آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک پر له منځه وړلو تمرکز نشي کولی، پاکستان کې سختدریځۍ ته د پای ټکی کېږدي. هغه ټینګار کړی، چې اسلامآباد باید د دې پدیدې کورنیو ریښو ته پام وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د دې ډلې له منځه وړل یوازې په قبایلي سیمو کې د ملاتړ په جلبولو سره ممکن دي، نه له پولو بهر عملیات.
آصف دراني په دې مقاله کې زیاته کړې: «د دې ډلې ماتول، قبایلي سیمو کې د ملاتړ په جلبولو پورې تړلي دي، نه له پولې ها خوا عملیاتو پورې. د پاکستاني طالبانو ریښه په پاکستان کې ده، نه د افغانستان په خاوره کې.»
سره له دې چې پاکستان وخت ناوخته افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حضور په اړه ادعاوې کړې او د اسلامي امارت له لوري په وار وار رد شوې دي، خو د آصف دراني دا مقاله د دې ښکارندویي کوي، چې پاکستاني طالبان د پاکستان په خاوره کې دي.
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې اسلامآباد دې د یو بل د ملامتولو او ناسمو روایتونو خپرولو پر ځای، د خپلو کورنیو ستونزو د ریښو پر له منځه وړلو تمرکز وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره زیاتوي: «د دې پر ځای چې پاکستاني چارواکي خپلې کورنۍ ستونزې په رښتیني ډول حل کړي، هڅه کوي چې خپلې ستونزې افغانستان پورې وتړي، څو په دې توګه د عامو خلکو ذهنونه تېر باسي او دوی به راتلونکي هم دا ډول دروعجنو ادعاوو ته دوام ورکوي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «دا چلند ناسم او غیرمنطقي دی او تل د اسلامي امارت، د افغان سیاستوالو او حتی د ګاونډیو هېوادونو له لوري له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي چې خپلې کورنۍ ستونزې د خپل هېواد دننه حل کړي، نه دا چې ادعا وکړي دا ستونزې له افغانستانه سرچینه اخلي.»
په داسې حال کې چې اسلامآباد تل افغانستان کې د «ټيټيپي» د حضور په اړه ادعاوې مطرح کړې، خو دغه پاکستاني چارواکي منلې، چې ټيټيپي د پاکستان په خاوره کې فعالیت لري او په دې توګه دا د پاکستاني طالبانو په اړه د دغه هېواد د چارواکو د رسمي دریځونو د ښکاره تضاد څرګندونه کوي.
