د طبیعت پرله پسې غوسه؛ شمالي کې ولایتونو کې زلزلې لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کینولې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې پیاوړې زلزلې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې له خلکو سکون واخیست او د ډار او ویرې شیبې یې رامنځته کړې.

دغې زلزلې خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم واړول.

د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو شمیرو له مخې، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زلزلې د رامنځته کېدو له امله له ۲۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۵۴۳ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په زیانمنو شویو سیمو کې یې زیانمنو شویو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د عامې روغیتا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وایي:« د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې د زلزلې له امله تر اوسه پورې له بلخ او سمنګان ولایتونو له ۵۳۴ زیات ټپیان او له ۲۰ زیات شهیدان روغتونونو ته لیږدول شوي دي. د ژغورنې ډلې لاهم په سیمه کې کار کوي او په شمېرو کې د بدلون امکان شتون لري. د یادونې ده چې ځینې سطحي ټپیان خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي او د نورو درملنه په ساحه کې شوې ده.»

په همدې حال کې د بلخ د والي ویاند ویلي، چې تر اوسه شاخوا ۱۲ تنه شهیدان شوي او نږدې ۴۰۰ تور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ځایي اوسېدونکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند ویلي، د ژغورنې ډلې هڅه کوي، بند پاتي کسان له کنډوالو راوباسي.

د افغاني سرې میاشتې ویاند عبدالقدیم ابرار زیاتوي:« د بلخ ولایت د سرې میاشتې د استازي دفتر کارکوونکي او ګرځنده ډلې په وخت سره د پیښې ځای ته ورسیدلې او د ژغورنې او لټون هڅې دوام لري.»

د وروستۍ زلزلې په تړاو اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو اړوندو ادارو او بنسټونو غوښتي، چې زیانمنو ته جدي رسېدنه وکړي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې مرستندویه بنسټونه او ادارې باید په کنډوالو کې د بند پاتې کسانو په را ایستلو کې خپلې هڅې چټکې کړي.

د اسلامی امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:« د اسلامي امارت اړوندو چارواکو او ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کیږي چې ژر تر ژره ټولې خوراکي او غیر خوراکي مرستې سیمې ته ورسوي او د بند پاتې خلکو د ژغورنې لپاره جدي هڅې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د هیواد ختیځ سیمې هم یوې پیاوړې زلزلې لړزولې وې چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *