آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ځانګړو ځواکونو ولایتي او مرکزي مسوولینو لپاره جوړ شوي سمینار کې ویلي چې اوسنی ځای او ارزښت یې د جهاد او دین ته د خدمت پایله ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د منسبونو پر ځای دې د نظام د پیاوړتیا او باور لپاره هڅې وشي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني وایي:«موږ باید حیثیت ته اعتبار ورنه کړو، موږ باید نظام ته اعتبار او ځواک ورکړو. هغه ځواک چې زموږ د ژوند او مال په بیه راغلی دی د دین او جهاد د خدمت په بدل کې د خدای ډالۍ ده.»
ښاغلي حقاني په یاد سیمنار کې ټینګار وکړ چې زبرځواکونو له پرمختللو تجهیزاتو سره سره د اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ د ژمنتیا او انسجام له امله د دوی پر وړاندې د مقابلې توان نه درلود.
حقاني د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د اسلامي امارت له ټولو ځواکونو غوښتي چې د دندو پر مهال له خلکو سره په اخلاص، عاجزۍ او دقت سره چلند وکړي او د اسلامي نظام د ژغورنې لپاره دوامداره هڅې وکړي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني دغه راز وایي:«د نړۍ لوی قدرتونه، له خپلو پراخو سرچینو سره، زموږ د پلانونو مخه نشي نیولی. موږ د اکمالاتو له پلوه هیڅ وړتیا نه درلوده، خو په معنوي لحاظ مو خورا قوي اراده درلوده، موږ وکولی شو د نړۍ ټولو قدرتونو ته ماتې ورکړو.»
ښاغلي حقاني د اسلامي امارت د ځواکونو کارکړنو ته پّ اشارې ټینګار وکړ چې دمګړۍ ټول هېوادونه د یادو ځواکونو له وړتیاوو خبر دي.
