روسیې سره د اړیکو نوی فصل؛ د ا.ا سفیر رسماً مسکو کې دنده پیل کړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو نږدې څلور کاله وروسته، پرون سه‌شنبه ناوخته د اسلامي امارت سفیر مسکو ته رسېدلی او دا د کابل او مسکو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا جوړولو په برخه کې مهم او تازه ګام دی. د روسیې لپاره د اسلامي امارت نوی سفیر ګل حسن حسن په یوه غونډه کې رسماً د سفارت کارکوونکو ته ور معرفي او په کار یې پیل وکړ. د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دا د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس په دې اړه زیاته کړې: «د روسیې فدراسیون لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر او فوق العاده استازي محترم مولوي گل حسن “حسن” د سفارت له کارکوونکو سره په تعرفي ناسته رسما خپله دنده پیل کړه. نوموړي د سفارت له ډیپلوماټانو او کارمندانو سره په دې ناسته کې څرګنده کړه چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به د سفارت چارې په بشپړه ژمنتیا او له کارمندانو سره په پوره همکارۍ مخ ته وړي.»

له دې سره سم، د سیاسي چارو شنونکي د روسیې له لوري د اسلامي امارت د سفیر منل، د کابل او مسکو تر منځ د اړیکو ښه‌والي په برخه کې غوره او مهم ګام بولي او هیله څرګندوي، چې مسکو کې د اسلامي امارت د سفیر له لوري د کار رسمي پیل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «روسیې تېرو څلورو کلونو کې افغانستان سره خپله اړیکه د سیاسي او استخباراتي ګټو له مخې تعقیب کړې ده. د سفیر منل د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي او د مسکو فارمټ غونډو هم د افغانستان خلکو لپاره رښتینې لاسته راوړنه نه درلوده. تجربو ښودلې، چې روسیه د نړۍوالو سیالیو په چوکاټ کې خپل استخباراتي اهداف تعقیبوي او هېڅکله د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي تمام شوي.»

دا په داسې حال کې ده، جې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې تمه ده د اسلامي امارت سفیر له تشریفاتي پړاو وروسته، په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد