د پاکستان ادعا؛ ا.ا، د امریکا پاتې شوې وسلې خوندي او د خاورې د دفاع لپاره به یې وکارو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت، امنیت شورا کې د پاکستان د دایمي استازي هغه ادعاوې رد کړې چې په وینا یې افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې کارول کیږي او یا هم د قاچاق لړۍ یې روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، اسلامي امارت د دې مهماتو ساتنې او څارنې ته ژمن دی او دمګړۍ افغان ځواکونه یوازې د اړتیا په صورت کې له خپلو خلکو د دفاع او امنیت ساتنې لپاره له دغو وسلو  وسلو ګټه پورته کوي.

نوموړي زیاته کړه چې نورې وسلې په ډیپوګانو کې ساتل کیږي او لاسرسی ورته نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آفاق خبري آژانس ته وایي:«هغه پوځي مهمات چې د اسلامي امارت له خوا له پخواني حکومت څخه غنیمت شوي وو، ټول د هیواد ګټه وو، په ځانګړې توګه د امنیتي سرچینې په توګه، او اسلامي امارت د دې مهماتو د ساتنې لپاره په بشپړ ډول ژمن دی. اوس امنیتي ځواکونه له دې مهماتو او پوځي تجهیزاتو څخه د خلکو د امنیت د تامین لپاره کار اخلي، او پاتې نور یې په ډیپوګانو کې ساتل کیږي او موږ په دې اړه د هر لوري اندیښنې ردوو.»

د ویلو ده چې د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو دریځونو په لړ کې، په ملګروملتونو کې د پاکستاني دایمي استازي عاصم افتخار احمد د سپکو وسلو په اړه د امنیت شورا غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې پرمختللو وسلو ته د ترهګرو ډلو لاسرسی د سیمې د سولې لپاره ګواښ دی او ادعا یې وکړه چې ګاونډیو هېوادونو ته ددغو وسلو د قاچاق هڅې روانې دي.

په ملګروملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد وایي:« موږ د ترهګرو ډلو له لوري د دې عصري او قوي وسلو د ترلاسه کولو او کارولو په اړه هم ژوره اندیښنه لرو، کوم چې د پاکستان او سیمې سولې او امنیت ته جدي ستونزه رامنځته کوي. موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې دغو وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي د مخنیوي لپاره قوي هڅې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې اوسني افغان چارواکي خپل نړیوال مکلفیتونه او مسؤلیتونه پوره کوي.»

په همدې تړاو د سیاسي چارو ځینې شنونکي باور لري چې پاکستان د سولې او ټیکاو پر ځای نیابتي جګړې کړي او د خپل نظام د پایښت لپاره له دې کړنلارې ګټه پورته کوي.

د دوی په وینا، له همدې امله پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت پیچلی کړي او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره کنټرول ولري.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي په دې اړه وایي:« پاکستان د سولې او ثبات پر ځای د دوکې او نیابتي جګړو له لارې فعالیت کوي او د خپل نظام د ساتلو لپاره له دې لارو چارو کار اخلي. له همدې امله، هڅه کوي چې په افغانستان کې وضعیت د خپلو اهدافو په ګټه کنټرول او اداره کړي. »  

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي له امریکا د پاتې شویو وسلو د قاچاق په اړه ادعاوې کوي، تر دې وړاندې هم د یاد هېواد چارواکو په ځلونو ورته ادعاوې کړې وې، خو اسلامي امارت هر ځل دا تورونه بې بنسټه او له واقعیته لرې بللې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *