آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت بیاځلي راګرځېدو او له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، چین یو له لومړنیو هېوادونو و، چې کابل کې یې خپل ډیپلوماټ حضور فعال وساته او ان تر دې چې د پاکستان د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له سفر وروسته، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګیي لومړی لوړپوړی چینایي چارواکی و، چې کابل ته راغی او د اسلامي امارت له مسوولینو سره یې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې وکړې.
چین چې راتلونکي کې د یوه اقتصادي ځواک په توګه راپورته کېدونکی هېواد دی، تر ډېره په سیمه کې نفوذ لري او پاکستان سره یې اړیکې د سیمې نورو هېوادونو په پرتله خورا ګرمې دي. بېجېنګ او مسکو، چې د امریکا سرسخت سیالان هم دي، نه پرېږدي چې امریکا او ملګري یې بیاځلي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او له همدې امله، د افغانستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښه راشه درشه لري.
چین په سیمه کې له هند سره څه ناڅه ستونزې لري، په ځانګړي ډول په سرحدي همالیا سیمه کې، چې دواړه لوري یو بل د سیمو پر لاندې کولو تورنوي او دا ترینګلتیاوې له ۱۹۴۷ کال راهیسې د هند له وېشل کېدو تر ننه دوام لري. له همدې امله د پاکستان او هند ترمنځ په وروستۍ جګړه کې، چین په ښکاره توګه له پاکستانه خپل ملاتړ اعلان کړ. اسلامي امارت چې په دې جګړه کې یې بېپریتوب غوره کړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې روانې ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي، هغه څه وو، چې پر پاکستاني چارواکو یې ناوړه اغېز وکړ او ان تر دې چې د دفاع وزیر خواجه آصف یې وویل، چې د پاکستان پر وړاندې جګړه کې یوازې اسلامي امارت او اسراییل د هند ملاتړ وکړ.
د هند او پاکستان له ترینګلتیاوو وروسته، تازه د بېجېنګ په کوربهتوب د افغانستان، پاکستان او چین درېاړخیزه ناسته وشوه. د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیانیه کې وروستۍ درېاړخیزه ناسته «مثبته او رغنده» بللې ده. په بیانیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې درې واړو هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو پراختیا ژمنې تازه کړې دي.
د دې بیانیې د محتوا پر بنسټ د دې ناستې په اجنډا کې اووه کلیدي مسایل، چې د سیاسي باور پیاوړتیا، راتلونکو ناستو د ترسره کېدو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت په چوکاټ کې همکاري، عملي همکاریو ته وده ورکول، د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه او د سیمې د سولې او ثبات ټینګښت شامل دي.
په بیانیه کې راغلي، چې افغانستان او پاکستان د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو کچې لوړولو ته هم لېوالتیا ښودلې او په اصولي توګه یې د سفیرانو د تبادلې هوکړه کړې ده. چین د دې بهیر هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي ملاتړ ته به دوام ورکوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې یوه برخه راغلي: «افغانستان او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې لوړولو ته لېوالتیا ښودلې او په اصولي ډول یې د سفیرانو پر تبادله هوکړه کړې ده. چین د دې بهیر هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي ملاتړ ته دوام ورکوي.»
د چین له درېاړخیزې ناستې ځینو پاکستاني رسنیو او شنونکو داسې تمه درلوده، چې ګواکې په دې ناسته کې به بېجېنګ کابل د هند پر وړاندې د پاکستان ملاتړ ته وهڅوي، خو د اسلامي امارت بهرنۍ متوازنې او اقتصاد محوره پالیسۍ ته په کتو، دا نه یوازې چې د پاکستان، بلکې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم د خوب لیدل دي، چې کابل دې بیا د یوه هېواد د خوشحاله ساتلو په پار د بل هېواد پر وړاندې دریځ غوره کړي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د بېجېنګ له سفر یوه ورځ مخکې تهران فورم کې په ښکاره وویل، چې افغانستان به د متوازن سیاست په غوره کولو هېڅکله د یوه هېواد د ګټو په پار د بل هېواد پر وړاندې دریځ غوره نه کړي.
اسلامي امارت د کازان فورم په غونډه کې هم نړۍوالو ته په ډاګه کړه، چې سرپرست حکومت له جګړو راوتلی او ټوله هڅه یې دا ده، چې د اقتصاد محوره پالیسۍ په غوره کولو سره، د سیمې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم پرون چین ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سفر ته په اشارې سره ویلي وو، چې دا د افغان حکومت د متوازن بهرني سياست پر دقت او بصیرت دلالت کوي چې فرصتونه او نزاکتونه په ښه ډول مديريت کوي.
ښاغلي جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو، چې چین د راپورته کېدونکي اقتصادي ځواک په توګه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی رول لري او په خبره یې، یاد هېواد هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او لومړنی هېواد دی، چې اسلامي امارت سره یې تعامل پیل کړ.
دا چې پاکستان وخته ناوخته له شواهدو او اسنادو پرته د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي، دا یوه تکراري مسئله ده او دا ډول تورونه په ځلونو ځلونو د اسلامي امارت له لوري په کلکه رد شوي دي. پر دې سربېره، نړۍوالو، په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو هم اوس درک کړې ده، چې پاکستان په سیمه کې د سرطان تر ټولو لویه دانه ده. که پاکستان غواړي، چې په خپل له روان اقتصادي ناورین را ووځي او د افغانستان له لارې مرکزي او سویلي آسیا ته لار پیدا کړي، نو افغانستان ته دې د یوه خپلواک هېواد په سترګه وګوري او هېڅکله دې دا هڅه نه کوي، چې د افغانستان په کمزوري کولو کې خپل موخې ولټوي؛ ځکه که افغانستان کمزوری کېږي، له اغېزو به یې پاکستان او د سیمې نور هېوادونه هم خوندي پاتې نشي.