د نظام بدلون زمزمې؛ د پاکستان د لاس‌وهنو زمانه پای‌ته رسېدلې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان حکومتي چارواکو، پوځ ته ژمنو مبصرینو او د دغه هېواد ژورنالېستانو په نظامي، ډیپلوماټیک او سوداګریزو ډګرونو کې تر ماتې وروسته، اوس د افغانستان پر وړاندې ګرمه تبلیغاتي جګړه پیل کړې او هر یو یې افغانستان کې د نظام بدلون سندرې زمزمه کوي. پاکستاني چارواکو د دغه هېواد په ۷۰ کلن تاریخ کې وخت ناوخته د افغانستان او هند پر وړاندې له ورته تاکتیکونو استفاده کړې؛ څو له یوې خوا پر خپلو ناکامیو پرده واچوي او له بلې خوا نړۍوالې ټولنې ته داسې وښیي، چې دوی د ترهګرۍ قرباني او د دې پدیدې پر وړاندې لومړۍ کرښه کې قرار لري او په دې توګه له لوېدیځ د ځان تغذیې او خپلو خلکو د وژلو بله پروژه واخلي.

د تېر حکومت پر مهال د ننګرهار والي او د پخواني ولسمشر ستر سلاکار ضیا‌ءالحق امرخېل، افغانستان کې د نظام بدلون په اړه د پاکستاني چارواکو، مبصرینو او ژورنالېستانو وروستیو بحثونو ته په اشارې ویلي، چې پاکستان له کلونو راهیسې دا منطق کاروي او په خبره یې تل یې هڅه کړې افغانستان کې نظامونه تخریب کړي. د هغه په وینا، نور د پاکستان د دې ډول لاس‌وهنو زمانه پای‌ته رسېدلې او یوازې خپل ځانونه ستړي کوي. ښاغلي امرخېل پر خپل ایکس‌پاڼه زیاته کړې: «دوی دا عجیبه منطق له کلونو راهیسې کاروي او تل یې هڅه کړې چې افغانستان کې نظامونه تخریب او بدل کړي. خو داسې ښکاري چې نور د دوی د دې ډول لاسوهنو زمانه پای ته رسېدلې او یوازې خپل ځان ستړي کوي. افغانان دې پایلې ته رسېدلي چې هر هغه شخص یا ډله چې د پاکستان ملاتړ ولري، د ولس له نظره مردود او په ټولنه کې منفور دی.»

ضیا‌ءالحق امرخېل د پاکستان حکومتي چارواکو دا ډول تبلیغات د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس‌وهنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې «ټي‌ټي‌پي» د پاکستاني حکومت د بې عدالیتو او ظلمونو پر وړاندې سر راپورته کړی دی. د پخواني حکومت دغه چارواکي د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «په ګاونډي هېواد کې له حکومتي چارواکو نیولې تر ژورنالیستانو پورې، ټول په افغانستان کې د نظام د بدلون پر بحثونو بوخت دي؛ خو دا ورته زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او ښکاره لاس‌وهنه نه ښکاري. مګر کله چې موضوع ټي ټي پي ته ورسېږي ـ هغه ډله چې د همدې هېواد د پوځ د ظلمونو، بې‌عدالتیو او په پرله‌پسې ډول د پښتنو د سیمو د محرومیت په نتیجه کې را زېږېدلې ـ نو بیا یې د افغانستان د مداخلې ادعاوې پیل کېږي»

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، کابل ته د پاکستاني چارواکو تګ – راتګ خورا زیات و او پرته له دې چې د افغانانو نبض مطالعه کړي، هڅه یې کوله نړۍوالې ټولنې ته داسې وښیي، چې ګواکې دوی پر اسلامي امارت بشپړ نفوذ لري او ان تر دې چې وخت ناوخته به یې د افغانستان په استازیتوب پر نړۍوالو سټېجونو ویناوې کولې. پاکستان فکر کاوه، چې افغانستان نور یو بې‌سرپوښه دېګ دی او د پوښتنې څوک نه‌لري؛ خو د وخت په تېرېدو سره د اسلامي امارت غوڅ دریځ پاکستان ته روښانه کړه، چې افغانستان بې‌سرپوښه دېګ نه بلکې د یوه مقتدر او خپلواک نظام خاوند هېواد دی.

پاکستان غوښتل د اسلامي امارت له حاکمیت په استفادې د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي، خو نه یوازې چې استفاده یې ونشوای کړی، بلکې د اسلامي امارت پر وړاندې یې په پوځي، سیاسي، ډيپلوماټیک او سوداګریزو ډګرونو کې هم سختې ماتې تجربه کړې. د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په لړ کې، اسلامي امارت پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون اعلان او د بدیلو لارو موندلو هڅې یې چټکې کړې دي؛ پاکستان چې اوس  په سوداګریز ډګر کې هم له سختې ماتې سره مخ دی، نو د افغانستان پر وړاندې یې تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې ده؛ کله د مبصرینو ګردي مېزونه جوړوي، کله د اسلامي امارت د مخالفو ډلو د فعالیت پراخېدو زمزمې کوي او کله هم اسلام‌آباد کې د تش په نامه جبهو ناستې جوړوي.

د سیاسي چارو شنونکي هم مني، چې پاکستان له اقتصادي اړخه سخت کمزوری شوی او په سیاسي لحاظ هم له انزوا سره مخامخ دی؛ دوی ټینګار کوي، چې پاکستان دې افغانستان سره صادقانه او منطقي سیاسي خبرو اترو ته را وړاندې شي. د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه زیاتوي: «فکر کوم پاکستان هم په اقتصادي لحاظ کمزوری شوی او هم له سیاسي اړخه د انزوا په حالت کې دی او له څلورو خواوو هېوادونه له پاکستان سره سوداګري نه کوي، نو اړتیا ده پاکستان افغانستان سره صادقانه منطقي خبرو ته را مخکې شي.»

پایله

پاکستان او نړۍ ته جوته شوې، چې د افغانانو پر وړاندې د زور فشار نتیجه نه ورکوي او غوره به دا وي، چې افغانانو ته د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ لاس اوږد او د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته په پوره درناوي، افغان حکومت سره مثبت تعامل ته را وړاندې شي. پاکستان باید درک کړي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې پوځي، اقتصادي او رواني فشارونه پایله نه‌لري او نه هم کوم څه ترلاسه کولی شي، بلکې دا ډول پالیسي په اوږدمهال کې د پاکستان لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لرلی شي.

که پاکستان دا فکر کوي، چې د اسلامي امارت مخالفو ډلو ته په تبلیغاتو سره به یو ځل بیا افغانستان کې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره او له دې لارې به خپلو موخو ته ورسېږي، نو لویه تېروتنه کوي؛ ځکه افغان ولس نور له جګړو کرکه کوي او په هېڅ صورت په کور د ننه د جګړو غوښتونکی نه دی. د دې ترڅنګ افغانستان اوس د یوه خپلواک او پیاوړی مرکزي نظام خاوند دی؛ هغه نظام چې د ولس بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري او توانېدلی په ټول افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ او د دا/عش په څېر د ځینو ډلو فعالیتونه په نطفه کې خنثی او دې ته اړې کړي، چې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان ته پناه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *