آفاق خبري آژانس؛ کابل: د دوحې فورم د دویمې ورځې په څنډه کې، د “ترمذ خبرو اترو او سیمه ییز نښلون له لارې د افغانستان ښه کولو” تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحي قانت، د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستیو کړکیچونو ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې د سیاسي فشار وسیله ګرځیدلي او دا د سیمه ییزې همغږۍ لپاره یو ګواښ دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت وايي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمول د سیمه ییز یووالي لپاره خورا مهم دي، ځکه چې دا ستونزه د سیمه ییز نښلون سویلي لاره بندوي. په دې وروستیو کې، سوداګریزې لارې د سیاسي وسیلې په توګه کارول شوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دا شخړې د سیمه ییز یووالي مفهوم ته لوی ګواښ دی.»
قانت ټینګار وکړ چې په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیاسي او ولسي اړیکو کې د ځینو هېوادونو اقتصاد محوره تګلارو ښکاره پایلې لرلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت وایي:«د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، د سیمې هیوادونو دوه بیلابیلې لارې غوره کړې دي. یوه له دې لارو څخه په لویه کې امنیت محوره ده. دویمه لاره اقتصاد محوره ده چې له سیمې سره د افغانستان د یوځای کولو له لارې ورسره اړیکه لري.»
په دې ځانګړي پنل کې د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره پر همکارۍ په ټینګار سره وویل چې د امنیتي ستونزو او ترهګرو ډلو حل یوازې د افغانستان له چارواکو سره د تعامل له لارې شونی دی.
دافغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشف وایي:«زه دا نه وایم چې په افغانستان کې هیڅ ستونزه نشته. یقینا د امنیتي مسایلو او ترهګرو ډلو اړوند ستونزې شته. خو که موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره د همکارۍ لاره غوره نه کړو، نو دا ستونزې څنګه حل کیدی شي؟ له همدې امله، موږ د همکارۍ بیلابیلې له هغې ډلې له افراطیت سره د مبارزې برخې رامنځته کړې دي کومې چې نن ورځ د اوسنیو افغان چارواکو مسؤلیت دی.»
دغه راز د ازبیکستان د ستراتیژیکو سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس الدورف آریپوف د افغانستان د پراختیا لپاره اقتصادي همکارۍ غوره لاره ګڼي او زیاتوي چې د سیمې په اقتصاد کې د دغه هېواد له فعال ګډون پرته به په منځنۍ آسیا کې پایدار ثبات شونی نه وي.
د ازبیکستان د ستراتیژیکو سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس الدور آریپوف وایي:« منځنۍ اسیا په مستقیم ډول د افغانستان له پرمختګونو څخه اغیزمنه ده او مهمه خبره دا ده چې د سیمې په اقتصادي پروسو کې د افغانستان له ریښتیني ګډون پرته به موږ ونه شو کولی چې په ټوله سیمه کې دوامداره ثبات ترلاسه کړو.»
د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله الهِنزاب وایي:« کله چې د نښلون او اړیکو خبره کیږي، نو بېلابیل ډولونه شته. یو له دې پیوندونو څخه چې موږ یې تعقیبوو هغه د تشو ډکول او له منځه وړل دي او همدارنګه له نړیوالو ټولنې سره په خپله د افغانستان نښلول دي ترڅو دا هېواد د ملګرو ملتونو د پروسو لپاره یو پلیټ فورم پاتې شي. موږ په نړیوال سټیج او په نړیواله اجنډا کې د افغانستان د ساتلو له مثبت اغیز څخه خبر یوو او موږ غواړو چې دا پروسه ګړندۍ کړو.»
د ویلو ده چې د دوحې غونډه د عدالت په عمل کې، له ژمنو ورها خوا د پرمختګ پر لور موضوع سره، د شنبې په ورځ پیل شوه او له ۱۶۰ هېوادونو شاخوا پنځه زره ګډون کوونکو پکې حضور درلود.
دا غونډه له دوو ورځو وروسته پای ته ورسېده.
