آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستیو نښتو ته دغبرګونونو په دوام کې هېوادونو د کابل او اسلامآباد تر منځ داوربند پر دوام ټنګار وکړ، د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان په باکو کې د آزربایجان جمهوریت د آزادۍ ورځې پنځمې کلیزې په څنډو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
ښاغلي اردوغان زیاته کړې، چې هېواد یی د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګتیاوې له نیږدې څاري او له سیاسې لارې یې د حل غوښتنه کوي.
په دې لېدنه کې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ترکې او قطره، له اسلامي امارت سره د دې هېواد د سولې خبرو د زمینې برابرولو او اسانولو په پار مننه وکړه او دا هڅې یې دیادو هېوادونو د پخوانیو اړېکو څرګندوونکې وبللې.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي:« دا د سولې لپاره زموږ ګډه اراده وه چې وروستیو کې د افغانستان په مسئله کې و ازمویل شوه. زه له خپل ګرانه ورور، رجب طیب اردوغان څخه د هغه د ارزښتناک رول لپاره چې د قطر د دولت ترڅنګ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې هڅې اسانه کړې، مننه کوم. دا پېښه زموږ د هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او ازمويل شویو اړیکو ریښتینی انعکاس دی.»
په همدې حال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی په یوه ټیلیفوي اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او پاکستان تر منځ په استانبول کې پر ورستیو مذاکراتو خبرې کړي دي. عراقچي د کابل او اسلامآباد تر منځ د خبرو اترو دوام په اړه د ایران پر رول ټینګار وکړ.
متقي په دې اړیکه کې زیاته کړې، چې د امارت اسلامي پلاوي له ښه نیت سره په مذاکراتو کې ګډون وکړ؛ خو پاکستاني لوری هیڅ ډول مسوولیت ونه مانه چې له امله یې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسیدې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وايي:« د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د رهبرۍ په ځانګړي امر، د ښه نیت او بشپړ صلاحیت سره د استانبول په مذاکراتو کې له پاکستاني پلاوي سره ګډون کړی او زیاتوي چې اسلامي امارت د پاکستان سره د ستونزو حل ته په ډیپلوماتیک ډول او تفاهم سره لومړیتوب ورکوي.»
په همدې حال د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چاور وزیر محمد اسحاق ډار په یوې بلې ټیلفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان په اوسني وضعیت اندیښنه څرکنده کړې او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ یې د خبرو اترو له لارې د ترینګلتیاوو د حل غوښتنه کړې ده. اسحاق ډار هم ورستیو بدلونونو ته په اشارې سیمه کې د د سولې او ټیکاو په ساتلو ټینګار کړی دی.
د ساسي چارو شنونکی میاګل وثیق افاق خبري آژانس ته وایي:«هغه هیوادونه چې په دې اړه منځګړیتوب کوي، په اصل کې یوازې د ازموینې رول لري. ښاغلي اردوغان ویلي، چې د دوی هدف د اوربند د دوام تضمین کول دي، خو دا کار ډیر اغیزناک نه دی او نتیجه یې د هیچا په ګټه نه ده.»
همداراز د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی آصف دراني په یوه ټویټ کې ویلي، چې د کابل او اسلامآباد تر منځ له اوسنی بنبست د وتلو یواځینې لار د خبرو اترو دوام دی. هغه ویلي که چیرې دا مذاکرات دیرشو پړاوونو ته هم ورسیږي ګاونډیان باید خبرو اترو ته نه ونه وايي.
دافغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف درانی وايي:« د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوسني بنبست څخه د وتلو غوره لاره دا ده چې خبرې اترې دوام ومومي، حتی که ۳۰ پړاوونه ونیسي. که نه نو؛ دښمنان به ترې ګټه پورته کړي. ګاونډیان باید خبرې اترې رد نکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم ټینګار کوي چې:« د افغانستان حکومت، په هر پړاو کې چې وي، تل په خبرو اترو ټینګار کړی او غوښتل یې چې ستونزې د مذاکرې او تفاهم له لارې حل شي، نه د فشار او جګړې په وسیله.»
دا په داسې حال کې ده، چې ترکې کې د کابل او اسلاماباد کابل تر منځ دریم پړاو خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په انلاین خبرې ناسته کې رسنیو ته ددې خبرو اترو د ماتېدو لامل د پاکستان غیر معقولې غوښتې یادې کړې.
