آفاق خبري آژانس؛ کابل: د چین تیانجین ښار نن د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې غونډې کوربه دی. دا غونډه د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول د چین، روسیې، ایران، هند، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغېزستان او تاجکستان بهرنیو چارو وزیرانو په حضور سره جوړه شوې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې غونډې اصلي موخه د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا، د راتلونکې سرمشریزې لپاره چمتووالی او د سیمې امنیتي او سیاسي بدلونونو ارزونه ده. د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان پر مسایلو خبرې اترې هم د دې غونډې مهم محور دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزیران به د منځني ختیځ بدلونونو او همداراز پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته، د وضعیت په اړه لیدلوري شریک کړي. دوی به همداراز د افغانستان اړوند موضوعاتو هم بحث وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی د دې غونډې په اړه وایي: «د شانګهای سازمان غړي هېوادونه به مرکزي آسیا کې د سترو قدرتونو د استخباراتي لوبو په اړه ښه پوهېږي او همداراز د ملګرو ملتونو او امنیت شورا دوهګونی چلند هم په ښه توګه درک کولی شي. په همدې اساس، د شانګهای همکاریو سازمان هڅه کوي د آسیا لپاره اغېزناک اقدامات وکړي. په همدې برخه کې یې د اندېښنو له منځه وړلو په پار، افغانستان لپاره هم ښه وړاندیزونه کړي وو، خو له بده مرغه د افغانستان له اړخه مثبت ځواب ورنه کړل شو. د شانګهای همکاریو سازمان ښه پوهېږي، چې یوازې د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندل، د افغانستان ستونزه نشي هوارولی.»
خو د شانګهای همکاریو سازمان په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون، د ناظرو هېوادونو استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. دا چې په دې غونډه کې د افغانستان موضوع یو له مهمو محورونو ده، آیا تمه شته، چې د دې غونډې پایلې به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز ولري؟
د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «وروسته له هغه چې روسیې اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت وپېژانده، ښایي نور هېوادونه هم غبرګون وښیي. ځینې هېوادونه ښایي خپلې پرېکړې له نورو سره شریکې کړي او د شانګهای همکاریو سازمان په څېر پلټفارمونو څخه د افغانستان رسمیت پېژندلو په برخه کې یا اوس او یا هم راتلونکي کې ترې ګټه واخلي.»
د نړۍوالو چارو بل شنونکی ولي فروزان بیا د دې غونډې د اهمیت په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان په سیمه کې کلیدي هېواد دی. دا ډول ناستې د ګاونډیتوب حسننیت، د سیمې امنیت ټینګښت او ګډو حللارو موندلو په موخه جوړېږي او په دې ټولو برخو کې د افغانستان رول خورا مهم دی. افغانستان د آسیا زړه دی او کله چې افغانستان نا امن وي، ټوله سیمه ترې اغېزمنه کېږي. ښایي دا ناسته د افغانستان لپاره د لا زیات تعامل پیلامه وي.»
د شانګهای همکاریو سازمان۱۰ دایمي غړي لري او درې نور هېوادونه افغانستان، مغولستان او بلاروس د ناظر په توګه د دغه سازمان غړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې که سرپرست حکومت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به له یاد سازمان سره د افغانستان د یو ځای کېدو ملاتړ وکړي.