د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند هوکړه؛ پر پاکستان څومره باور کیدای شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او پاکستان لوړپوړو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو د پای ته رسېدو په موخه د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دواړو لورو په دې هوکړه لیک کې د سولې، متقابل درناوي، ګاونډیتوب ښو اړیکو ته پر ژمنتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې دواړه خواوې به د هر ډول خصمانه او دښمنانه اقدماتو له ترسره کېدو ډده کوي او پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو، د یو بل پر تاسیساتو به بریدونه نه کوي، هیڅ لوری به د پاکستان دولت ضد فعالو ډلو ملاتړ هم نه کوي او دواړه هېوادونه به د یو بل حریم ته درناوی کوي.

له یادې هوکړې وروسته د کوربه قطر په ګډون ایران، چین، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر بیړني اوربند هوکړه د دواړو هېوادونو په پولو کې د ترینګلتیاوو د کابو کولو، د خبرو اترو د اخلاقو او په سیمه کې د سولې ټينګښت په برخه کې مهم ګام وباله او دا هوکړه په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شوه.

سره له دې چې جګړه پاکستاني لوري په دې ادعا سره د افغانستان د هوایي حریم په نقض کېدو سره پیل کړه چې په وینا یې، کابل کې یې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مشر نورولي محسود موخه ګرځولی، خو له یادې پېښې څو ساعته وروسته نورولي محسود د یو غږیز پیغام په خپرولو سره تایید کړه چې ژوندی او په پاکستان کې دی.

پاکستان په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ را وروسته په ځلونو تور لګولی چې د پاکستان ضد وسله وال په ځانګړې توګه ټي ټي پي له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي، هغه ادعا چې اسلامي امارت تل رد کړې او پاکستان هم هیڅکله د یادې ادعا د اثبات لپاره داسې اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي چې نړۍ دې اسلامي امارت ته د ملامتیا ګوته ونیسي.

د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم تر نقض وروسته اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځیانو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل چې له امله یې پاکستاني لوري ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل، دا جګړه چې څو ورځې یې دوام وکړ د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب او غوښتنه ودرول شوه او د دواړو لورو ترمنځ پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وشوه، خو پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په پکتیکا کې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه وکړل چې له اوربند څخه د سرغړونې ترڅنګ د پاکستاني پوځ د دغو بریدونو له امله د کرکټ لوبغاړو په ګډون لسګونه ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه نور ټپیان شول.

له یادې پېښې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو یو ځل بیا پر پاکستاني پوځیانو پیاوړي بریدونه وکړل چې له یوې ورځې وروسته پاکستان بیا د اوربند غږ وکړ او د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو او استخباراتو د رییسانو په ګډون لوړپوړي چارواکي د خبرو اترو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړل او بلاخره یې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه.

خو اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان تاریخ او د افغانستان پر وړاندې تګلارې ته په پام څومره ډاډ شته چې یو ځل بیا دې اسلام آباد دې د افغانستان پر هوایي او ځمکني حریم د برید ترڅنګ د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ او نا امنۍ د خپریدو ادعاوې نه کوي؟

پاکستان چې وروستیو کې پر افغانستان ترهګرو ډلو ته د پتڼځای پر ورکړې او نشه يي توکو د کښت او تولید تور لګوي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې ویلي چې افغانستان کې د نشه يي توکو کرکیله، تولید او قاچاق نږدې صفر ته را ټیټ شوی، برټانوۍ ورځپاڼې ټیلګراف وروستیو کې راپور ورکړ چې پاکستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید لوړې کچې ته رسیدلی او پر هغو شننو او باورونو تایید مهر وهل شوی چې پاکستان د تل په څیر په سیمه کې د بې ثباتۍ او جګړو د دوام لپاره په خپله خاوره کې ترهګرې ډلې روزلي او اوس د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق په برخه کې هم مخکښ دی.

د پاکستان له بې ځایه ادعاوو سره سره د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو له افغان خاورې د ترهګرۍ او نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پیښېدو په تړاو ډاډ ورکړی او د پاکستان اوسنی وضعیت یې د پاکستان د ناکامو تګلارو پایله او د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ګڼلې ده، چې او په وینا یې د حل کیلي یې په پاکستان کې ده.

د سیاسي او نړیوالو چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې پاکستان له تیرو ۵۰ کلونو راهیسې په خپل ګاونډ کې د افغانستان په نوم یو با ثباته، سوله ییز، د پیاوړي نظام درلودونکی او یو پرمختللی هېواد نشي زغملی او تل یې له خپلو مکارو پالیسو په ګټنې د افغانستان نظامونه له سرخوږي سره مخ کړي او اساسي موخه یې په ځانګړې توګه اوسنیو شرایطو کې دا ده چې د افغانستان په بهرنۍ او کورنۍ ستراتیژي کې غوښنه ونډه ولري، خو اسلامي امارت ویلي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هیڅکله به په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې چا ته د مداخلې یا لاسوهنې اجازه ورنکړي.

په پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیت له آفاق خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وایي پاکستان په وروستیو بریدونو او د افغانستان د هوايي او ځمکني حریم په نقض سره غوښتل چې په سیمه کې د لویدیځ مداخلې ته زمینه برابره کړي چې، په وینا یې دا چاره به د سیمې بې ثباتۍ او په سیمه کې د ناخوالو د خپرېدو لامل شي. د نوموړي په باور پاکستان د تیر په شان یو ځل بیا په سیمه کې د نویو جګړه ییزو پروژو د اخیستلو او پلي کېدو لپاره د امریکا او لویدیځ ګریوان ته لاس اچولی.

د شنونکو په اند که پاکستان خپله دغه تګلاره بدله نه کړي او له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیانو سره د لاسوهنې پالیسي ته دوام ورکړي، دغه هېواد به نه یوازې امنیت او ثبات ته ونه ورسیږي بلکې ټوټه ټوټه به شي.

اوس ولیدل شي چې پاکستان به دا ځل څومره په خپلو ژمنو ودریږي او په سیمه کې د بې ثباتۍ له سیاسته په لاس اخیستو سره به د ګاونډیتوب اصل ته په درناوي له خپلو مخربو تګلارو راوګرځي؟

پایله:

پاکستان د یوې ناکامې ادعا له مخې د افغانستان هوایي حریم نقض کړ او په بیلابیلو ولایتونو کې ملکي اهداف موخه وګرځول چې له یادو پېښو وروسته اسلامي امارت غچ اخیستونکی عملیات پیل کړل او پاکستانی لوری یې دې ته اړ کړ چې د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب سره د اوربند او جګړې د دریدو غوښتنه وکړي، بلاخره د دواړو خواوو ترمنځ له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته د قطر په منځګړيتوب په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان لوړپوړي چارواکي سره جرګه شول او د اوربند هوکړه یې لاسلیک کړه او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د سولې، متقابل درناوي او ګاونډيتوب اصول رعایت او له هر ډول خصمانه کړنو به ډډه کوي؛ امنیتي او ملکي تاسيساتو باندې به بریدونه نه کوي او د یو بل پر ضد د فعالو ډلو ملاتړ به نه کوي. دا هوکړه د قطر، ايران، چين، سعودي او نورو هېوادونو له خوا د سيمې د ثبات لپاره مهم ګام وګڼل شوه او په کوردننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شوه. خو له دې ټولو سره سره د پاکستان دومخې پالیسۍ ته په پام شنونکي وايي که دغه هېواد خپله تګلاره بدله نکړي او د ګاونډيو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه جاري وساتي، نو نه يوازې به ثبات ته ونه رسیږي، بلکې دا هېواد به ټوټه ټوټه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *