آفاق خبري آژانس؛ کابل: د خراسان ډایري په نوم یوې انلاین رسنۍ د افغانستان او پاکستان وروستیو نښتو، په پاکستان کې د ټي ټي پي او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي دریځ په اړه (د نري یخ پر سر ډیپلوماسي، د ډيریدونکو اندېښنو ترمنځ د پاکستان او افغانستان خبرې اترې) تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې.
په دې مقاله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په لاملونو، اوربند او په قطر او ترکیه کې د دواړه لورو د خبرو اترو په تړاو معلومات خپاره شوي دي.
په مقاله کې دغه راز راغلي چې دا جګړه او نښته لومړی پاکستان پیل کړه، پاکستان د اسلامي امارت له لوري د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض او درناوي د نه ساتلو له امله له سخت ځواب سره مخ شو: « دښمنۍ هغه وخت لا پسې تودې شوې، کله چې د افغانستان پر پلازمېنه کابل له هوايي برید وروسته، چې یو بېساری عمل وو، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په نهمه د شپې مهال پر پکتیکا ولایت نور هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو پړه وروسته پاکستان ومنله، اسلامي امارت له ۸ ساعته چوپتیا وروسته نه یوازې توند غبرګون وښود، بلکې په وسلهواله توګه یې ځواب ورکړ. اسلامي امارت د ۲۶۰۴ کیلومتره اوږدې فرضي کرښې په اوږدو کې په ۲۷ بیلابیلو سیمو کې بریدونه وکړل. چې تر دې وروسته پاکستان یو ځل بیا پر کندهار، کابل او پکتیکا بمباري وکړه.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتې په اړه دې مقالې د شنونکو او پوهنتون د استادانو نظرونه هم را اخیستي.
په مقاله کې د کلیمنسن پوهنتون پروفیسور ډاکټر امیرا جادون ویلي: « د پاکستان وروستي بریدونه د «هېبریډ ځورونې» یوه بېلګه ده، یعنې پوځي ځواک له نورو فشارونو سره یوځای کارول، لکه د سوداګریزو محدودیتونو، سرحدي کنټرول او د کډوالو شړل، تر څو د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو د فعالیت په اړه اندېښنه را وپاروي.»
اسلامي امارت واک ته له رسېدو راهیسې، تل له ګاونډيو هېوادونو او نړۍ سره په ښو اړیکو او دوه اړخیز تعامل ټینګار کړی او تل یې هڅه کړې، چې له ګاونډيو سره د هغوي په پرمختللي اقتصاد کې ښه ونډه ولري؛ خو د شنونکو په باور د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډيان په دغه هېواد کې قوي او متمرکز دولت نه غواړي او هڅه کوي په یو نه یو ډول د افغانستان حکومتونه کمزوري کړي.
په مقاله کې د جګړې په دریدو کې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان د منځګړتوب په اړه لیکل شوي چې: « قطر، چې د طالبانو د دوحې د سولې تړون تضمینونکی هېواد دی، لومړی هېواد وو چې د منځګړیتوب هڅه یې وکړه او له دواړو لورو یې وغوښتل چې د سولې سپینه جنډه پورته کړي. ورپسې د سعودي عربستان غبرګون راغی، کوم چې اوس د پاکستان نوی دفاعي متحد بلل کېږي. خو مهم ټکی دا وو، سره له دې چې افغانستان او پاکستان یو پر بل بریدونه کول، د شخړې اصلي محرک یعنې د پاکستاني طالبانو ډلې لا هم د پاکستان پر ضد بریدونه کول.»
په مقاله کې د پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو ډلو په اړه هم ویل شوي، چې کلونه کلونه د پاکستاني دولت له دوه مخیتوب او ظالمانه تګلارې څخه شکایت کوي.
دغه راز د هغو بې بنسټه تورونو په اړه په کې ویل شوي چې پاکستان یې د ټي ټي پي په مسله کې پر افغانستان لګوي: « په دې روانه شخړه کې درې اصلي لوبغاړي دي، پاکستان، افغانستان او غیر دولتي وسلهوالې ډلې، چې ډېری یې د پاکستاني طالبانو (TTP) پورې تړلې دي او د پاکستان د پوځ پر ضد جګړه کوي.
په دې مقاله کې راغلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت ملاتړو د «افغان مليپالنې» احساس ته مخه کړې، چې د اسلامي شعارونو ډیره برخه یې د ملي هویت پر بنسټ ولاړ دي. دا احساس نه یوازې د طالبانو ملاتړو بلکې د هغو افغان ډلو له خوا هم خپور شوی چې د طالبانو مخالف دي، خو د پاکستان پر ضد د ملي احساس له مخې سره یو موټی شوي دي.
دا مقاله په قبایلی سیمو کې د بې باورۍ او ویرې په اړه لیکل شوې، چې په قبایلي سیمو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په برخو کې، د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره د خلکو وېره او بېباوري زیاته شوې ده.
له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې له نسبي سولې وروسته، اوس خلک بیا د نا امنۍ له زیاتېدو شکایت کوي او له حکومته د جدي اقدام غوښتنه کوي .
وسلهوالو ډلو له ولسي نارضایتۍ او د حکومت له کمزورۍ څخه ګټه پورته کړېاو د خپلو موخو لپاره یې تبلیغاتي فضا فعاله ساتلې ده. د صوبایي او مرکزي حکومتونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی هم د امنیتي وضعیت د خرابېدو یو مهم لامل بلل کېږي.
