آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلنو کمعمره ځوانانو لوبډله په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ځوانانو اتلولۍ له ګټلو وروسته په هېواد کې له لویدیځ تر ختیځه او له شمال تر سویله له تود هرکلي سره مخ شوه. په دې لوبو کې افغان لوبډلې د ازبیکستان، چین، بحرین، تایلینډ او په پای کې د ایران په څېر پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړه او د فوټسال په نړۍ کې یې د افغانستان په نوم نوی تاریخ ثبت کړ.
د فوتسال کمعمره ملي لوبډلې غړي له کابل وروسته لویې پکتیا ته غوښتل شوي وو او د پکتیا او خوست ولسونه یې له قومي، نژادي، ژبني او مذهبي توپیر پرته د هڅونې او ملاتړ په موخه سړکونو او واټونو ته رواتلي وو. د فوټسال د کم عمره اتلانو ښه راغلاست او په خوست او ګردیز ښارونو کې یې د اتلولۍ لپاره میلمهپالنه بې سارې وې. د لویې پکتیا خلکو او ولسونو دا وښوده چې، دوی یوالي، ګډو ویاړونو او ملي ارزښتونو ته لکه د افغانستان د نورو ولسونو او ولایتونو په څیر ژمن دي او تل د نورو برخو تر څنګ په لوبه کې هم د خپلو قومونو او خلکو تر څنګ ولاړ دي.
د افغانستان د کرکټ او فوټسال ملي لوبډلو بریاوو پر مهال د ټول ولس ګډې خوشحالۍ دا ښکاره کړه چې ورزش د ملي یووالي یوه ژوندي نښه ده.
ورزش د یوه هېواد د بیلابیلو قومونو، ژبو او مذهبونو خلک تر یوه بیرغ او نوم لاندي سره راټولوي او دا ښیي چې دوی یو واحد ملت دی او ددې واحدو ملتونو ماتول نږدې په هر ډګر کې تقریبا ناممکن دي او دا یوالی افغانانو په هر ډګر کې نړۍ ته ښودلې دی. کله چې دوی یو شوي دښمن او رقیب یې له بې مثاله یوالي او ژمنتیا ویریدلی او له ماتې سره مخ شوی.
دا ځل د افغانستان فوټسال، له دې وړاندې د کرکټ، فوټبال، فري فایټ، واليبال، تکواندو، آس ځغلونې، رګبي، پهلوانۍ او نورو ډیرو هغو برخو اتلان چې د افغانستان په نوم، یو بیرغ لاندې لوبه کوي، خپل ملت او بیا د نړۍ خلکو ته ښودلې، چې دوی څه کولای شي او څه تر لاسه کولای شي؟
د افغانستان د هر ورزش لوبډلې له پیله بیا تر اوسه له هغو ځوانانو جوړې دي، چې هغوی د ولس له منځه رواتلي او تل یې د افغانستان حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړی، هغه چې د هر افغان ترې تمه ده. دغو لوبغاړو او اتلانو هیڅکله خپل خلک نه دي ناهیلې کړي، سمه ده چې لوبې به ماتې او بریاوې لري او یوه لوبډله به د لوبې له ډګره بریالۍ راووځي؛ خو هغه څه چې موږ افغانانو ته ډیر مهم دي هغه په هر ډګر او میدان ملي ارزښتونو او ولسونو ته پوره ریښتنولي او ژمنیا ده. ځکه خو د هر ورزش مینوال چې کله د افغانستان د بریا واوري؛ نو له هر څه لرې ، یوازې د ویاړ او ملي یوالي احساس کوي؛ هغه احساس چې له هر څه سپیڅلی دی.
هماغه پاک او سپیڅلی احساس د وطن مینه ده، چې له کندهار تر ننګرهاره، له بلخ تر هراته، او له خوست تر بدخشانه یې خلک په یو ټغر سره راټول کړي او په ګډه د وطن بریا او خوښي نمانځي.
تاریخ شاهد دی، چې په سختو ورځو کې د افغانستان ټول قومونه او ولسونه سره یو دي او تل یې په ګډه له خپل هر ارزښت څخه په میړانه دفاع کړې ده.
د افغانستان د فوټسال کم عمره ځوانانو او نور برخو لوبغاړو تل د ګډ ملي هویت جوړولو، د ټولنیزو توپیرونو راکمولو، د سولې او زغم کلتور پیاوړتیا، د هېواد نړیوال کیدو، ګډ ویاړ او یووالی لپاره د خپل ورزش له لارې شپه او ورځ خوله تویه کړې او لا هڅه کوي، څو له دې لارې ولسونه یو بل ته نږدې او نړۍ ته د خپل یوالي او میړانې ښه بیلګه وړاندې کړي. د دغو لوبغاړو هڅې د هېواد او خلکو له سترګو پټ نه دي، دوی یې څاري، زغمي، هڅوي یې، لارښوونه ورته کوي، ملاتړ یې کوي او دې ته یې چمتو کوي څو راتلونکې کې یو ځل بیا د افغانانو هغه ډول استازولي وکړي لکه څنګه چې د هر افغان تمه ده.
تمه ده چې له خوست او لویې پکتیا وروسته په ټول هېواد کې افغان ولس د خپلو ځواناوو هڅونې او ویاړ لپاره جشنونه ونیسي او دا ځوانان چې له توکمیزو، ژبنیو، قومي، سمتي او مذهبي توپیرونو پرته، په یو ملي احساس او لیدلوري د افغانانو استازولي کوي وهڅوي او دا احساس ورکړي چې ولس یې تر شاه ولاړ دی او دوی د ملي وحدت او یوالي ریښتیني سمبولونه دي.
