آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان سنا مجلس د بهرنیو چارو دایمي کمېټې رییس عرفان صدیقي، له یوې غیر علني غونډې وروسته رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.
ښاغلي صدیقي همداراز نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د لوړپوړي پاکستاني پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د پاکستان سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې دایمي رییس زیاته کړې: «ځینې پرمختګونه شوي او نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د لوړپوړو پاکستاني پلاوو سفرونه پلان شوي دي، تمه ده د دوه اړخیزو خبرو اترو بهیر بېرته پیل شي.»
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې دایمي رییس د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې ویلي وو، چې سرپرست حکومت غواړي، له پاکستاني لوري سره ځینې ستونزې په لوړه کچه حل او ورباندې بحث وکړي.
ذبیح الله مجاهد آفاق سره خبرو کې زیاته کړې وه: «موږ غواړو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موضوعات په لوړه کچه مطرح شي. د پاکستان استازي چې دا ډول څرګندونې کوي، باید د پاکستان د ننه دوامداره اړیکې ولري. مهم ټکی دا دی، چې ګټورې خبرې اترې او عملي پرېکړې زیات ارزښت لري.»
اوس پوښتنه دا ده، چې په اوسنیو شرایطو کې چې د دغه سفر په اړه جزیات هم نه دي ورکړل شوي، آیا دا ډول ناستې پاستې به د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلتیاوو ته د پای ټکې کېږي؟
د نړۍوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وویل: «هیله من یو چې دا خبرې اترې په رسمي توګه په لوړه کچه پیل شي او که چیرې د نړۍوالو سازمانونو استازي په دې مذاکراتو کې حضور ولري، اغېز او باور به یې لا زیات شي.»
اخوا بیا پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج په دا ډول مذاکراتو کې د نړۍوالو ضمانتونو پر شتون ټینګار کوي او زیاتوي: «که اړیکې بیا جوړېږي او مذاکرات پیلېږي، باید نړۍوال ضمانتونه ورسره وي؛ ځکه پاکستان باندې باور نشته او پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ. افغانستان باید له پیاوړي دریځ سره خبرو اترو ته د ننه شي، څو لږ تر لږه وکولی شي پاکستان پر خپلو ژمنو عمل کولو ته مجبور کړي.»
له دې ورها خوا، تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا ادعا کړې وه، چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي او نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او له هغه ځایه د پاکستان پر وړاندې بریدونه کوي، هغه ادعا چې اسلامي امارت تل رد او بې بنسټه بللې ده.
سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ننګونې لا هم پر ځای دي، اوس به ولیدل شي چې آیا دا خبرې اترې او دوه اړخیز سفرونه به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې بدلون راولي کنه؟ هغه پوښتنه چې وخت به یې ځواب کړي.