پاکستان؛ د نورو د ګټو لپاره لوبیدلی خو له خپل راتلونکي نا خبره!

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم تر نقض او د اسلامي امارت له غچ اخیستونکو بریدونو وروسته پاکستان اړ شو چې د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب د اوربند او روان کړکیچ د هواري غوښتنه وکړي چې اسلامي امارت د یادو هېوادونو په غوښتنه اوربند ومانه او جګړه د ۴۸ ساعتونو لپاره بنده شوه.

پاکستان چې تل یې له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره د مکارۍ، چل او فریب له تګلارې په ګټنې خپلې موخې ترلاسه کړي یو ځل بیا آرام پاتې نشو او د تیر په شان یې دا ځل د کابل پر ځای پکتیکا کې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړل چې له امله یې د کرکټ د لوبغاړو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ او ځينې نور ټپیان شول.

د پاکستان دې اقدام او د اوربند ماتیدونکي خوځښت یو ځل بیا د اسلامي امارت غوسه را وپاروله او د دواړو لورو ترمنځ نښتو تر دې حده زور واخیست چې منځګړي هېوادونه په قطر کې د خبرو اترو او ستونزې د هواري غوښتونکي شول.

د اکتوبر په ۱۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شو او دواړو لورو ژمنه وکړه چې د یو بل پر وړاندې له دښمنانه تګلارې به لاس پر سر کیږي او د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا او هوایي حریم ته به پوره درناوی کوي.

د همدې میاشتې په ۲۵ نېټه د دواړو لورو ترمنځ د ترکیې په ستانبول ښار کې دویم پړاو خبرې وشوې چې د یادو خبرو په لړ کې افغان لوري پاکستاني لوري ته یوه وروستۍ او نهايي مسوده ور وسپارله او په یاده مسوده کې یې پاکستاني لوري ته خپل څرګند دریځ په څو ټکو کې داسې بیان کړی وو:

۱- داعش او د افغانستان د امنیت نور دښمنان به موږ ته سپارئ.

۲- د افغانستان حریم به نه نقضوئ.

۳- ستاسې کورنۍ ستونزې به تاسې خپله حل کوئ.

۴- د ټی ټي پی ستونزه د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

۵- پاکستان باید د افغانستان خپلواکي ومني.

دا په داسې حال کې دي چې پاکستانی پلاوی له افغان لوري سره په ستانبول کې د ترینګلتیاوو د حل او ستونزو د پای ته رسیدو لپاره پر خبرو بوخت دی خو دفاع وزیر یې خواجه محمد آصف په همدې بهیر کې پاکستاني خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان سره د جګړې ګوت څنډنه او ګواښ کوي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، که د ستانبول خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسیږي له افغانستان سره به مخامخ جګړه پیل کړي، هغه جګړه چې د شنونکو په باور پیل به یې په سیمه کې د نوي اور پر لګیدو د تیلو شیندل وي. که څه هم پاکستان ته دا مهمه نه ده چې د دې جګړې زیان به ډیر چاته رسیږي، ځکه یاد هېواد له پیدایښته تر ننه په سیمه کې د استخباراتي جګړو د پروژو پلي کوونکی هېواد دی او تل یې په سمیه کې ناورینونو او شخړو ته په لمن وهلو سره ځان چاغ کړی دی.

د شنونکو په باور نور نړۍ د پاکستان پر دوه مخیتوب پوهیدلې او افغانان به هم نور هیڅکله د دغه هېواد د شومو موخو لپاره د دوی پر مکارۍ تیر نه وځي او پاکستان به دا ځل د هر ډول حرکت په کولو سره ټوټه ټوټه کیږي او نور به له سیمې څخه دا سرطاني دانه د تل لپاره ورکیږي.

د دوی په باور پاکستان تل په افغانستان کې د یو قوي او متمرکز حکومت د جوړیدو پر وړاندې مخربانه هڅې کړي او هیڅکله هم دا نه غواړي چې ترڅنګ یې پر ځان بسیا او د یو قوي نظام درلودونکی هېواد شتون ولري، ځکه د پاکستان بقا د ګاونډیانو په ځانګړې توګه افغانستان په بربادۍ کې ده.

که څه هم اسلامي امارت نه یوازې له ګاونډیانو بلکې نړۍ سره د ښو اړیکو او ښو تعاملاتو د لرلو غوښتنه کړې خو داسې ښکاري چې دلته نور د پاکستان د لاسوهنې لاسونه لنډ شوي او همدا د لاسونو لنډون لامل شوی چې د اوسني واکمن نظام پر وړاندې بیلابیلې بې بنسټه ادعاوې او پروپاګندواې خپرې کړي، خو له نیکمرغه اوس هم نړیوال او هم افغان ولس د پاکستان پر مکارۍ پوهیدلي او پاکستان هم باید همدې مسایلو ته په پام خپله تګلاره بدله او د یو ښه او ریښتیني ګاونډي په توګه د مثبتې همکارۍ تګلاره غوره کړي.

یوه جالبه خبره چې پاکستان حتا پر ځان عریضه کوي او له ورایه دا څرګندوي چې د اوسني وضعیت ریښه یې کورنۍ ده خو د پړې ګوته ګاونډیانو په ځانګړې توګه افغانستان ته نیسي دا ده چې، دا هېواد پخپله په پاکستان کې فعالو وسله والو ته د دې خاورې د وګړو القاب کاروي، د بېلګې په توګه « تحریک طالبان پاکستان» يا «بلوچ فریکشنز» «بلوچ لېبرېشن آرمي» یا د فلاني «پاکستاني ډله.»

ښه اوس که د دوی له هغه پروژه یي اړخ ورتېر شو، دوی چې خپله اعتراف کوي خپل ولسونه یې ورته وسله په لاس ولاړ دي او دوی یې مخه نشي نیولای نو ولې ګاونډیان ګرم بولي؟ په ورته مهال، پاکستان په ټولو ګاونډیانو تورونه پورې کوي. خو برعکس افغانستان بیا تل دا هڅه کړې چې خپل مسایل پخپله حل کړي.

اوس بنسټیزه پوښتنه دا ده چې پنجاب به ترڅو په دې ډول افشا شویو کارتونو قیمار وهي؟

سره له دې چې د سیاسي چارو شنونکو هم دا موضوع په ځلونو یاده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان نور لویدلی او د خپلو کورنیو ستونزو بار یې دومره ورباندې تورند شوی چې د سیلاب اخیستي په شان ځګ ته هم لاس اچوي خو فکر کوم نور د خپلو ناکامو تګلارو د پلي کولو لپاره کارتونه نه لري او نه یې شړېدلې نسخې درد دوا کولی شي.

پایله:

وروستیو حالاتو ته په کتو، داسې ښکاري چې پاکستان د خبرو اترو د مېز تر شا هسې ناست دی او جنګ ته پلمې جوړوي.

افغانستان ښايي دا ځل د یوې لنډې مودې لپاره پرته له دې چې وغواړي یوې بلې جګړې ته ننوځي. د خبرو اترو په لړ کې د جګړې یادونه او وار له مخې د سولې په اړه د مایوسۍ مانور ښيي چې د پنجاب ارادې ناوړه دي.

اسلام اباد او د پاکستان نظامي څانګه د ټرمپ د نوبل جایزې لپاره جګړه پیلوي او د لڼد مهالي امتیاز لپاره خطرناک انتخاب کاروي. لازمي ده چې ټول اړخونه، په ځانګړې توګه ولس، ذهناً چمتو وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *