د امنیت ټینګښت کې د پاکستان ناکامي؛ دا ځل یې د کابل ترڅنګ ډیلی هم تورن کړ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ وروستیو نښتو په دوام، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد پارلمان ته په خبرو کې ادعا کړې، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې هند او اسلامي مارت لاس لري.

شهباز شریف زیاته کړې، پاکستان تل له افغانستانه غوښتي، چې د ټي‌ټي‌پي په څېر ترهګریزې ډلې مهار کړي، څو د پاکستان په عامو وګړو د بریدونو مخنیوی وشي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: « موږ د پرونۍ پېښې په اړه واضح دریځ ونیو او اعلان مو وکړ، چې د خوارجو په فساد کې بهرني عناصر دخیل دي؛ له بده مرغه، د هندوستان د رول او د افغانستان د خاوري د استعمال په اړه هم شواهد لیدل شوي دي. د هندوستان حکومت دا تورونه بې اساسه بللي، خو حقیقتونه لا هم پر ځای دي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي:« له سیاسي اړخه، هر خپلواک هېواد کولی شي له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې او پراخې کړي. هند د افغانستان له پخوانیو دوستانو څخه دی او تل یې له کابل سره دوستانه سیاسي اړیکې لرلې دي. هغه څه چې په اسلام آباد کې شوي، له افغانستان سره مستقیمه اړیکه نه لري او له نورو هېوادونو سره افغانستان دوستي د افغانستان او پاکستان اړیکو باندې اغېز نه لري. د پاکستان ځینې هڅې د سیمې په پروژو کې د ځانګړو ګټو د ترلاسه کولو لپاره شوي او په دې پروژو کې بهرني هېوادونه ښکېل دي.»

د پاکستان لومړي وزیر دغه اراز له افغانستان سره پر تعامل او ریښتینې همکارۍ د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې هیواد یې د سولې غوښتونکی دی او له افغانستانه هم تمه لري، چې په دې بهیر کې په برابر ډول ګډون وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي:« موږ د سولې غوښتونکي یو او غواړو افغانستان هم دې ټکي ته ورسېږي او په مساوي ډول له پاکستان سره په سوله کې شریک وي. خو دا ممکنه نه ده چې موږ سره بېلابېلې ژمنې وشي او بیا د ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره دغه ژمنې عملي نه شي.»

اسلامي امارت تر دې دمه د پاکستان لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې پر خپلې هغې ژمنې چې د افغانستان خاوره به د نورو په ځانګړې ډول پاکستان پر وړاندې نه کارول کیږي ټینګار کړی.

د هند بهرنیو چارو وزارت هم په یوه رسمي خبرپاڼه کې د پاکستان په بریدونه کې لاس لرل رد کړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو ځینې شنونکی وايي، پاکستان د امریکا په ملاتړ یو ځل بیا هڅه کوي چې د هوايي او ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې بریدونو په وسیله خپل نفوذ ډیر کړي او سیمه یوې بلې جګړې ته ورټيل وهي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « د پاکستان مشرانو د امریکا له ولسمشر سره له لیدنې وروسته د بدلون اقدامات پیل کړي دي، چې پکې په پکتیکا او کندهار کې هوایي بریدونه او په کشمیر کې اړوند عملیات شامل دي. دغه اقدامات عمدتاً پر سیمه‌ییز ثبات متمرکز دي، پاکستان هڅه کوي د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي او له دې څخه له سرحدونو هاخوا بریدونو د توجیې لپاره ګټه پورته کړي، چې دغه اقدامات ټیکاو ګډوډوي او د شخړې یا جګړې د رامنځته کېدو خطر زیاتوي»

د ویلو ده چې، د سه شنبې په ورځ اسلام‌آباد کې د سترې محکمې شاوخوا سیمه یو ځل بیا د یو ځانمرګي برید شاهده وه.

د راپورونو له مخې د دغه برید له امله ۱۲ تنه ووژل شول او دغه راز په سویلي وزیرستان کې وسله والو پر یو نظامي رزونیز کمپ برید وکړ، چې له امله یې درې تنه ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *