آفاق خبري آژانس؛ کابل: سلامي امارت ته نږدې رسنۍ، المرصاد د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د داعش خراسان ډلې د ویاند سلطان عزیز عزام د نیول کیدو قضیه د داعش خراسان څانګې د خپل منځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
د دغه راپور له مخې، یو شمیر نفوذي څېرو چې خپل ځایګی یې له لاسه ورکړی وو د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره یې پاکستاني استخباراتو ته پناه وړې ده.
په راپور کې دغه راز راغلي، چې سلطان عزیز عزام د پاکستاني استخباراتو تر څار لاندې میلمستون کې د داعش ډلې له ناراضي غړو سره د نویو طرحو او هوکړو د څیړونو او په اړه یې د خبرو اترو په حال کې وو.
د سرچینې په وینا، پر ځینو مشخصو مسایلو د نظرونو د اختلاف په زیاتیدو سره دا مذاکرات په بنبست واوښتل او پایله کې یې د پاکستاني استخباراتو له لوري د سلطان عزیز عزام د نیول کیدو خبر ورکړل شو.
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وایي:« دا حقیقت دی، چې پاکستان د خپلو اصولو او تګلارو پر اساس د ترهګرۍ د ملاتړ مخینه لري او له دې ډلو د سیاسي، اقتصادي او نورو موخو لپاره په سیمهییزه او نړيواله کچه ګټه پورته کوي.»
شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان د ځینو کسانو د نیولو په اعلان سره هڅه کوي له لویدیځه امتیاز واخلي او سیاسي ګټه ترې پورته کړي، په داسې حال چې دا ډلې په پاکستان کې ځالې او فعالیتونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي:«داعش یوه له هغو ډلو ده، چې په افغانستان کې ځای نه لري، د سیمهییزو اهدافو لپاره د نیابتي ډلې په توګه کارول کېږي او مرکز یې په پاکستان کې دی. د داعش خراسان پخواني ویاند سلطان عزیز عزام او د دې ډلې د نورو مشرانو نیول کیدل، د امتیاز اخیستلو لپاره یوه هڅه ده او د پاکستان رژیم تل له دې ډول اقداماتو څخه له لویدیځه، په ځانګړې توګه له امریکا د امتیاز اخیستلو لپاره ګټه اخیستې ده.»
تر دې وړاندې د ملګري ملتونو پر بندیزو د څار کمیټې په خپل ۱۶ راپور کې ویلي، چې سلطان عزیز عزام د داعش خراسان ډلې ویاند او د رسنیو له بنسټګرو دی، چې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۶ د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
په دې راپور کې نوموړی د داعش ډلې یو له مهمو تبلیغاتی څیرو یاد شوی دی.
