د داعش اصلي پټنځای؛ پاکستان کې د داعش د یو بل مهم غړي وژل کېدل

آفاق خبري آژآنس؛ کابل: په سیمه کې د نا امنۍ د سیوري له زیاتېدو سره، په پاکستان کې د داعش ډلې فعالیتونو د پراختیا تازه نښې نښانې تر سترګو کیږي.

په تازه مورد کې، نا پیژنده وسله والو د پنجاب ایالت په اختر آباد ښار کې د زید په مستعار نوم د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی قوماندان وژلی دی.

د رپوټونو له مخې، نوموړي افغانستان په ختیځ کې په ویجاړونکو فعالیتونو کې رول درلود او د داعش خراسان له مهمو څیرو څخه وو.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي:«تر څو چې نړیواله ټولنه د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ، هغوی ته د پناه ورکولو او د خپلو ویجاړونکو پالیسیو د دوام پر وړاندې جدي او عملي پریکړه ونه کړي، په سیمه کې به د سولې او ثبات ډاډمن کول ممکن نه وي. نړۍ باید د پاکستان د دوه ګوني چلند او غولوونکو پالیسیو پر وړاندې هوښیار وي.»

په پاکستان کې د داعش ډلې د دغه غړی له وژل کېدو سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه د پاکستان په پنجاب ایالت کې د نوموړي له وژل کېدو هرکلی کړی او دا یې ښه خبر بللی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي:« ښه خبر، راپورونه وايي چې د داعش خراسان یو لوړ پوړو قوماندانان برهان، چې د زید په نوم مشهور دی، د پنجاب ایالت د اختر آباد ښار په پټک سیمه کې وژل شوی دی.»

د سیاسي چارو د شنونکو په اند په داسې حال کې په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د داعش د قوماندانو پرله پسې وژل کېدل چې پاکستان د یادې ډلې حضور په افغانستان پورې اړوند ګڼي، په یاد هېواد کې د امنیتي واقعیتونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د دوی په وینا، د دغو پېښو تکرار په پاکستان کې د داعش د نفوذ پراختیا څرګندوي، هغه مسله چې د شنونکو په اند نه یوازې کورنی امنیت بلکې د سیمې ټیکاو هم ګواښي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« نړیواله ټولنه باید دا درک کړي او د پاکستان دښمنانه او مداخله ګر سیاستونه ودروي. ملګري ملتونه او امنیت شورا باید جدي خبرداری ورکړي، ځکه چې پاکستان په مکرر ډول بې ګناه افغانان شهیدان کړي او زموږ سیمې یې بمبار کړې دي پرته له دې چې هیڅکله مسوول وګڼل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې ټینګار کړی وو چې داعش ډله په پاکستان کې حضور لري او د شنونکو په اند وروستۍ پېښې له هغې ډلې پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د یادې ډلې د مهمو قوماندانو وژل کېدل په یاد هېواد کې د دغې ډلې د حضور څرګنده شاهدي ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *