آفاق خبري آژانس؛ کابل: تر ۱۲ ورځنیو نښتو وروسته، بالاخره ایران او اسراییل د امریکایي ولسمشر دونالډ ترمپ له لوري د اوربند وړاندیز ومانه، هغه اوربند چې په لومړیو شېبو کې یې، اسراییلي رژیم ایران پر ماتولو تورن کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې په سهار (چنګاښ ۳مه) پر خپله سوشال ټروټ شبکه د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند خبر ورکړ. د ټرمپ له اعلان وروسته، د ایران دولتي رسنیو هم د اوربند ټینګښت پخلی وکړ. د اسراییلي رژیم پوځ هم پر خپله ایکس پاڼه اوربند ومانه او ټینګار یې وکړ، چې تلابیب ایران کې ټولو عملیاتي موخو ته رسېدلی او تر هغو چې اوربند نقض نشي، پر ایران به خپل بریدونه ودروي.
د اسراییلي پوځ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د سیاسي چارواکو په امر اوربند پیل شو. اسراییلي پوځ د هر هغه بدلون د دفاع او برید لپاره چې ښایي په راتلونکو ساعتونو کې پېښ شي، چمتو او د اوربند ماتولو ته به پرېګنده ځواب ووایي.»
د اسراییلي پوځ له دې اعلان څو شېبې وروسته، د اسراییلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم اوربند ومانه، خو د څو شېبو په تېرېدو سره، د دې اوربند د نقضولو راپورونه خپاره شول. د اوربند نقضولو په لړ کې، د اسراییلي رژیم دفاع وزارت خپل پوځ ته امر وکړ، چې د اوربند ماتولو په غبرګون کې، ایران کې مهم اهداف په نښه کړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکایي رسینو سره ټینګار کړی، چې پر ایران برید د اوربند نقض دی او اسراییلي رژیم ته یې په خطاب کې ویلي، چې خپل پیلوټان بېرته را وګرځوي. ټرمپ زیاته کړې: «اسراییل او ایران اوږده موده شدیده جګړه وکړه، اوس نه پوهېږي څه کار وکړي.»
اخوا د اسراییلي رژیم له دې ادعا څو شېبې وروسته، د ایران وسلهوالو ځواکونو پر اسراییلو د هر راز توغندي توغول رد کړل. د ایران یوه لوړپوړي چارواکي له «سيانان» سره هم په مرکه کې ویلي، چې د نن سهار له ۷:۳۰ وروسته یې د اسراییل پر لور هېڅ توغندی نه دی توغولی. دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې که اسراییلي رژیم تېروتنه وکړي، سخت او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.
د ایران او اسراییل ترمنځ داسې مهال د اوربند اعلان وشو، چې وروستیو ساعتونو کې د دواړو خواوو ترمنځ بریدونو زور اخیستی و. د ایران هوایي دفاع سیستم مسوولینو هم ویلي، چې اسراییلي رژیم د نن سهار تر نهو بجو تهران کې پر بېلابېلو مرکزونو بریدونه کړي او ایراني ځواکونو هم د اسراییلي رژیم پر وړاندې تر وروستیو شېبو بریدونو ته دوام ورکړ.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا پر ایکس پاڼه د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د زړورتیا ستاینه کړې ده. هغه پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «زموږ د پیاوړو امنیتي ځواکونو پوځي عملیات د اسراییل د مجازاتو لپاره د سهار تر څلورو بجو دوام درلود. له ټولو ایرانیانو سره یو ځای، زه د ایران له وسلهوالو ځواکونو، چې زموږ له ګران هېواد یې تر وروستۍ سلګۍ دفاع وکړه، مننه کوم.»
د ویلو ده، چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند هغه مهال اعلان شو، چې ایران په یوه ځوابي برید کې قطر کې د امریکا اډې په نښه کړې او د ایران سپاره پاسداران اعلان وکړ، چې دا بریدونه یې د امریکا له لوري د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د تېرو ۱۱ ورځو جګړې پر مهال، دواړو لورو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه واوښتل. اوس به ولیدل شي چې آیا اسراییل د اوربند ماتولو په پلمه بیاځلي پر ایران یرغل کوي کنه؟ هغه پوښتنه چې وخت به یې خواب کړي.