آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې انلاین خبري ناسته کې د کابل او اسلامآباد تر منځ دریم پړاو مذاکراتو بې پایلي پاتې کیدو ته په اشارې وویل، چې پاکستان له افغانستانه غیر منطقي غوښتنې درلودې او زیاته یې کړه چې پاکستاني لوري هڅه کوله خپل ټول امنیتي مسوولیتونه د افغانستان حکومت پر غاړه واچوي.
مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شی او همداراز اسلامي امارت به هم چاته اجازه ورنکړی، چې خپله ځمکنۍ بشپړتیا د افغانستان د حاکمیت او امنیت په خلاف وکاروي.
د اسلامي امارت ویاند د تحریک طالبان پاکستان( ټيټيپي) موضوع په یاد هېواد کې یوه پخوانۍ پدیده وبلله او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان کې بریدونه او پېښې نوې نه دي، بلکه له پخوا راهیسې شتون لري او دا ددې څرګندونه کوي، چې دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« پاکستاني لوري هڅه کوله، چې خپل ټول امنیتي مسوولیتونه په افغان حکومت واچوي. د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او همدارنګه اسلامي امارت به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د افغانستان د ملي حاکمیت او امنیت پر ضد کار واخلي.»
په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې په استانبول کې د کابل او اسلامآباد تر منځ خبرې اترې دریدلي او بل پړاو ته یې اړتیا نشته.
هغه ادعا کوي، چې افغان پلاوی د پاکستاني پلاوي له دریځ سره موافق و؛ خو د لیکلي تضمین لاسلیک کولو ته حاضر نه دی.
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله طرار د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریم پړاو مذاکراتو ګډوډیو ته په اشارې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان له خلکو سره دښمني نه لري، خو د خپل هېواد د امنیت او حاکمیت د دفاع لپاره به له ټولو شته فرصتونه ګټه پورته کړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي: « خبرې پای ته رسېدلي او منځګړي هم له خپلو هڅو شاته شوي دي. که لږ هیله پاتې وای، منځګړو به موږ ته ویلي وای، چې پاتې شئ. که هغوی ویلي وای چې لا هم هیله شته، موږ به په تمه پاتي شوي وای.»
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله طرار بیا داسې وايي: « پاکستان د افغانستان د خلکو پر وړاندې هېڅ کینه نه لري، خو اسلاماباد به د خپلو خلکو امنیت او خپلواکۍ ساتنې لپاره له ټولو لازمو انتخابونو ګټه پورته کړ.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق خبري آژانس ته وایي: « دا اړینه ده، چې نور نو اسلامي امارت د پاکستان د تورونو او درواغو تر اغېز لاندې رانشي، که پاکستان واقعاً غواړي افغانستان په رسمیت وپیژني.»
دغه راز، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني، د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو په ناکامېد خواشیني څرګنده کړې او خبردارۍ یې ورکړی، چې د دې وضعیت دوام به د فرضي کرښې او سوداګریزې هوکړې د له منځه تلو لامل شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی آصف درانی وایي:« د دې حالت دوام ممکن د ډیورنډ فرضي کرښې بند پاتې کیدو، د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ د درېدو لامل شي او په پای کې به عادي خلکو ته زیان ورسوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر او ترکې په منځګړیتوب د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ دریم پړاو خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسیدې.
