اسلامی امارت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې وسله والې ډلې په افغان خاوره کې فعالیت کوي، او یو ځل بیا يې ټینګار کړی چې هېڅکله اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.
حمدالله فطرت د اسلامی امارت د ویاند مرستیال آفاق ته په دې تړاو داسې وايي “اسلامي امارت به هیڅکله د پاکستان پر ضد هیڅ ډول اقدام یا فعالیت ته اجازه ورنکړي. په پاکستان کې دننه امنیتي پیښې هیڅکله له افغانستان سره تړاو نلري؛ “دا د پاکستان خپلې ستونزې دي او دوی باید خپلې داخلي ستونزې په خپل هیواد کې حل کړي.”
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له سرپرست حکومته غوښتي، څو د وسلهوالو ډلو چې د هغه په باور د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې کار اخلي، مخه ونیسي.
شهباز شریف خبرداری ورکړی، چې د وسلهوالو له لوري تاوتریخوالی د سیمې امنیت ګواښي او ورته د منلو نه دی.
شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر «له بده مرغه د پاکستاني طالبانو تحریک او ځینې نورې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. دغو ډلو د پاکستان په خاوره کې بېګناه کسان په شهادت رسولي دي. دا قربانۍ به بې ځوابه پاتې نشي. افغانستان ته زما سپارښتنه دا ده، چې دا ترهګرې ډلې مهار کړي.»
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټنګار کړی، چې دوی په ځلونو له سرپرست حکومته غوښتي، څو د دوحې هوګړې پر بنسټ خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي؛ هغه هوکړه چې د هغه په خبره، موخه یې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی دی.
شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر «افغانستان زموږ ورور هېواد دی او موږ دوه ګاونډي هېوادونه یو. موږ باید د ښو ګاونډيانو په توګه ژوند وکړو. دا موږ پورې اړه لري، چې څنګه د یو بل ترڅنګ په مینه او صمیمیت ژوند وکړو. موږ په ځلونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي، چې د دوحې هوکړې پر بنسټ، هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخیستل شي.»
د پاکستان د دغو ادعاوو په دوام، ځینې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د کورنی امنیت په ټینګښت کې د اسلام آباد پاتې راتلل د دې لامل شوي، څو پر کابل ورته تورونه پورې کړي.
نجیب الرحمان شمال د نړۍوالو اړیکو شنونکی بیا په دې تړاو داسې لید لوری لري “پاکستان د خپلو داخلي ستونزو په حل کې پاتې راغلی، او دې ناکامیو هیواد له لویو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او حتی پوځي ننګونو سره مخ کړی دی.” “اوس هڅه کوي چې دا وضعیت په نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان، ملامت کړي.”
دا په داسې حال کې ده، وروستیو اونیو او میاشتو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې د ترینګلتیاوو نوي پړاو ته د ننه شوې دي. د دواړو هېوادونو د چارواکو توندې څرګندونې،