آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د افغانستان په وخت پرون شپه ناوخته د افغانستان وروستیو سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا ټینګار کړی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره باید یو هر اړخیز، همغږی او جوړښتلرونکی تعامل رامنځته شي.
اتونبایوا په دې غونډه کې ویلي، چې په دې تړاو چوکاټ د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د یوې ارزونې پر بنسټ چمتو او د امنیت شورا له لوري تایید شوی هم دی، چې موخه یې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت او د نړۍوالو قوانینو درناوی دی. مېرمن اتونبایوا همداراز زیاته کړې، چې دا بهیر د اوسني وضعیت د عادي ښودلو په مانا نه دی، بلکې د مانا لرونکو خبرو اترو پیل او نړۍوالو قوانینو ته د ژمنتیا په پار یو ګام دی.
افغانستان کې د یوناما مشرې زیاته کړې: «ملګري ملتونه هڅه کوي، د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د تعامل لپاره یو همغږی، منسجم او جامع چوکاټ جوړ کړي. د دې تعامل موخه داسې افغانستان دی، چې هم په کور د ننه او هم له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې وي، په بشپړ ډول نړۍوالې ټولنې سره ادغام او همداراز نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي. د ملګرو ملتونو وړاندیز شوې تګلاره، د افغانستان د خلکو ګټو په پام کې نیولو سره، د تعامل نوی فصل پرانیزي، چې پکې کاري ډلې او بېلابېل موضوعات شامل دي، خو دا تګلاره د اوسني حکومت د مشروعیت په مانا نه ده.»
روزا اتونبایوا د خپلو خبرو په دوام د دوحې ناستې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا ناسته د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او خصوصي سکتور پر وده تمرکز لري. هغې دا ډول ناستې د څو اړخیز تعامل بهیر چټکتیا او متقابل باور پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې دا ډول خبرې اترې او ناستې، نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته راګرځېدو ته زمینه برابروي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق بیا د بین الافغاني خبرو اترو د اسانتیاوو برابرولو لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې ده او په راتلونکو پرېکړو کې یې د ښځو، مدني ټولنې او ټولو سیاسي ډلو پر مشارکت ټینګار کړی دی. نصیر احمد فایق په دې غونډه کې ویلي: «د بین الافغاني خبرو اترو د همغږۍ لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکل او همداراز د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د نړۍوالو هڅو همغږي کول ضروري دي.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییوي مشرې ویلي، چې په راتلونکو پرېکړو کې د ښځو پر بشپړ مشارکت او همداراز د مېرمنو د حقونو د تحقق لپاره یې پر مالي سرچینو ټینګار کړی دی. سیما باحوس زیاته کړې: «امنیت شورا په ځلونو د افغانستان په اړه پرېکړو کې د مېرمنو پر مشارکت ټینګار کړی دی. دا چاره باید له طالبانو سره د تعامل، ځوابویوونکو اقداماتو او مالي ژمنتیاوو له لارې تحقق پیدا کړي. د ځنډ لپاره هېڅ پلمه نشته او له ټولو غواړو، چې افغان مېرمنو او نجونو ته د ژمنو تحقق په برخه کې پوره هڅه وکړي.»
په ورته وخت کې امنیت شورا کې د متحده ایالتونو استازې ویلي، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن سیاست د بیا ارزونې په حال کې دی. هغې ټینګار کړی، چې اوس مهال د امریکا لپاره لومړیتوب د امریکایي وګړو امنیت، د ترهګرۍ ګواښونو کموالی او د نیول شویو امریکایانو خوشي کېدل دي. دوروتي شی زیاته کړې: «د افغانستان په اړه د متحده ایالتونو سیاست د بیا ارزونې په حال کې دی، خو ولسمشر ټرمپ او وزیر روبیو ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد تمرکز محدود شوی دی. د امریکایي وګړو ساتنه، د ترهګرو ډلو د ګواښونو کمښت، د نیول شویو امریکایي وګړو د خلاصون تضمین دا مهال په افغانستان کې د امریکا لپاره مهم لومړیتوبونه دي.»
بلخوا په دې ناسته کې د روسیې او چین استازو د افغانستان له خلکو پر غیر سیاسي ملاتړ او له سرپرست حکومت سره پر رغنده خبرو اترو ټینګار کړی دی. د روسیې استازي ویلي، چې فشار د حل لار نه ده او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې سیمهییزې همکارۍ مهمې بللې دي. د چین استازي هم د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر محدودیتونو کمولو او د مرستو پر نه سیاسي کولو ټینګار کړی دی. د واسیلي نبنزیا په خبره: «مهمه ده، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د خلکو اړتیاوو په پام کې نیولو او ګټو په پام کې نه نیولو سره، د اوسني حکومت له مسوولینو سره رغنده خبرې اترې وکړي. له دې پرته هېڅ بله لار نشته، فشار او باج غوښتنه ستونزې نشي حلولی.»
ملګرو ملتونو کې د چین استازی گِنگ شوانگ بیا زیاته کړې ده: «موږ د ملګرو ملتونو د موزاییک له طرحې ملاتړ کوو او تمه لرو، چې ټول لوري منطقي چلند ولري او په عمل کوونکې روحیه دې موضوع ته پام وکړي. امنیت شورا باید ژر تر ژره د سفر معافیت صادر کړي، څو د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل اسانتیا برابره شي. همداراز بشري مرستې باید زیاتې شي.»
له دې سره هممهاله، امنیت شورا کې د ایران او پاکستان استازو بیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر رښتینې تعامل ټینګار کړی دی. د ایران استازي زیاته کړې، چې پر دغه هېواد د اسراییلي رژیم بریدونه، ښایي د دې لامل شي، چې ایران افغان کډوال وباسي او همداراز یې له سرپرست حکومته غوښتي، چې د داعش ډلې نفوذ د مخنیوي په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د پاکستان استازي هم د افغانستان اقتصادي ودې په برخه کې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی دی او له دغه هېواده یې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني په دې غونډه کې زیاته کړې: «د اسراییلي رژیم د بریدونو دوام په صورت کې، د افغان کډوالو له ایستلو پرته بله لار نه لرو، ځګه د امنیتي وضعیت له امله زموږ لپاره بل انتخاب نشته.»
د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم یادې غونډې ته په وینا کې ویلي: «پاکستان د سوکاله او آباد افغانستان غوښتونکی دی او له اوسني حکومت سره د نړۍوالې ټولنې له تعامل ملاتړ کوو. دا تعامل باید د روښانه موخو پر بنسټ وي، متقابل ګامونه اوچت او لار نقشه یې رښتینې وي او د افغانستان سیاسي او ټولنیز حساسیتونه په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست او د ملګرو ملتونو څوکۍ ته د اسلامي امارت له لوري نوماند سهیل شاهین غوښتنه کړې وه، چې یاده څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي او زیاته کړې یې وه، چې د تېرو څلورو کلونو په موده کې دا ډول ناستې نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د نړۍوالې ټولنې په زیان هم تمامې شوې دي.