آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې وايي، کوم څه چې د مذاکراتو په جریان کې د پاکستان له لوري خپرېږي، تر ډېره د باور وړ نه دي او په خبره یې، د مذاکراتو پایله به د مسوولو کسانو له لوري اعلان شي. ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان له ټولو هېوادونو او ګاونډیو سره رغنده اړیکې غواړي او په خبره یې که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي، نو اسلامي امارت به له خپلې خاورې د دفاع په پار، ورته غبرګون وښیي.
ذبیحالله مجاهد په دې اړه زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت په خبرو اترو او ډیالوګ باور لري. استانبول کې د خبرو اترو دویم پړاو دوام لري، موږ حکم نشو کولی چې د مذاکراتو نتیجه به څه وي. کومې خبرې چې د پاکستان له خوا کېږي او ځینې نور تحلیلونه، زه فکر کوم دا به ډېر د باور وړ نه وي، ښه دا ده چې له خپلو مسوولو چینلونو د مذاکراتو پایله اعلان شي. عموم کې افغانستان له هېوادونو سره د رغنده اړیکو غوښتونکی دی، خو که خدای مه کړه کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي، نو ورته غبرګون سره به مخ شي.»
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ستانبول مذاکراتو د دویمې ورځې پایلې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د افغان پلاوي دلایل د پاکستان له لوري نه دي منل شوي. د پاکستانۍ جیونیوز په راپور کې راغلي، چې پاکستاني پلاوي خپل وروستی دریځ افغان مذاکره کوونکو سره شریک کړی دی. د دغه راپور پر بنسټ، د ستانبول غونډې په دویمه ورځ په سیمه کې د ترهګرۍ له منځه وړولو پر وړاندې د رغنده ګامونو پر اوچتولو ټینګار شوی دی.
د پاکستانۍ جیو نیوز رسنۍ د راپور یوه برخه کې راغلي: «د ستانبول غونډې په دویمه ورځ په سیمه کې د ترهګرۍ له منځه وړلو په پار د رغنده ګامونو پر اوچتولو ټینګار شوی دی.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا د دې پوښتنې په ځواب کې، چې پاکستان د اسلامي امارت پر وړاندې د دوه ګوني سیاست په غوره کولو سره د څه په لټه کې دی، داسې لیدلوری لري: د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې ومایي: «که پاکستان دا فکر کوي چې کولای شي پر افغانستان واکمن شي، دا یوه لویه او خطرناکه تېروتنه ده. هغه کسان چې داسې جنایتونه ترسره کوي باید پوه شي چې د دوی پر وړاندې به جدي غبرګون وښودل شي. هغه وخت تېر شوی چې پاکستان د افغانستان پر ضد منفي کړنې ترسره کړي او بېځوابه پاتې شي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «که دواړه لوري پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړي او دا وغواړي چې یوازې د دوی غوښتنې ومنل شي او د مقابل لوري غوښتنو ته پام ونه کړي، نو په پایله کې به خبرې ناکامې شي او هوکړې ته به و نه رسېږي.»
سره له دې چې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ په استانبول کې د مذاکراتو درېیمه ورځ ده، خو دواړه لوري تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. وبه لیدل شي، چې دویم پړاو خبرې اترې به د لومړي پړاو په څېر کومې پایلې ته ورسېږي کنه؟
