آفاق خبري آژانس؛ کابل: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا په بهرني سیاست کې پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده. د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ وخت ناوخته له افغانستانه د امریکا وتل د جوبایډن دولت کمزوري بولي، خو دا ځل یې په ویرجینیا ایالت کې د امریکا بحري ځواکونو د۱۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته ویلي، چې امریکا کولی شوای په آسانۍ سره د افغانستان جګړه وګټي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړې: «موږ په اسانۍ سره بریالي کېدای شوای، خو سیاسي پرېکړه مو وکړه او ومو ویل چې په آرامۍ مخته لاړ شو. اوس موږ بریالي کېږو. موږ نور نه غواړو له سیاسي اړخه عمل وکړو او تاریخ به هېڅکله دا کار ونه کړي.»
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د بګرام هوایي اډې بېرته نیول سټراټیژیک ارزښت لري او خبرداری یې ورکړی، چې د دې اډې بېرته نه ترلاسه کېدل به، د افغانستان لپاره سختې پایلې ولري.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا له «سکای نیوز» سره مرکه کې د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ له لوري د فشار راوړلو اوازې رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان خلک به هېڅکله خپله خاوره د چا په واک کې ورنه کړي. ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې: «افغانان به هېڅکله په هېڅ ډول شرایطو کې خپله خاوره چاته ورنه کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي افغانستان کې د امریکا جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې د امریکایي جنرالانو او منسوبینو اعترافات، په حقیقت کې افغانستان کې د امریکا د ماتې ښکارندویي کوي.
د پوځي چارو شنونکی کامران امان بیا د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: ټرمپ داسې مهال د افغانستان په جګړه کې د بریا خبره کوي، چې تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ان تر دې چې خپله ډونالډ ټرمپ په افغانستان د ماتې په اړه اعتراف کړی او له افغانستانه وتل یې په نړۍواله کچه د امریکا لپاره تر ټولو شرموونکې پېښه بللې ده.
