پاکستان د غربیانو چوکیدار؛ خواجه آصف ته د پاکستانيانو پېغورونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په لړ کې، یو شمېر پاکستاني چارواکو، دیني عالمانو او د سیاسي چارو شنونکو د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد پر تګلاره سختې نیوکې کړې دي او د دغه هېواد پوځ یې د ستونزو کابو کولو او همداراز ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پاتې بللی دی. د خیبر پښتوخوا صوبایي وزیر ډاکټر امجد علي په یوه کنفرانس کې د پاکستان ۷۰۰ زریز پوځ کړنې تر پوښتنې لاندې راوستې او په بې‌کفایتۍ یې تورن کړی دی.

ډاکټر امجد علي په دې تړاو زیاته کړې: «ستونزه به په موږ کې وي، موږ به د چا په پالیسو کې بېځایه مداخلې کوو، نورو هېوادونو سره ولې پولو کې ستونز نه لرو؟ موږ ۷۰۰ زره پوځ لرو، نو که ترهګر له افغانستانه را اوړي، ولې یې مخه نه نیول کېږي. افغانستان هېڅکله په خپل تاریخ کې په چا یرغل نه دی کړی او کوم پاکستاني چارواکي چې په درېیو – څلورو ساعتونو کې افغانستان له خاورو سره خاورې کوو، د انګریزانو، روسانو او امریکایانو ماتو او ناکامیو ته دې وګوري.»

خواجه آصف نه سیاسي لیدلوری لري او نه د مشرۍ وړتیا

یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو، سیاستوالو، دیني عالمانو او د چارو شنونکو بیا

پاکستانی حقوق‌پوه او د سنا جرګې پخوانی رییس اعتزاز احسن زیاته کړې: «د خواجه آصف څرګندونو د افغانستان او پاکستان اړیکې له بن‌بست سره مخ کړې. د هغه څرګندونو نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړې، بلکې احتمالي مذاکرات یې هم ګډوډ کړل.»

په ورته وخت کې د پاکستان جماعت اسلام ګوند پخواني مشر سراج‌الحق هم د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ننګولی او هغه ته یې د پېغور په بڼه ویلي، چې د افغانستان ګواښلو پر ځای دې کشمیر د هند له ولکې آزاد کړي. سراج‌الحق په دې اړه زیاته کړې: «خواجه آصف ته وایم که رښتیا هم دومره زړور وې، نو د افغانستان د ګواښلو پر ځای، ورشه له هند کشمیر آزاد کړه.»

پاکستان د امریکا او غربیانو غدار – جنایت‌کار چوکیدار دی

د پاکستان حکومت پر تګلارو نه یوازې پاکستاني شنونکي او دیني عالمان نیوکې کوي، بلکې افغان شنونکي هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني حکومت پر تګلارو نیوکه لري. د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې، پاکستان د غربیانو چوکیدار بولي او په خبره یې، پاکستان یو خپلواک هېواد نه دی، بلکې په سیمه کې د یرغلګرو هېوادونو د سیاسي اهدافو لپاره جوړه شوې پروژه ده.

د سیاسي چارو نور افغان شنونکي د پاکستاني علماوو، سیاسي شنونکو او ځینو سیاستوالو څرګندونو ته په اشارې وایي، چې د افغانستان او پاکستان خلک ګڼ فرهنګي، دیني، قومي او ژبني مشترکات لري او په خبره یې، خلک یو بل سره ستونزې نه لري، بلکې دا د پاکستان حکومت دی چې د خپلو خلکو غوښتنې نه درک کوي. د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوی: «خلک یو بل سره ستونزې نه لري، خلک غواړي یو بل سره په اړیکه او د یو بل له حال خبر واوسي. دولتونه باید د خلکو غوښتنې درک کړي، د هغوی غوښتنو ته درناوی ولري او همداراز د غوښتنو مطابق یې خپل بهرنی سیاست عیار کړي.»

پایله او راټولونه

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان عام ولس، ځینې سیاسیون، دیني عالمان او مطرح څېرې د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد پر سیاستونو نیوکې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته نیوکې او اندېښنې څرګندې کړې دي. د دې ترڅنګ اسلامي امارت، افغان سیاسونو او عامو خلکو هم تل د پاکستان د ولس او خلکو ښېګڼې یادې کړې او د هغوی د خدمتونو قدراني یې کړې ده. له دې ښکاري، چې د پاکستان او افغانستان خلک هېڅکله له یو بل سره ستونزې نه لري او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو په اوږدو کې ډېر شمېر کورنیو یو بل سره خپلوۍ کړې، خو اصلي ستونزه د پاکستان حکومت، په ځانګړي ډول د دغه هېواد پوځ دی. پاکستاني پوځ د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ته د دښمنۍ لاس اوږد کړی او له تېرو پنځو لسیزو یې د افغانستان په نامه له لوېدیځ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پروژې اخیستې او ان تر دې چې دغه پوځ د ترهګرۍ ځپلو په پلمه او د خپلو غدارانو د ګټو خوندیتوب لپاره په خیبرپښتونخوا کې لسګونه زره بې‌ګناه ماشومان، ښځې او سړي له منځه وړي دي.

وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو ژوروالی هم د پاکستاني پوځ د پروژوي پالیسیو یوه برخه ده. واشنګټن ته د عاصم منیر له سفر وروسته، د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد په تګلاره کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی او هره شېبه یې د پلمو په تراشلو سره هڅه کوله، د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر اسلامي امارت واچوي او له کابل یې تمه درلوده، چې د اسلام‌آباد، راولپنډۍ او پنجاب امنیت ورته ټینګ کړي. پاکستان دا ځل د سیمې په کچه د لوېدیځ د ګټو پروژه اخیستې او له همدې امله غواړي افغانستان سره د ستونزو په ژوروالي، سیمه بې‌ثباته او د لوېدیځ په ځانګړي ډول د امریکا ګټې خوندي کړي. سره له دې چې د سیمې ډېری هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، چین او ایران د پاکستان د دې پروژې له عواقبو آګاه دي، خو دا چې د مخنیوي په پار به یې ګوم ګامونه اوچت کړي، هغه څه دي چې د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *