د آلمان لومړی وزیر: افغانستان سره هېڅ‌کله ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي پرې شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: که څه هم آلمان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو د دغه هېواد لومړي وزیر فریدریش مرڅ په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې له افغانستان سره ډيپلوماټیکي اړیکې هېڅکله نه دي پرې شوې او په خبره یې، د اړتیا پر مهال تخینکي تماسونه لا هم دوام لري. ښاغلي مرڅ ویلي، هغه ۸۱ افغانان چې قضایي مخینه یې درلوده او د پناه‌غوښتنه یې رد شوې وه، بېرته افغانستان ته ایستل شوي دي.

مرڅ همداراز په دې بهیر کې د قطر هېواد له رغنده رول مننه کړې ده. د آلمان لومړی وزیر په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «موږ اسلامي امارت د مشروع حکومت په توګه نه پېژنو؛ خو له دې سره سره، د آلمان او افغانستان ترمنځ ډيپلوماټیکي اړیکې هېڅکله نه دي پرې شوې؛ ځکه ديپلوماسي د هېوادونو ترمنځ وي، نه یوازې د حکومتونو ترمنځ. همدغه حقوقي او سیاسي فضا موږ ته د تخنیکي خبرو اترو زمینه برابره کړه او فدرالي حکومت هم له دې فرصته ګټه پورته کړه.»

په همدې حال کې، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې قطر د لوېدیځ لپاره د یوه باوري منځګړي په توګه، کولای شي د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو تنظیم کې کلیدي رول ولوبوي. د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان ته د یو شمېر کډوالو بېرته را ایستل، یا له امارت اسلامي سره غیر مستقیم تماسونه، هېڅکله د آلمان یا نورو اروپایي هېوادونو له لوري د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې مانا نه لري. په دې لړ کې، قطر کولای شي د یوه اغېزناک او د لوېدیځ له لوري د باور وړ منځګړي په توګه، د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو اسانتیا او سیاسي ستونزو د حل په برخه کې کلیدي رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی خلیل احمد نادم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «قطر له اروپایي هېوادونو سره په نورو مسایلو کې هم تماس لري. دا چې له آلمان د افغانانو د ایستلو بهیر د قطر په مرسته ترسره شو، دا د دې ښکارندویي کوي چې یاد هېواد د یوه فعال منځګړي رول لوبولی او له شک پرته، کولای شي په راتلونکي کې هم د دا ډول رول لوبولو ته دوام ورکړي.«

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان دولت پرون ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته را وایستل. له دې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې له آلمان سره تر خبرو اترو وروسته او د قطر په منځګړیتوب، د دې کسانو د بېرته ستنېدو اسناد د آلمان قونسلګرۍ له لوري ورکړل شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد