د کابل – اسلام‌اباد ترینګلتیاوې؛ ملګري ملتونه دایمي اوربند ته پر ژمنتیا ټینګار کوي

د نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له لوري د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مخ پر ودې کړکېچ په اړه له پرله‌پسې اندېښنو وروسته، د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو د ترینګلتیاوو پای ته رسولو، سمدستي اوربند، او د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

هغوی ټینګار کړی چې دواړه خواوې باید دایمي اوربند ته ژمن او د شخړې بنسټیز لاملونه حل کړي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو له دواړو خواوو غوښتي چې د نړیوال قانون درناوی وکړي او ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له امله، د ۲۰۲۶ کال د فبروري له ۲۶مې راهیسې ۲۸۹ ملکي وګړو  ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۱۱۵،۰۰۰ زیات کسان بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «موږ له پاکستان او په افغانستان کې له چارواکو غوښتنه کوو چې د تلپاتې اوربند ژمنه وکړي، او د جګړې اصلي لاملونه حل کړي.»

له دې وړاندې، د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو، سیاستوالو او ق مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې رامنځته کولو او د اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه. په یوه ګډه اعلامیه کې، هغوی له دواړو خواوو غوښتي چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو په لور عملي او دوامداره ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د پاکستان د دې اقدام تر شا نور هدفونه هم پټ دي؛ لکه د افغانستان پر راتلونکي د نفوذ هڅه، یا خلک دې ته اړ کول چې د دوی نظرونه واوري او ومني. که د پاکستان غوښتنې واقعي او د منلو وړ وي، نو کولای شي د خبرو اترو له لارې حل شي.»

مطالب بیشتر:  مولانا فضل‌الرحمان: امریکا له پاکستانه د نیابتي ځواک په توګه کار اخلي

د سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا وایي، چې دا شخړه د پاکستان له خوا پیل شوې او له اوربند لا هم سرغړونې دوام لري. دوی په سیمه کې د ثبات لپاره د افغانستان دریځ ته په اشارې سره ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د نړیوالو قوانینو له مخې د هر هغه چا لپاره چې د یوه هیواد ملي حاکمیت نقضوي، سزا ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه زیاتوي: «ملګري ملتونه غواړي خپلې دندې او مسوولیتونه ترسره کړي او قوانینو ته درناوی وکړي او هر څوک چې د هېوادونو حاکمیت تر پښو لاندې کوي باید مجازات شي. زما په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د رامنځته کولو هڅې روانې دي، ځکه ځینې داسې پوښتنې شته چې ولې پاکستان دا جګړه پیل کړه.؟»

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو کارپوهان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دایمي او تلپاتې اوربند په اړه خبرې کوي .د کنر ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان ځواکونو د دې ولایت پر بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۸۵ راکټونه توغولي، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *