آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روسیې ملي امنیت شورا منشي سرګئي شویګو وایي، چې برېټانیا، آلمان او امریکا هڅه کوي، څو اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پیاوړې او له همدې لارې په سیمه کې خپل نظامي تاسیسات بېرته فعال کړي. هغه روسیسکایا ګازیتا ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان ډېری هېوادونه له افغانستان سره د اړیکو جوړولو غوښتونکي دي.
د روسیې ملي امنیت شورا منشي په دې لیکنه کې زیاته کړې: «ښکاره ده، چې لوېدیځو ځواکونو افغانستان کې خپل موقعیت له لاسه ورکړی او دا مهال هڅه کوي سیمې ته د ناټو نظامي تاسیسات را وګرځوي. که څه هم لندن، برلین او واشنګټن د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندنې په اړه څرګندونې کوي، خو پر دې سربېره هڅه کوي د افغانستان ته ځانونه نږدې کړي. دا تصادفي نه ده، چې وروستیو کې د هغوی استازو کابل ته تګ راتګ کړی دی.»
ښاغلي شویګو زیاته کړې، روسیه د نړۍ لومړنی هېواد و، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳مه یې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده؛ هغه پرېکړه چې د سوداګریزو، اقتصادي، بشري او امنیتي همکاریو پراختیا، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پار وشوه.
ښاغلي شویګو ټینګار کړی، چې د پانګوالو او اقتصادي فعالانو د امنیت تضمین، د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره مهم شرط دی او زیاته کړې یې ده، چې د سیمې ډېری هېوادونو کابل سره همکارۍ پراخې کړې دي؛ هغه ګام چې په سیمه کې د نویو واقعیتونو منعکس کوونکی دی.
سرگئی شویگو یادې ورځپاڼې ته په لیکلې مقاله کړې ټینګار کړی چې: «روسیه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې باور دي، چې د یوه خپلواک، با ثباته او له ترهګرۍ او مخدره توکو پاک دولت په توګه د افغانستان بیارغونه او دوامداره پراختیا د ټولو لپاره حیاتي ارزښت لري. په همدې توګه اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د افغانستان او شانګهای همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر بیا جوړولو فکر وشي؛ د مثال په توګه د اړیکو اړوند ډلې بېرته فعالېدل.»
سرګئي شویګو د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره هم ویلي، چې مسکو چمتو دی د مخدره توکو له منځه وړلو، امنیت ټینګښت او ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې اسلامي امارت سره همکاري وکړي. ښاغلي شویګو د مخدره توکو او داعش ډلې پر وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو د سرښندنو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغان امنیتي ځواکونو په منظمه توګه د دې ډلې غړي په نښه کړي دي.
د روسیې ملي امنیت شورا منشي د مقالې په یوه بله برخه کې لیکلي: «د نړۍ له نورو سیمو افغانستان ته د وسلهوالو په لېږد سره وضعیت نور هم کړکېچن کېږي. دلایل شته چې د دې اقداماتو تر شا د ځینو غربي هېوادونو د استخباراتي کړیو لاس دی، دوی د سیمې بېثباتۍ په ځانګړي ډول روسیې، چین او ایران ته نږدې له اسلامي امارت سره په ټکر کې وسلهوالو افراطي ډلو د ځای پر ځای کولو او مرکزونو جوړولو هڅې کوي.»
اسلامي امارت تر اوسه د سرګئي شویګو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت سره د سیمې او لوېدیځو هېوادونو تعامل، په تدریجي توګه د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو ښکارندویي کوي. دا تګلاره کولی شي سیمه کې د ثبات ټینګښت او اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.
