سراج الدین حقاني: د ملت او حکومت ترمنځ د مینې او باور اړیکه وي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، په خوست کې د ولسي غونډې پر مهال د حکومتولۍ بڼې ته په اشارې سره وویل، کوم حکومتونه چې د یوازې د خلکو د ویرولو له لارې اداره کیږي ریښتني حکومتونه نه دي.

ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې د حکومت او ملت ترمنځ اړیکه باید د مینې او باور له مخې رامنځته شي.

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي:«هغه حکومت حکومت نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي. د رعیت او ښه حکومت تر منځ د مینې او اعتماد اړیکې وي.»

ښاغلي حقاني په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې افغانان له لسیزو راهیسې له ستونزو سره مخ دي، خو لا هم د خپلې خپلواکۍ او حاکمیت په لټه کې دي.

نوموړي زیاته کړه کله چې هېواد د بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې وو او که خلک نن هم د یو بل ځپلو او سپکاوي ته دوام ورکړي، دښمنۍ به پای ته ونه رسیږي.

د کورنیو چارو وزیر دغه راز وایي چې اسلامي امارت باید خپلې پریکړې او اقدامات د اسلامي او ملي ګټو پر اساس تنظیم کړي.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي:«افغانانو ته په دا تقریباً نیمه پېړۍ کې یوازې درد رسېدلی دی، خو بیا هم دوی په هر صورت استقلال او خپلواکي غواړي. موږ په تاريخي لحاظ پردیو امپراتوریو محکوم کړي یوو، که اوس یو او بل پخپله محکومو او ذلیل کوو، دښمنۍ او عداوتونه نه شو ختمولای، تحمل او تعامل مهم دي.»

بل لو ته، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په پکتیا ولایت کې په یوه غونډه کې د هېواد د حاکمیت او امنیت پر ساتنه ټینګار وکړ.

مولوی عبدالکبیر بهرنیو هېوادونو ته په خبرداري سره وویل چې هېوادونه نه باید د افغانستان په اسلامي نظام او ځمکنۍ بشپړتیا کې مداخله وکړي ځکه د نوموړي په وینا، افغانان هیڅکله له خپلې خاورې چاته د ناوړه ګټنې اجازه نه ورکوي.

نوموړي د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وویل چې دوي هیڅکله د چا پر اوږو بار نه دي او په کوربه هېوادونو کې په بیلابیلو کارونو او فعالیتونو بوخت دي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوی عبدالکبیر وروستي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای دي او د افغانستان په اړه د سیمې او له سیمې ور هاخوا هېوادونو دریځونه مبهم او کله کله متناقض دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *