د خوست جنایت؛ پاکستان د سیمې دویم اسراییل

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان د خپلو جنایتونو په دوام، یو ځل بیا د ټولو نړۍوالو قوانینو، بشري اصولو او په دوحه کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند هوکړې خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او د هېواد ځینې ولایتونو کې یې په خواږه خوب ویده معصوم ماشومان او مېرمنې بمبار کړي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې پاکستاني متجاوز پوځ تېره شپه د خوست ګربزو ولسوالۍ اړوند مغلګۍ سیمه کې د یوه ملکي ځایي اوسېدونکي ولایت خان استوګنیز کور بمبار کړی، چې له امله یې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) او یوه مېرمن شهیدان شوي دي. د ښاغلي مجاهد په وینا پاکستاني پوځ په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم بمبار کړي، چې په ترڅ کې یې ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پاکستان هوایي بریدونو ته غبرګونونه

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د معصومو ماشومانو او مېرمنو په نښه کول د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی او پاکستان ته یې په خطاب کې ویلي، چې د خپل عاقبت اندېښنې دې وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسیو له تکرارولو دې ډډه وکړي. ښاغلي کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې: «د پاکستان لخوا پر خوست، کونړ او پکتیکا هوایي بریدونه چې له امله یې کوچنیان او میرمنې شهیدان شوي په کلکه غندم او دا عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف ګڼ. له پاکستانه غواړم چې له افغانستان سره پر بین المللي اصولو او د ښه ګاونډیتوب پر بنا اړیکې خپلې کړي، عاقبت اندیشي دې وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسیو له تکرارولو دې ډډه وکړي.»

د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونو پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه را پارولي او دا یې د افغانستان پر خاوره ښکاره یرغل بللی دی. د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني حکومت دا اقدام په کلکه غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د ملکي وګړو په نښه کول د جګړې پراخېدو خطر زیاتوي او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ یې زغم لرونکې او واقع‌بینانه ډیپلوماستي د ستونزو هواري یوازینۍ حل‌لار بللې ده.

د پخواني حکومت پر مهال د ننګرهار والي ضاءالحق امرخېل هم د پاکستان د تېرې شپې بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول بریدونه به افغانان د پاکستان پر وړاندې لا قوي او یو موټی کړي. امرخېل زیاته کړې: «پاکستاني نظامیان چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي، هڅه کوي په ورته حملو او تجاوزونو سره خپلې ناکامۍ پټې کړي.»

د پاکستان دغه بشري جنایت ته د غبرګونونو په دوام، پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د پاکستان دا اقدام د افغانستان پر خاوره ښکاره یرغل او د ښځو او ماشومانو شهیدانول یې بزدلانه عمل بللی دی. ښاغلي ضعیف زیاته کړې: «دپنجابي دیکتاتوري بې کفایته پوجي رژیم دتیري شپي یرغل زموږ دهیواد پرحریم ښکاره تیری او په ګو بزو ولسوالی کې دبیګناه خلکو، ښځو او ماشومانو شهادت دهغوی دفساد بزدلانه عمل دی، په داسي کړنو سره هغوی وښودل چې دسولي لپاره لیوالتیا او وړتیا دواړه نلري، هم دارنګه هغوی دپاکستان په ثبات او امنیت کې پاته راغلي دي.»

پاکستان په سیمه کې ثاني اسراییل

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د پاکستاني متجاوز پوځ د ړندې بمبارۍ له امله د معصومو ماشومانو په وینو لت پت بدنونو ته کتل د هر انسان زړه لړزوي او په غزه کې د اسراییلي رژیم له لوري د معصومو فلسطیني ماشومانو ټوټه ټوټه بدنونه وریادوي. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان په سیمه کې دویم اسراییلي رژیم دی او په خبره یې، د پاکستان د پوځ لاسونه له لسیزو راهیسې د بې‌ګناه خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو په وینو سره دي. د دوی په خبره، پاکستاني پوځ د ترهګرۍ ځپلو تر نامه لاندې په وزیرستان او خیبرپښتونخوا کې په زرګونو ورته جنایتونه کړي او اوس یې د خپلو دغو جنایتونو لړۍ افغانستان ته غځولې ده.

د شنونکو په باور، پاکستاني پوځ د اسراییلي رژیم په څېر، نه یوازې چې انساني اصول تر پښو لاندې کړي، بلکې اسلامي ارزښتونه یې تل د وسیلې په توګه کارولي دي. دوی د بشر حقونو تش په نامه بنسټونه د اسراییلي رژیم او پاکستاني پوځ د جنایتونو په مخنیوي کې پاتې بولي او پر نړۍواله ټولنه غږ کوي، چې که په واقعي مانا بشري او انساني حقونو ته ژمن وي، نو په خوست کې دې د پاکستاني پوځ له لوري د شهید شویو افغان ماشومانو قضیې ته رسېدنه او د دغه نه بښونکي غیر انساني او اسلامي جنایت پوښتنه او ګروېزنه دې وکړي.

پایله

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان په خورا سپین‌سترګۍ او د ټولو انساني، بشري او نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او عام ملکي وګړي، په ځانګړي ډول معصوم ماشومان په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ورته نا انساني او وحشیانه جنایتونو لاس پورې کړی دی.

د نړۍوالو اصولو او قوانینو له مخې، په جګړه کې د ماشومانو، ښځو او عامو خلکو په نښه کول جنګي جنایت دی او هر هغه څوک چې د دغه جنایت مرتکب کېږي، باید تر قانوني څېړنو لاندې ونیول شي. له بده‌مرغه اسراییلي رژیم پوره دوه کاله په غزه کې د دغه جنایت مرتکب شو او لا هم دوام لري، د دې ترڅنګ پاکستانی پوځ د دغه هېواد د ایجاد راهیسې د ورته جنایتونو مرتکب او د لسګونه زره بې‌ګناه ماشومانو او عامو خلکو په وینو یې لاسونه سره دي، خو نه یوازې دا چې دا هېوادونه تر قانوني څېړنو لاندې ونه نیول شول، بلکې د خپلو بادارانو له لوري نور امتیاز هم ورکړل شو.

پاکستان له لسیزو راهیسې ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه له لوېدیځ په میلیونونو پیسې اخيستې، خو په حقیقت کې دغه هېواد خپله د ترهګرو ډلو تر ټولو ستر تمویلوونکی، روزونکی او هغوی ته د پټنځایونو برابروونکی دی.‎ پاکستان چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې یې د ترهګرۍ دا پروژه له خنډونو سره مخ شوې، نو وخت ناوخته د پلمو په تراشلو سره د خپل کورني امنیت ستونزې پر نورو هېوادونو اچوي او له هغوی د اسلام‌آباد د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

افغان ولس پاکستان ته د ابدي دښمن په سترګه ګوري او د پاکستاني پوځ دا ډول نا انساني جنایتونه ولس لا سره متحد او منسجموي او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دریځ لا پیاوړی کېږي. په اوسنیو شرایطو کې اسلامي امارت ته په کار ده، چې له خپلو ډیپلوماټیکو او رسنیزو چینلونو په استفادې د خوست د تېرې شپې جنایت انځورونه تر نړۍوالو سټېجونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو تر سازمان ورسوي. د دې ترڅنګ دې کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د دا ډول جنایتونو د راتلونکو پایلو په اړه دې، اسلام‌آباد ته ښکاره پیغام واستوي او ورته په ډاګه دې کړی، چې د دا ډول جنایتونو دوام به د اسلام‌آباد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *