آفاق خبري آژآنس؛ کابل: سپېنې ماڼۍ ویلي، تېره شپه یو افغان سپنې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو ډزې کړي او سخت یې ټپیان کړي دي.
له ډزو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټولو افغان پناه غوښتونکو د دوسیو پر څیړلو ټیګار وکړ.
سپینې ماڼۍ د ټرمپ له قوله ویلي چې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال امریکا ته د ورغلو ټولو افغانانو دوسیې دې په جدي ډول وڅیړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي:«اوس باید هر بهرنی چې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه زموږ هېواد ته راغلی، بیا وڅېړو او باید ټول اړین ګامونه واخلو تر څو هر بهرنی چې د دې ځای نه دی یا زموږ هېواد ته ګټه نه رسوي له هېواد و ایستل شي.»
د ټرمپ مرستیال جيډي ونس هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د چټکتیا غوښتنه کړې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس وايي:« د واشنګټن بریدګر به لومړی عدالت ته وسپارل شي او بیا باید د هغو کسانو د ایستلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو،چې زموږ په هیواد کې د پاتې کیدو هېڅ حق نه لري.»
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم واشنګټن کې سپېنې ماڼۍ ته نږدې د امریکا ملي ګارډ پر دوو غړو برید غندلی دی.
په ورته مهال، د نړیوالو چارو شنونکي وايي، چې جرم یو شخصي عمل دی.
په امریکا کې برید له ټولو افغانانو او د هغوي د پناه غوښتنې له دوسیو سره تړل د نړیوالو قوانیو خلاف دی او امریکا هڅه کوي چې په دا ډول کړنو خپله ناکامي او کمزوري پټه کړي.
د امریکا پولیسو بریدګر یو ۲۹ کلن افغان معرفي کړی، چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د بهرنیو ځواکونو د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللی و.
نوموړی پر امریکايي پولیسو برید کې ټپي شوی او روغتون ته لیږل شوی.
د دې برید انګیزه تر اوسه نه ده معلومه.
