د استانبول خبرو ماتېدل؛ د پاکستان دفاع وزیر خبرداری

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په استانبول کې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو له ناکامیدو وروسته، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د پاکستان په خاوره کې به هر ډول تاوتریخجن اقدام له پریکنده ځواب سره مخ شي او ټینګار یې وکړ چې لومړيتوب لا هم د سیمې د امنیت او ثبات خوندیتوب دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي: « په پاکستان کې هر ډول ترهګریز یا ځانمرګی برید به له قاطع ځواب سره مخ شي. زه هیله لرم چې زموږ هوډ او وړتیاوې به ونه ازمویل شي.»

خو د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا داسې وايي: « پاکستان تل نامناسب اصطلاحات کاروي، خو اړ دی چې دا لاره غوره کړي ځکه چې په هیواد کې له ډیرو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزو سره مخ دی. له دې محدودیتونو سره سره، له پاکستان سره خبرې اترې مهمې دي او باید په داسې ډول پرمخ ولاړې شي چې بالاخره موږ محسوسې او رغنده پایلې ترلاسه کړو، که نه نو موږ به د پاکستان د دفاع وزیر خبرداریو ته اهمیت ور نه کړو.»

د پاکستان دفاع وزیر دغه راز له جیو نیوز سره په مرکه کې د خبرو اترو بن بست ته په اشارې سره ادعا وکړه چې هند په ترکیه کې د خبرو اترو د پرمختګ مانع شوی دی.

خواجه آصف زیاته کړه چې اسلام آباد د سیمې د سولې په نیت خبرو کې ګډون وکړ خو په وینا یې افغان لوري د پاکستان ضد ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره هیڅ عملي تضمین وړاندې نه کړ.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف دغه راز زیاتوي: « یوې هوکړې ته نږدې شوې وو او دا مسله په تیرو څلورو ورځو کې او یوه اونۍ دمخه راپورته شوې وه. کله چې له کابل څخه زنګ راغی او ویل شوي وو چې موږ دا کار کړی، نو له هغه ځایه مداخله وشوه او دا تړون یا پخوانۍ خبرې اترې یې وځنډولې یا له ستونزو سره مخ کړې.»

دغه راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي چې په څلور ورځنیو خبرو اترو کې د اسلامي امارت پلاوي له وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د غوښتنو روښانه تضمین نه دی کړی او له همدې امله خبرې اترې عملي پایلې ته ونه رسیدې.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطا الله طرار په دې اړه وایي: « د څلورو ورځو خبرو اترو په لړ کې، افغان استازو د وسله والو ډلو پر وړاندې د اقداماتو لپاره د پاکستان له معقولې غوښتنې سره موافقه وښوده؛ خو هیڅ تضمین نه دی ورکړل شوی او خبرې اترې عملي پایلې ته نه دي رسیدلي. موږ د ډیپلوماټیکو حل لارو او امنیت ساتنې په لټه کې یوو.»

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي داسې لیدلوری لري:« په پاکستان کې اوسنی امنیتي وضعیت خراب دی او اصلي پړه یې د دغه هیواد د پوځ او استخباراتي ادارو پر غاړه ده. دا وضعیت د دوی د خپلو غلطو پالیسیو له امله دی او دوی باید د نورو هیوادونو لپاره بهانه ونه کړي یا د خپلو غلطیو پړه پر نورو وا نه چوي.»

دغه راز د ایکو سازمان غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت د کورنوی چارو وزارت لوړپوړي سلاکار او د پاکستان کورنیو چارو وزیر سره ولیدل او د پاکستان کورنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې افغانستان خپل ورور وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره یې د خبرو اترو او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي:« شخړې حتی په کور دننه هم رامنځته کېږي، خو موږ به یې لکه د وروڼو هېوادونو په څېر، د خبرو اترو له لارې حل کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی داسې وايي:« د پاکستان پخوانیو پوځي رژیمونو تل هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي او په هیواد باندې یې له فشار راوړلو څخه ډډه نه ده کړې.»

په همدې تړاو د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، پاکستان په خپل نوي سیاست سره هڅه کوي له هند سره خپلې پخوانۍ سیالۍ د افغانستان له لارې ترسره کړي، خو کابل دا ډول سیالیو ته د تګ لپاره لیوالتیا نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وايي:« پاکستان په خپل نوي ماموریت او نويو اصطلاحاتو سره هڅه کوي چې نوې سیمه ییزه سیالي رامنځته کړي. د هند په یادولو او نوي ډیلي سره د ځینو مسلو په نښلولو سره، اسلام آباد غواړي د افغانستان له لارې له هند سره خپله اوږدمهاله سیالي تعقیب کړي. خو افغانستان دا ډول پالیسي نه مني او نه غواړي چې په دې سیالیو کې شامل شي. پاکستان هڅه کوي چې د نورو کړکیچونو په رامنځته کولو سره په سیمه کې د سیالۍ فضا بیا را ژوندۍ کړي.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو چې له څلورو ورځو راهیسې په استانبول کې روان وو له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسید او اسلامي امارت تر اوسه د دې خبرو اترو د پایلو یا د خپل دریځ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *