آفاق خبري آژانس؛ کابل: د تاجیکستان د ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د درې تنو چینايي وګړو وژل کېدل نه یوازې د دغه هېواد لپاره امنیتي اندېښنې راولاړې کړې، بلکې په سیمه کې یې د امنیت، ډیپلوماسۍ او اقتصادي مشارکت په اړه جدي پوښتنې هم را پورته کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې خونړۍ پېښې په اړه سمدستي غبرګون وښود، ژوره خواشیني یې څرګنده کړه او دغه برید یې په کلکو ټکو غندلی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د لومړنیو ارزونو له مخې، په پېښه کې هغه کړۍ ښکېلې دي چې په سیمه کې ګډوډي، بېباوري او بېثباتي خپرول غواړي او هڅه کوي د هېوادونو تر منځ د باور پر فضا منفي سیوری وغوړوي.
دغه پېښه په داسې یوه جغرافیه کې شوې چې هم د چین اقتصادي ګټې په کې شته، هم د تاجیکستان امنیتي حساسیتونه، او هم د افغانستان لپاره د ګاونډي اړیکو د ښه کېدو په برخه کې مهم فرصتونه، نو له همدې امله اسلامي امارت په خپله اعلامیه کې د دې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره د تاجیکستان له حکومت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.
په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفير عبدالسلام ضعیف د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سيمه کې په ډرون بريد د يو چينايي شرکت د دريو کارګرو وژلو پېښه مخامخ د پاکستان کار بللی دی.
نوموړي ليکلي، پاکستان په دوامداره توګه د خپلو ګټو لپاره ډرامې جوړوي او تازه يې د تاجکستان پر خاوره ډرون بريد کې د سرو زرو د را ایستلو درې چينايي کارګر موخه ګرځولي، ترڅو د ده په وينا، د چين، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.
هغه دغه راز زیاتوي:« مګر دا د دوی غلط فکر دی، اوس هېڅ عمل پټ نه پاتې کېږي. چين، روس او نړۍ دا وړتیا لري، چې د ټکنالوژۍ پر مټ د ډرون د پورته کېدو او عاملينو په اړه معلومات ترلاسه کړي.»
دغه راز د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې تړاو وایي: « په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان اړیکې مخ په ښه کېدو دي، تقریبا خبرې تر سفارت او قونسلګریو پورې رسېدلې دی اقتصادي تړونونو او سیاست رامنځته کولو پورې رسېدلې دي، په داسې حالت کې د افغانستان او تاجیکستان هغه دښمنان چې نه غواړي دا هېوادونه یوې هوکړې ته ورسیږي، باثباته سیاست او باثباته اقتصاد ولري او راتلونکې کې په دې قطعې کې یو باثباته پلانونه او پروګرامونه عملي کړي چې هغه کې هم د افغانستان او هم د تاجیکستان خیر وي، نو وخت ناوخت داسې پروګرام او پالیسۍ غوره کوي تر څو د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ تاوتریخوالي او بې باورۍ ته خبره ولاړه شي، هغه پروګرامونه چې افغانستان او تاجیکستان په راتلونکي کې په پام کې لري هغه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، د همدې لپاره دغو مشترکو دښمنانو تل کوښښ کړی چې د چین پښه هم را کاږي او دنیا ته وښايي چې د افغانستان او تاجیکستان دوستي ناکامه شوې او دوی په پټه باندې د یو بل د پرځولو او غورځولو پسې دي، خو بل لور ته که ثبوت او شواهدو ته وګورو د افغانستان او تاجیکستان دوستي به دوامداره وي او چین به هم د دوی سیمه ییز ملګری وي.»
لکه څنګه چې پورته یادونه شوې او اسلامي امارت هم په خپره کړې اعلامیه کې خپل دریځ روښانه کړی، افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، امنیت دومره ښه شوی چې هره ورځ لسګونه بهرني سیلانیان راځي او د هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه کوي او تر اوسه داسې هیڅ پېښه هم نه ده ثبت شوې چې چاته دې امنیتي ګواښ متوجه شوی وي.
بل خبره چې د لمر په څير روښانه ده او د اسلامي امارت ټولو چارواکو په ځپلو ټینګار ورباندې کړه هغه د اقتصاد محوره تګلارې درلودل او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره د ښو او نیکو اړیکو او تعامل لرل دي، چې تر اوسه ورته ژمن هم پاته شوی او هیڅ داسې نښه یا ثبوت نشته چې د افغانستان له خاورې دې چاته ګواښ پېښ شوی وی.
دویمه خبره لکه څنګه چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید له افغانستانه د بې پیلوټه الوتکې په وسیله ترسره شوی ډیره منطقي ځکه نه ښکاري چې افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته او اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.
دې ټولو ته په پام اصلي او په زړه پورې خبره دا ده چې برید د افغانستان او تاجیکستان د اړیکو د نرمېدو په یو مهم پړاو کې شوی دی. څو ورځې وړاندې د افغانستان د بدخشان والي ته په تاجیکستان کې په درناوي هرکلی وشو.
دغه راز له هغه مخکې یو لوړپوړی تاجیک پلاوی کابل ته راغلی وو چې نړيوالو څارونکو دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د تودېدو مهم ګام باله. د دې سفرونو د لړۍ په دوام یوه داسې خونړۍ پېښه دا شکونه پیاوړي کوي چې ښايي د سیمې ځینې کړۍ د افغانستان او تاجیکستان د اړیکو د نږدې کېدو پر احتمالي پرمختګ اندېښمنې وي.
د سیمهییزو چارو شنونکي دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا د برید موخه د چین زیانمنول وو، که د تاجیکستان داخلي امنیت ګډوډول، که د افغانستان او تاجیکستان په اړیکو سیوری غوړول او که د دې درېیو ګډ ترکیب؟
ځینې شنونکي باور لري چې دا برید ښايي د هغو هیوادونو یا ډلو لاس وي چې نه غواړي کابل او دوشنبه په نویو سیمه ییزو همکارانو بدل شي، ځکه د دوی لپاره د دغه نږدېوالي جیوپولیټیکي اغېزې د زغملو وړ نه دي. له دې ټولو پیچلتیاوو سره سره دا پېښه د افغانستان، تاجیکستان او چین لپاره یوه ګډه اندېښنه ده. درې واړه هېوادونه ښه پوهېږي چې د اقتصادي همکاریو، ګمرکي دهلیزونو، ترانزیتي لارو او امنیتي همغږۍ پرمختګ د ثبات له دوام سره تړلی دی. هر هغه برید چې کولی شي د دې همکارۍ لړۍ ګډوډه کړي، په حقیقت کې د سیمې د پراخې همکارۍ د لیدلوري خلاف ګام دی.
اوس اړینه ده چې دواړه ګاونډي هېوادونه، افغانستان او تاجیکستان، د باور د جوړښت په لاره کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي او د امنیتي همکارۍ میکانیزمونه فعال وساتي، څو د داسې پېښو تکرار مخه ونیول شي. د ختلان خونړۍ پېښه یوازې یوه امنیتي پېښه نه ده؛ دا د سیمې د راتلونکي په اړه یوه مهمه ازموینه ده.
