آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، ازبکستان یو له لومړنیو هېوادونو و، چې افغانستان سره یې ډیپلوماټیکې او اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وپاللې او د پخوا په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه لا ګرمه شوه. د چین له لوري د سفیر په کچه د اسلامي امارت د ډیپلوماټ له منلو وروسته، ازبکستان دویم ګاونډی هېواد و، چې په ۱۴۰۳ کال کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټ د سفیر په کچه ومانه، چې د چارو د شنونکو په باور، دا چاره اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته زمینه برابرولی شي.
دا چې اسلامي امارت دا مهال د نړۍ له څه باندې ۴۱ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري او له درېیو هېوادونو، چین، روسیه او ازبکستان سره دا اړیکې ان د سفیر کچې ته لوړې شوې، خو د سیمې له ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان سره د افغانستان اړیکې او راشه درشه د هرې ورځې په تېرېدو سره پراختیا مومي. ازبکستان د سیمې په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې په هره سیمهییزه اقتصادي غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه ورکوي او د یاد هېواد چارواکو وخت ناوخته د افغانستان وضعیت په اړه مثبت نظر او دریځ غوره کړی دی او تل یې پر نړۍواله ټولنه غږ کړی، چې د افغانستان څنډې ته کولو هڅې ونه کړي، بلکې د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره کابل ته د همکارۍ لاس اوږد کړي.
د کابل او تاشکند د ګرمو اړیکو په درشل کې، تازه ازبکستان د تاشکند څلورم نړۍوال پانګولۍ فورم کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړې او د دې فورم په څنډو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان له ولسمشر سوکت میرضیایف سره لیدنه کې د سوداګرۍ، اقتصاد، ترانسپورت، لوجیستیک، انرژۍ، کرنې او کانونو استخراج په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې، په تاشکند فورم کې د افغانستان په اړه د ازبکستان ولسمشر د څرګندونو هرکلی کړی دی.
د دې ترڅنګ د دې کنفرانس په څنډو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیجي سوداګرۍ هوکړې هم لاسلیک شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا تاریخي هوکړې د تعرفو کموالي، د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړلو، د دواړو هېوادونو بازارونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مهال د اسانتیاوو برابرولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچې لوړولو په برخو کې لاسلیک شوې دي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ هوکړو لاسلیکول، د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو کې ستر او اساسي بدلون بلل کېږي. د دې هوکړو په عملي کېدو سره به نه یوازې تعرفې کمې او په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د صادراتو پراختیا، کاري فرصتونو برابرولو، د صنعت او پایداره اقتصادي ودې لپاره یوه نوې دریڅه ده.
د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي عنصر بولي. د دوی په باور ازبکستان په خپله لمن کې پراخې طبیعي سرچینې لري او په خبره یې افغانستان کولی شي د یاد هېواد له بریالیو تجربو ګټه پورته او د اقتصادي ودې پر لور لا کوټلي ګامونه اوچت کړي. د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاه کړه: «افغانستان سره د ازبکستان اقتصادي مشارکت، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام دی. زه باور لرم چې دوامداره همکاري، په ځانګړې توګه د ترجیحي سوداګرۍ هوکړې عملي کولو او ټرانزیټي کوریډورونو د پراختیا له لارې زیات ارزښت لري.
اسلامي امارت د اقتصاد محوره او بېپرې بهرني سیاست په غوره کولو سره تر دې دمه ښه ځلېدلی دی او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري. د سیمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا- زر او ځینې نورې یې ښه بېلګه ده او د سیمې هېوادونه هم په دې پوهېدلي، چې له اسلامي امارت سره د تقابل پر ځای تفاهم، نه یوازې چې د مسایلو د سولهییز حل یوازینۍ لار ده، بلکې کولی شي افغان لوري سره د ګډې همکارۍ له مخې، د سیمې په کچه سترې پروژې عملي کړي.
دا چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، خو اقتصادي ننګونې او بېکاري د سرپرست حکومت پر وړاندې دوې سترې ننګونې دي. اسلامي امارت سره له دې چې د دې ستونزو لامل د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل یادوي، خو د حل په موخه نه یوازې چې په کور د ننه ګڼې پروژې په لاره اچولې، بلکې د سیمې له هېوادونو سره یې هم په اقتصادي برخه کې راشه درشه پراخه کړې او هڅه کوي، چې له دې لارې د وزګارۍ او خلکو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي.