د ایران او افغانستان ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا په چوکاټ کې، کابل کې د ایران سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسایلو په اړه د تازه خبرو اترو له پیل خبر ورکوي.
د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پولو د امنیت پر ټینګښت، د لارو ښه مدیریت، په سرحدونو کې د جرمونو پر وړاندې مبارزې او په سرحدي چارو کې پر نږدې همکارۍ ټینګار کړی؛ هغه موضوعات چې د ایران او افغانستان ترمنځ د تاریخي اړیکو او ګاونډیتوب له مهمو مسایلو ګڼل کېږي.
کابل کې د ایران سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د ایران او افغانستان د لوړپوړ سرحدي چارواکو د تفاهم په چوکاټ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مذاکراتو بله دوره د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د کب په ۶مه، د ګډې پولې په اوږدو کې ترسره شوه. دواړو لورو ټینګار وکړ چې د پولو خوندیتوب او په سرحدي چارو کې ګډه همکاري د ایران او افغانستان د اړیکو مهمه برخه ده.»
سره له دې چې اسلامي امارت وخت ناوخته د پولو امنیت ټینګښت په برخه کې د هڅو ډاډ څرګند کړی، خو د چارو یوشمېر شنونکي باور لري، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او د سرحدونو د امنیت ټینګښت کولای شي د سیمهییز ثبات، دوهاړخیزو همکاریو او اړیکو پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولري.
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال په دې اړه زیاتوي: «دغه همکاري نه يوازې د دوستۍ د لا پياوړتيا سبب ګرځي، بلکې کولی شي د قاچاق، ناقانونه سفرونو او د نشهيي توکو د لېږد مخه هم ونيسي، چې له افغانستانه ايران ته او بيا نورو هېوادونو ته انتقالېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د کابل او تهران په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د دواړو لورو ترمنځ سیاسي تعاملات زیات شوي دي. دا تعامل یوازې تر سیاسي برخې محدود نه دی، بلکې په اقتصادي برخه کې هم همکارۍ پراخې شوې دي او دواړو هېوادونو هڅه کړې چې سوداګریزې، ترانزیټي او ګډې پانګونې لا زیاتې کړي.