آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف په ازبکستان کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال، افغانستان ته د ناټو احتمالي راګرځېدو خبرداری ورکړی او دا ګام یې د سیمې د ثبات لپاره ګواښ بللی دی.
ښاغلي لاوروف په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې، چې افغانستان ته د لوېدیځ د بېرته را ګرځېدو هڅې، هغه هم د مشورتي او امنیتي برنامو تر پوښښ لاندې کولی شي، د یوه بل بم چاودېدو ته زمینه برابره کړي او ښایي دا بم د تصور خلاف، ډېر ژر چاودنه وکړي.
سرګئي لاوروف په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «مهمه مسله دا ده، چې افغانستان ته د بېرته راګرځېدو هڅو ته، چې دا مهال تر پلان لاندې دي، باید اجازه ورنه کړو. دا چاره په هېڅ صورت د منلو نه ده. سره له دې چې دا ډول هڅې کېږي، خو باید اجازه ورنه کړو، چې ناټو یو ځل بیا په بېلابېلو پلمو، افغانستان کې خپل حضور تثبیت کړي.»
ښاغلي لاوروف د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د افغانستان په اړه سلا مشورو لپاره د لوېدیځ او ملګرو ملتونو له لوري «دوحې قالب» پیل ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی، چې روسیه په دې بهیر کې د رښتیني مشارکت په اړه ستونزه نه لري، خو په خبره یې، تر اوسه په دا ډول هڅو کې د لوېدیځ ملموس مشارکت نه دی لیدل شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې زیاته کړې: «لوېدیځ په فعاله توګه هڅې کوي، د افغانستان بیارغونې ته را وګرځي، هغه بیارغونه چې د ائتلافي ځواکونو له تېښتې او واک ته د اسلامي امارت رسېدو وروسته، له دې هېواده ووت. د ملګرو ملتونو له لارې یې د «دوحې قالب» تر نامه لاندې تازه هڅې پیل کړې او موخه یې هم د سیمې هېوادونو د رول مخنیوی دی. موږ په دې بهیر کې د لوېدیځ له مشارکت سره ستونزه نه لرو، خو په دې شرط چې دا مشارکت به رښتینی وي او تر شا به یې پټې موخې نه وي.»
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنو په آزادېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا شتمنۍ د افغانستان خلکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د هواري په برخه کې اړینې دي. هغه همداراز زیاته کړې، چې کابل کې اوسنی واکمن حکومت یو واقعیت دی او نړۍواله ټولنه باید له دې حکومت سره په واقعبینانه ډول تعامل وکړي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دا ډول اندېښنې بېځایه بللې وې او زیاته کړې یې وه، چې اسلامي امارت به هېڅکله هېچاته اجازه ورنه کړي، څو افغانستان کې یې یو پوځي شتون ولري.
اوس پوښتنه دا ده، چې افغانستان ته د ناټو راګرځېدو په اړه د لاوروف خبرداری د روسیې رښتینې اندېښنه بیانوي او که یا له لوېدیځ سره په سیمه کې ژیوپلیټیکي سیالي ده؟
د نړۍوالو چارو شنونکی توفیق تماس د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «اصلي مسئله دا ده، چې امریکایان هڅې کوي له وتلو وروسته هم په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي. دا چاره کولی شي مسکو د ژیوپلیټیکي او سیاسي جغرافیې له مخې اندېښمن کړي؛ ځکه منځنۍ آسیا ته د ناټو بېرته را ګرځېدل، د کرملېن له آنده په سیمه کې د روسیې لپاره د ګواښ په مانا دی.»
د نړۍوالو اړیکو شنونکی ویس ناصري بیا د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وویل: «روسان افغانستان کې د پرمختګونو او بدلونونو په اړه بېتفاوته نه دي او ښایي له چین، پاکستان، ایران او هند سره په ګډه د افغانستان په اړه جدي او حتا خطرناکې پرېکړې وکړي، څو په سیمه کې د امریکا بیاځلي حضور مخه ونیسي.»
د روسیې بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پر بهیر سختې نیوکې کړې او د بګرام هوایي اډې بېرته نیولو ادعاوې یې کړې دي.
روسیه ځکه د ناټو بېرته راګرځېدو په اړه اندېښمنه ده، چې اوس مهال په مرکزي آسیا کې ژیوپلیټیکي سیالۍ پراخې شوې، دا سیالۍ نه یوازې چې امنیتي اړخ لري، بلکې اقتصادي او سیاسي اړخونه یې هم د غور وړ دي. په همدې توګه روسیه په سیمه کې د یوه کليدي لوبغاړي په توګه هڅې کوي، څو د افغانستان راتلونکي په اړه غوښن رول ولوبوي او په سیمه کې د لوېدیځ د بیا حضور په تړاو د هر راز هڅو مخه ونیسي.