آفاق خبري آژانس؛ کابل: د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۶مه کلیزه ده. په دې تاریخي ورځ، د افغانستان د وخت پاچا شاه غازي امانالله خان، له بریټانیا سره د راولپنډۍ تړون تر لاسلیک وروسته، د هېواد بشپړ سياسي استقلال ترلاسه او افغانستان د يو آزاد او خپلواک هېواد په توګه نړۍوالو سره راشه درشه پیل کړه.
شاه غازي امانالله خان نه یوازې دا چې له انګریزي ښکېلاک خپلواکي وګټله، بلکې د خپلې واکمنۍ (۱۹۱۹–۱۹۲۹م) په اوږدو کې يې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پراخ اصلاحات راوستل. همدا اصلاحات وو، چې له مخې یې د هغه نوم د افغانستان په تاریخ کې د یوه ځلانده ستوري په توګه ثبت شو.
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال د شاه امانالله خان د واکمنۍ په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د خپلواکۍ ګټلو په اړه د غازي امانالله خان لیدلوری ډېر قوي و. هغه هڅه وکړه د انګریزانو له واکمنۍ افغانستان خلاص کړي. په هغه وخت کې د نوموړي اقداماتو تاریخي او خورا لوړ ارزښت درلود او د خپلو سیاستونو پر مټ یې افغانستان له کورنۍ او نړۍوالې جګړې خوندي وساته.»
سیاسي اصلاحات
د خپلواکۍ له ګټلو وروسته، شاه غازي امانالله خان د ملي حاکمیت پیاوړتیا په موخه، په سیاسي ډګر کې مهم ګامونه اوچت کړل، څو له دې لارې دولتي جوړښت له سره جوړ او نړۍوالوې اړیکې پراخې کړي. د شاه غازي امانالله خان دا مهم اقدامات په لاندې توګه دي:
۱- د هېواد د خپلواکۍ اعلان (۱۹۱۹)
۲- دلومړي ځل لپاره د اساسي قانون جوړول (۱۹۲۳)
۳- د شوراګانو او پارلمان جوړول
۴- په دولتي دستګاه کې اصلاحات
۵- د بهرنيو اړيکو پراختیا
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د خپلواکۍ له اعلان وروسته، امانالله خان په څو مهمو موضوعاتو ټینګار وکړ او هغه یې عملي هم کړل. اساسي قانون یې تدوین کړ، مالیاتي او بانکي سیستم یې مډرن کړ او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې هڅې کړندۍ کړې، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړو په برخه کې.»
اقتصادي اصلاحات
شاه غازي امانالله خان د يو خپلواک اقتصادي نظام د رامنځته کولو، پر نورو د تکیې کمولو او د عصري اقتصادي زيربناوو د بنسټ اېښودو لپاره هڅې وکړې او مهم اقدامات يې ترسره کړل چې له هغې ډلې:
- د بانک او افغانۍ بانکنوټ رامنځته کول
- د افغانستان ملي بانک تاسیس
- د سوداګرۍ او صنعت پراختیا
- پر برېټانوي هند د اقتصادي تکیې کمښت
- د کارخونو جوړول، د ماشینآلاتو او بهرنیو متحصصینو راوړل
- د کرنې سکتور وده او د کرنیزو محصولاتو صادرات
- د زېربناوو جوړول
- د پرمختللو سړکونو جوړول
- د سترو ساختماني پروژو چارو پیل
- د مالیاتو او ګمرکونو اصلاح
- پر ځمکه او سوداګرۍ د مالیاتو وضع کېدل
- د عوایدو زیاتوالي لپاره د ګمرکونو غوره کنټرول
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د غازي امانالله خان د اقتصادي اصلاحاتو په اړه وایي: «غازي امانالله خان د خپلې واکمنۍ پر مهال په اقتصادي برخه کې بېلابېل اصلاحات راوستل. هغه د افغانستان د عصري کولو او صنعتي کولو تمایل درلود، او له همدې امله یې په هیواد کې مختلفې صنعتي فابریکې جوړې کړې. د کرنې په برخه کې اصلاحات هم د هغه یو بل مهم ګام و.»
ټولنیز او فرهنګي اصلاحات
شاه غازي امانالله خان په دې باور و، چې د افغانستان واقعي پرمختګ له ټولنیز او فرهنګي بدلون پرته ناممکن دی. په دې توګه هغه په ټولنیزه او فرهنګي برخه کې پراخ اصلاحات راوستل، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
- ښوونې او روزنې ته پاملرنه
- په ښارونو کې د نویو ښوونځیو جوړول
- د نجونو او هلکانو لپاره د زدهکړو زمینې برابرول
- د مطبوعاتو او فرهنګ وده
- د ورځپاڼو چاپ او د ښوونیزو کتابونو خپرېدل
- د فرهنګي فعالیتونو او ټولنیز عامه پوهاوي وده
بالاخره په ۱۹۲۹ کې د سلطنت له پرځېدو وروسته، شاه غازي امانالله خان لومړی برېټانیایي هند او له هغه ځایه اېټالیا ته کډوال او د ژوند تر وروستیو هملته پاتې شو. هغه په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د اېټالیا په پلازمېنه روم کې وفات شو. د هغه د وصیت له مخې، د شاه امانالله خان جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په ننګرهار کې د خپل پلار د مزار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.