آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۹مه نېټه د شپې ۹:۵۰ بجې د پاکستان له لوري د هېواد پر پلازمېنه کابل هوایي برید او ورپسې د اسلامي امارت د پولهساتو ځواکونو له لوري غچاخیستونکو بریدونو د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې کړې دي. پاکستان چې تل بشري او اقتصادي مسایل د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کارولي، له دې پېښې سره هممهاله یې افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې لارې وتړلې او هلته یې پر مېشتو افغان کډوالو فشارونه زیات او په یوه اړخیز ډول یې د هغوی د ایستلو لړۍ چټکه کړه.
پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې لارې چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، دې چارې افغان ولس، په ځانګړي ډول د ټولنې تر ټولو خواریکښ قشر (کروندګرو) ته پراخ مالي زیانونه واړول او د دوی د یوه کال خوارۍ یې په اوبو لاهو کړې. که څه هم اسلامي امارت په دې موده کې پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستو هڅه وکړه، خو پاکستاني لوري د افغان ولس له مجبوریت ناوړه استفاده کوله او هڅه یې دا وه، څو له دې لارې پر افغان حکومت فشار راوړي او وکولی شي د مذاکراتو په مېز کې پر اسلامي امارت خپلې غیر منطقي غوښتنې تحمیل کړي.
د پاکستاني لوري نامعقول او غیر منطقي سیاست او له بشري او سوداګریزو مسایلو د سیاسي وسیلو په توګه استفادې، بالاخره د اسلامي امارت د صبر کاسه نسکوره او پاکستان سره یې د هر ډول سوداګرۍ پرېګون اعلان کړ. د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون (چهارشنبه، لړم ۲۱مه) کابل کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره ګډه غونډه کې وویل، چې پاکستان سوداګريزې لارې او د کډوالو غیر شرعي او غیر بشري زورونه د سیاسي نا معقولو وسیلو په توګه کاروي او له همدې امله یې سوداګرو ته امر وکړ، چې د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه او د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره ژر تر ژره بدیل انتخابونه عملي کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې غونډه کې پاکستاني لوري ته په خطاب کې وویل، چې که د لارو خلاصون غواړي، نو دا ځل به دا چاره د داسې معتبرو تضمینونو په صورت کې ورسره منل کېږي، چې بیا به هېڅکله او په هېڅراز شرایطو کې لارې نه بندېږي او نه به هم له اقتصادي مسایلو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، چې پاکستان هر کال د افغانستان د مېوو په موسم کې د لارو بندېدو ګام اوچتوي او په خبره یې، نور دا وضعیت ورته په هېڅ صورت د منلو نه دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د پاکستاني تولیداتو پر کیفیت هم سختې نیوکې وکړې او د درملو له واردوونکو یې په کلکه وغوښتل چې نور په هېڅ صورت له پاکستان درمل وارد نه کړي او هغوی ته یې درې میاشتې ضربالاجل وټاکه، څو په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه او د درملو واردولو لپاره بدیل بازارونه غوره کړي.
د اسلامي امارت د دې پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له جیونیوز سره مرکه کې ویلي، چې د ټرانزیټ کمېدل به نه یوازې پر اسلامآباد اغېز ونه کړي، بلکې د دغه هېواد په ګټه هم دي. آصف زیاته کړې: «زموږ لپاره هېڅ اغېز نه لري، بلکې فکر کوم زموږ د سوکالۍ لامل به شي؛ ځکه ډېری افغان توکي چې د کراچۍ بندر لپاره ذخیره کېږي، بالاخره د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي او زموږ خپل بازار یې ګډوډ کړی دی.»
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو بندېدل ښایي په لنډمهال کې پر افغانستان فشار راوړي، خو په خبره یې په منځمهال او اوږدمهال کې دا چاره تر ډېره د پاکستان په زیان تمامېدای شي. د دوی په بارو، د پاکستاني صادراتو لپاره د پنځو بازارونو له منځه، یو مهم بازار افغانستان دی. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم تر دوو میلیاردو ډالرو رسېږي او په خبره یې، افغانستان له پاکستانه ځینې اساسي او صنعتي توکي را واردوي. ښاغلی رشتیا د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې بدیلو لارو ته په اشارې زیاتوي: «تاسو پوهېږئ چې د ایران او پاکستان ترمنځ د کراچۍ او چابهار بندر پر سر جدي سیالۍ روانې دي. د لارو بند پاتې کېدو له امله، ښایي پاکستان په رقابتي بازارونو کې سیالي وبایلي او ایران عملاً چابهار بندر په یوه سټراټیژیک بندر بدل کړی او موږ دا مهال څه باندې ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه له همدې لارې لرو. که دا ستونزه حل نشي، نو ښایي افغانستان تر ډېره راکړه ورکړه د چابهار بندر له لارې وکړي او دا به له شک پرته د پاکستان په زیان وي.»
نړۍوالو بازارونو د لاسرسي په موخه د افغانستان لپاره بدیلې لارې
سمندري بندرونه: افغانستان چې په وچه کې پروت هېواد دی، ۹۰ سلنه صادرات او واردات د ګاونډیو هېوادونو له لارې کوي، نو نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي په پار اړتیا ده، چې خپل توکي د رېل او یا هم ټرانزیټ له لارې د سیمې هېوادونو تر بندرونو ورسوي. دا چې د ایران چابهار او بندر عباس بندرونه د امریکا له لوري تحریم شوي، نو د افغانستان لپاره به ستونزمنه وي، چې له دې لارې په آسانۍ خپل توکي اروپایي هېوادونو ته ولېږدوي. افغانستان دا مهال د چابهار بندر له لارې تر ډېره هند سره راکړه ورکړه لري او هغه هم هر کال هندي لوری له امریکا له دې لارې افغانستان سره د راکړې ورکړې اجازه اخلي.
افغانستان د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د راکړې ورکړې ګڼې ځمکنۍ لارې لري او کولی شي له دې لارو په نورمال ډول سوداګرۍ ته دوام ورکړي. د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره بل مهم مسیر د لاجورد لار ده. دا لار چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پرانیستل شوه، افغانستان د ترکمنستان له لارې، اذربایجان او ترکیې سره نښلوي.
نړۍوالو اوبو ته په وچه کې د ایسارو هېوادونو د لاسرسي حق
دا چې پاکستان وخت ناوخته د افغانستان پر وړاندې د سوداګرۍ لارې تړي، دا چاره په ښکاره توګه له نړۍوالو منل شویو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده. د نړۍوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، په وچه کې ایسار هېوادونه کولی شي د څېرمه هېوادونو له ځمکني حریم په استفادې د سمندر له اوبو ګټه پورته کړي.
- د نیویارک کنوانسیون (۱۹۶۵)
دا لومړنی سند دی، چې له مخې یې په وچه کې ایسار هېوادونه کولی شي، له نړيوالو سمندرونو د راکړې ورکړې په برخه کې ګټه پورته کړي. د دې سند پر بنسټ، ساحلي هېوادونه باید په وچه کې ایسارو هېومادونو ته اجازه ورکړي، څو د آزادو اوبو ته لاسرسی پیدا او له دې لارې راکړه ورکړه ولري.
- د سیندونو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCLOS– ۱۹۸۲)
د دې کنوانسون ۱۲۴مه او ۱۳۲مه مادې سیندونو ته په وچه کې د ایسارو هېوادونو د لاسرسي څرنګوالی بیانوي. په دې کنوانسیون کې راغلي، چې په وچه کې ایسار هېوادونه حق لري په آزاده توګه د ساحلي هېوادونو له حریم په استفادې خپل توکي د سمندر له لارې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. په دې کنوانسیون کې ټینګار شوی، چې ساحلي هېوادونه باید په پوره اخلاص او له کوم تبعیض پرته، په وچه کې ایسارو هېوادونو ته د خپلو توکو د لېږد زمینه برابره کړي.
- د ملګرو ملتونو منشور
د ملګرو ملتونو په منشور کې هم د اقتصادي توازن په برخه کې د هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار شوی دی. د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي، چې د همکارۍ اصل پر بنسټ، هېوادونه مکلف دي د اقتصادي او سوداګریز توازن پراختیا په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
پایله:
دا چې پاکستان د تېرو څلورو کلونو پر مهال اسلامي امارت سره د هر راز ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې د افغانستان د سوداګرۍ پرمخ لارې تړي، دا په حقیقت کې د نړۍوالو منل شویو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو منشور ښکاره نقض دی. د اسلامي امارت له لوري پاکستان سره د لارو تړلو پرېکړه ښایي په لنډمهال کې د افغانستان لپاره ستونزې ولري، خو په اوږدمهال کې د پاکستان لپاره هم ګڼې ستونزې راپورته کولی شي. افغانستان په سیمه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مهم بازار دی او همداراز د افغانستان له لارې پاکستان له منځنۍ آسیا سره راکړه ورکړه درلوده، چې وروسته له دې به دا بهیر هم په ټپه ودرېږي. پاکستان په سیمه کې د خپلو تولیداتو لپاره بل داسې بازار هم نه لري، چې خپل بېکیفیته توکي پرې وپلوري. ها خوا یې په څنګ کې د هند په څېر سرسخت سیال او لوی هېواد پروت دی، چې له لسیزو راهیسې اړیکې ترینګلې او یو بل سره هېڅ راشه درشه نه لري.
اسلامي امارت ته په کار ده، چې د سوداګرو د زیانمنېدو او په کور د ننه د توکو د بیو لوړېدو مخینوي په پار، دا ستونزه په اساسي توګه هواره او شته بدیلي لارې تقویه کړي. د دې ترڅنګ د کورنیو تولیداتو کلک ملاتړ او په دې برخه کې صنعتکارانو ته هر راز اسانتیاوې برابرې کړي. په دې سره به افغانستان پر بهرنیو توکو له تکیې خلاص او له یوه واردادتي هېواد به په صادراتي هېواد بدل شي او په کور د ننه به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
