آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بګرام پوځي اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرله پسې دریځونو په دوام، نوموړي یو ځل بیا په یوه خبري غونډه کې ویلي چې واشنګټن د بګرام پوځی اډې پرسر له اسلامي امارت سره د خبرو په حال کې دی. ټرمپ زیاته کړه چې نه باید دا اډه پریښودل شوې وای او هغه ورځ چې امریکا له افغانستانه ووته د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ وه.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: «وبه ګورو چې له بګرام سره څه کیږي، موږ له افغانستان سره د خبرو په حال کې یوو او نه باید دا اډه موږ خوشې کړې وای، هغه ورځ زموږ د هېواد په تاریخ کې شرمونکې ورځ وه ځکه د پریښودو لپاره یې هیڅ دلیل نه وو.»
په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بیړه وتل لا هم د واشنګټن له بحث راپورته کوونکو پریکړو څخه بلل کیږي، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د بګرام پوځي اډې پر سر د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ خبرې روانې دي او درې مهم موضوعات له هغې ډلې په بګرام کې د ترهګرۍ ضد ډلو کم شمېر میشتېدل، د افغانستان د خصوصي برخې پراختیا ته د مرستې وړاندیز او دواړو لورو ترمنځ د بندیانو خوشې کول او تبادله شامله ده.
د واشنګټن او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو چورلیز
- په بګرام کې د امریکا د ترهګرۍ ضد کم شمېرځواکونو ځای پر ځای کېدل
- په افغانستان کې د خصوصي برخې له ودې د امریکا ملاتړ
- د خبرو د کلیدي وسیلې په توګه د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو خوشې کول او تبادله
د دغه راپور له مخې تر اوسه د افغانستان له اوسني حکومت سره وروستۍ هوکړه نه ده شوې او اوس هم د خبرو په حد کې ده. د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالمقدم امین آفاق خبري آژانس سره د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه وایي: «موږ پوهېږو چې امریکایان له افغانستانه ډېر په بیړه ووتل. د بګرام هوایي اډې د کنټرول پر ساتلو ټینګار، نه له قانوني اړخه توجیه لري او نه هم له منطقي اړخه. خو که هغوی وغواړي چې په زور سره بګرام ته ورسېږي، نو بېشکه ملت به د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته تیار وي.»
په ورته مهال زلمي خلیلزاد پرمختللې امنیتي همکارۍ له هغې ډلې په راتلونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د بګرام له اډې د احتمالي کارونې په تړاو څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دا چاره دوامداره کار ته اړتیا لري.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په دې اړه زیاته کړې: «که فرض کړو د امریکا او طالبانو ترمنځ د زندانیانو او یرغمل شویو مسئله حل شي، ښایي د دواړو لورو ترمنځ نورې هوکړې هم وشي. د وخت په تېرېدو سره، زه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د بګرام هوایي اډې په څېر امنیتي همکارۍ نشم ردولی. خو دا چاره دوامداره کار ته اړتیا لري.»
خو د سیاسي چارو ځینې شنونکی په دې باور دی چې د بګرام پوځي اډه له ځانګړي ستراتیژیک اهمیت څخه برخمنه ده او امریکا باید د خبرو له لارې له اسلامي امارت سره تعامل او عملي هوکړه وکړي. د سیاسي چارو شنونکی میاگل وثیق په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «داسې ښکاري چې واشنګټن غواړي خپلې موخې له اوسني افغان حکومت سره د خبرو اترو او هوکړو له لارې ترلاسه کړي، نه د زور له لارې، ځکه چې په اوسني وضعیت کې زور عملي نه دی. دا تعامل ممکن لنډمهاله ګټې ولري، خو دا نوې پیچلتیاوې او ستونزې هم رامنځته کوي. افغانستان د ډیری هېوادونو لپاره مهم دی، او ګاونډي هېوادونه لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان د متحده ایالاتو د اقداماتو پر وړاندې سخت غبرګون ښیې.»
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر اوسه د ټرمپ وروستي دریځ ته ځواب نه دی ورکړی، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی وو چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی سرتیری د منلو نه دی او دوحې د هوکړه لیک له مخې یو مهم بند یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل دي. هغه څه چې تر اوسه هم د حساسیت پارونکو موضوعاتو په توګه پاتې ده.