اسلام‌آباد کې جوړېدونکې غونډه؛ پاکستان د څه په لټه کې دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د جنوبي اسیا د سټراټیژیک ثبات انسټیټیوټ مشره ماریا سلطان له پاکستانۍ ډان ورځپاڼې سره مرکه کې، د اسلام‌آباد غونډه په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت په اړه د هڅو یوه برخه بللې ده. د دې ناستې تنظیموونکي وایي، چې دا غونډه د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د «اسلام‌آباد بهیر» تر نامه لاندې ترسره کېږي او پکې سیاسي شخصیتونه او د مدني ټولنې استازي ګډون کوي. د مېرمن ماریا په وینا، دا ناستې به راتلونکي کې هم دوام ولري او په نورو پړاوونو کې ښایي د اسلامي امارت چارواکو ته هم بلنه ورکړل شي.

د پاکستان د جنوبي اسیا د سټراټیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان زیاته کړې: «د دې ناستې اصلي موخه د سولې او ثبات په اړه بحث دی. همداراز دا ناسته افغانانو ته د دې فرصت برابروي، چې د خپل هېواد د وضعیت په اړه خبرې او ګډ دریځ غوره کړي. دا غونډه د افغانانو په مالکیت ترسره کېږي او د ټولنې بېلابېل اقشار به پکې حضور ولري. د دې ناستې په اړه باید هېڅوک اندېښنه ونه لري.»

پاکستانی خبریال طاهر خان آفاق خبري آژانس سره د دې غونډې په اړه وایي: «دا غونډه اسلامي امارت پر ضد نه ده او هېڅ سیاسي موخه نه لري. دا یوازې یوه خپلمنځي ناسته ده. همداراز له پاکستانیانو سره هم خبرې اترې کېږي. موږ په پاکستان او افغانستان کې د غیر رسمي او حکومتي ناستو شاهدان وو. دا هم د همغې پروسې یوه برخه ده.»

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان د دا ډول غونډو په جوړولو سره غواړي، پر اسلامي امارت فشار راوړي او په سیمه کې خپل رول مثبت او اغېزناک وښیي. د دوی په خبره، د اسلام‌آباد دا ډول اقدامات کولی شي د دواو هېوادونو ترمنځ باور فضاء زیانمنه او د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې غونډې په اړه وایي: «پاکستان د دا ډول غونډو په جوړولو سره هڅه کوي، پر اسلامي امارت فشار راوړي او نړۍوالو ته وښیي، چې په سیمه کې اغېزناک او فعال رول لري. خو دا اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضاء زیانمنوي او د سیمې ثبات ته هم زیان رسوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان له خپلو ځواکونو او اطلاعاتي شبکو په استفادې، هڅه کوي د افغانستان اوسني حکومت پر وړاندې فعالیت وکړي. دا کار د پاکستان په ګټه نه دی او په زیان یې تمامېږي او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کوي.»

تمه ده اسلام‌آباد د روانې اګسټ میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي. ویل کېږي چې دا غونډه به په بشپړ ډول د بندو دروازو تر شا ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *