المرصاد: پر چینایي وګړو برید له افغانستانه بهر پلان او تنظیم شوی

آفاق خبري آژآنس؛ کابل: المرصاد رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت ځانګړوځواکونو د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې پر یو پټنځای عملیات کړي چې پر چینايي وګړو برید کې ښکیلا کسان پکې پټ وو.

د دغو عملیاتو په لړ کې یو تن له خپلې وسلې او نظامي وسایلو سره نیول شوی دی او سرچینې ټینګار کړې چې له یاد کس څخه د لومړنیو څیړنو په پایله کې روښانه شوې چې دغه برید له افغانستانه بهر پلان او تنظیم شوی وو.

د سیاسي چارو شنونکی سید هاشم جوادي بلخابي وایي:« له بده مرغه، په پاکستان کې غیرقانوني ډلې فعالیت کوي، او په دې وروستیو کې په دې هیواد کې داعش هم روزنه ترلاسه کوي. په وروستۍ پیښه کې، په بدخشان کې بریدونه چې د چینایي کارګرانو د وژل کېدو لامل شول ځینې عاملین یې چې ژوندي نیول شوي وو په دې بریدونو کې پر لاس لرلو یې اعتراف وکړ.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکي د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سرحد کې پر چینایي وګړو بریدونه د پاکستان په پلان تر سره شوي او موخه یې په افغانستان کې د نا امنۍ جوړول او د دغه هېواد د اقتصادي ګټو پرمخ وړل دي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وایي:«د پاکستان موخه دا ده چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د ملګري په توګه معرفي کړي. دوی غواړي چې په هیواد کې نا امني دوام ومومي ځکه چې د پاکستان اقتصاد د افغانستان له بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کوي. د همدې لپاره، یوه نوې جګړه طرحه کیږي او هڅې کیږي چې بدخشان لومړۍ نا امنه سیمه شي او هلته داعش ولیږدول شي. ځکه چې پاکستان هڅه کوي د واخان دهلیز پرې کړي او افغانستان له دې مهمې جغرافیایي لارې څخه بې برخې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی حمید الله مفید وايي:«ډیری ترهګرې او افراطي ډلې په پاکستان کې په ښوونځیو او کمپونو کې جوړیږي او فعالیت کوي. څه موده وروسته، له دې ډلو څخه ځینې یې له داعش سره یوځای شوې او د دوی د روزنې او عملیاتو لپاره یې د پاکستان خاوره وکاروله. دا شبکې نه یوازې د پاکستان لپاره، بلکې د ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او حتا روسیې لپاره هم ګواښ دی. د دې ډلو تر شا یو منظم جوړښت شتون لري چې روښانه مشرتابه او سیاسي اهداف لري، کوم چې د پاکستان په خاوره کې ساتل کیږي او اداره کیږي.»

تر دې وړاندې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په ختلان ولایت کې د دریو چینایي وګړو له وژل کېدو خبر ورکړی وو، چې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو بریدونو کې هم یو شمېر چینایانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *