د استانبول مذاکرات؛ د افغانستان ځمکني او هوایي حریم ته درناوی او پر نه مداخلې ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د رسمي خبرو اترو په دویمه ورځ، له پنځلس ساعته پرله‌پسې مذاکرې وروسته، افغان پلاوي پاکستاني لوري ته د هوکړو وروستۍ مسوده سپارلې ده. د راپورونو له مخې، په دې مسوده کې پر دې تمرکز شوی چې پاکستان به د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نه نقضوي او هېڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي، چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر وړاندې وکاروي.

د اسلامي امارت له لوري پاکستاني لوري ته سپارل شوې مسوده

  • د افغانستان ځمکني او هوایي حریم نه نقضول
  • د افغانستان پر وړاندې د پاکستان خاوره نه کارول

همداراز په دې ناسته کې دواړو لورو پر اوربند د څار او سرحدي پېښو ته د رسېدو په پار، د یوه څلور اړخیز کانال پر جوړېدو ابتدایي هوکړه کړې ده. د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د روانو خبرو تر څنګ، دوه بنسټیزې مسئلې شته چې له پامه نشی غورځول کېدای. لومړی دا چې د دواړو هېوادونو چارواکي او د مذاکراتو پلاوي ښه پوهېږي چې د ډیورنډ کرښې، شاوخوا تاریخي پېچلتیاوو او د پاکستان د پرله‌پسې ‌غوښتنو له امله، د کابل او اسلام‌اباد تر منځ اختلافات ډېر ژور او رېښه‌لرونکي دي. له بلې خوا، دواړه لوري ښه خبر دي چې که یوه بشپړه او هر اړخیزه جګړه رامنځته شي، هېڅ رښتینی ګټونکی به ونه لري. د داسې تقابل لګښت به د دواړو هېوادونو لپاره دروند او نه جبرانېدونکی وي.»

له دې سره هم‌مهاله پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پلاوي د اسلامي امارت پلاوي ته د امنیتي همکاریو په اړه یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړې ده. پر دې سربېره، د دغه هېواد استازو، د ترهګریزو بریدونو اړوند اطلاعات هم افغان پلاوي سره شریک او همداراز یې امنیتي وړاندیزونه هم له دوی سره شریک کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «تر ټولو مهمه دا ده چې پاکستان د خبرو مېز ته راوستل شوی او باید وپوهېږي چې له دې وروسته به د افغانستان په داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه د هغه هېواد لپاره خورا ګرانه تمامه شي. د افغانستان پلاوی خپلو پخوانیو ژمنو ته وفادار دی؛ موږ به د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو او د ملګرو ملتونو د قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو له مخې به له ټولو هېوادونو سره چلند کوو. خو پاکستان مکلف دی چې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ د پخوانیو هوکړو او د روانو خبرو په ترڅ کې په ترکیه کې شويو هوکړو ته ژمن پاتې شي.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې که څه هم د استانبول مذاکرات د ترینګلتیاوو کابو کولو په برخه کې د دواړو لوریو د ارادې ښکارندویي کوي، خو په خبره یې، بنسټیز اختلافات لا هم پر ځای دي. د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د مذکراتو دویم پړاو په اړه وایي: «کوم مسایل چې په ترکیه کې مطرح کېږي، لکه د تي‌ټي‌پي موضوع، د ډیورنډ کرښه او له نورو هېوادونو سره اړیکې، دا ټول د پاکستان له لوري مطرح کېږي؛ خو د اسلامي امارت موقف روښانه او ثابت دی او دا موضوعات د یوې داخلي مسئلې یا د یوې واحدې دولتي پریکړې په توګه نه ګڼي. د ډیورنډ کرښې موضوع د اسلامي امارت موضوع نه ده، بلکې د افغان ملت موضوع ده او پریکړه یې باید د ټول افغانستان د ملت په سطح ترسره شي، نه د یو شخص او یا یوې ډلې له خوا.»

د ویلو ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې دوام لري. تر دې وړاندې دواړو لوریو د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې مذاکرات کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *