت وایي:« د نړیوالو قوانینو درناوی او د ملکي وګړو ساتنه خورا مهمه ده، او دواړه خواوې باید د خبرو اترو میز ته راوګرځي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي:«که څه هم اروپايي ټولنې او یوناما د پاکستان برید په کلکه غندلی، خو دا ډول غندنې بسنه نه کوي، په افغانستان کې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې جګړې دوام وموند او دا جګړه په اصل کې د سیاسي موخو د ترلاسه کېدو لپاره وه چې اصلي قربانیان یې افغانان او افغانستان وو.»
د ویلو ده چې د سه شنبې په شپه ناوخته، د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو برخو هوایي بریدونه وشول چې له امله یې لسو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپیان شول.
