آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه، د سهشنبې ورځې سهار مهال د امریکا نیویارک ښار کې له اسمان څکو سوداګریزو مرکزونو لوګی پورته شو؛ هغه شېبه چې د امریکا په تاریخ کې کمسارې وه او د امریکایي چارواکو د ادعاوو له مخې، د القاعده شبکې د غړو له لوري څلور تښتول شوې الوتکې چې دوې یې د نیویارک ښار پر اسمان څکو څلیو وجنګول شوې، یوه د جګړې وزارت (پنټاګون) پر ودانۍ او د یونایټد هوایي شرکت یوه بله الوتکه چې ۹۳ مسافر یې لېږدول او موخه یې هم د امریکا د کانګرېس ودانۍ په نښه کول وو، د مسافرینو له مقاومت وروسته د پنسلوانیا ایالت په شنګسویل سیمه کې نسکوره شوه.
د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبیلو بوش چې په هغه سهار په فلوریډا ایالت کې په یوه ښوونځي کې له زدهکوونکو سره په خبرو بوخت و، ناڅاپي د یوه کس له لوري په غوږ کې د دې پېښې په اړه ورته وویل شول او سمدستي له خپله ځایه پورته او له ښوونځي ووت. هغه مازدیګر مهال په یوه ویډیویي پیغام کې را څرګند شو او وویل: «مازدیګر مو پخیر، نن زموږ پر هېوادوالو، زموږ پر آزادۍ او زموږ پر ژوند پلان شوي او مرګوني ترهګریز بریدونه وشول. د دې پېښې قربانیان د الوتکو مسافر، د ادارو کارکوونکي، سوداګر او د پوځ غړي دي، پلار او مور، دوستان او ګاونډیان دي. د دغو بریدونو په پایله کې د زرګونه کسانو ژوند ته د پای ټکی کېښودل شو…»
د وژل شویو کسانو شمېر
د رسمي شمېرو له مخې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو کې په الوتکو کې له ناستو کسانو پرته ټولټال ۲ زره او ۹۷۷ کسان ووژل شول، چې تر ټولو اوږد عمر لرونکی یې ۸۲ کلن رابرټ نورټون او د هغه مېرمن وو، چې په الوتکه کې یوه واده ته پر لاره وو.
- په الوتکو کې ناست ۲۴۶ مسافر او د هغوی د خدمې له منځه تلل
- د نیویارک ښار په اسمان څکو سوداګریزو مرکزونو کې د ۲ زره او ۶۰۶ کسانو وژل کېدل
- پنټاګون (جګړې وزارت) کې د ۱۲۵ کسانو وژل کېدل
د بيبيسي د موندنو پر بنسټ، نیویارک ښار کې پر سوداګریز مرکز د لومړۍ الوتکې د جنګېدو پر مهال ټولټال ۱۷ زره او ۴۰۰ تنه په یاد مرکز کې وو. په کوم ځای کې چې الوتکه وجنګول شوه، له هغه ځایه پورته پوړونو کې بند کسان ټول ووژل شول، خو له ښکته پوړونو بیا خلک وتوانېدل ځانونه وژغوري. په وژل شویو او ټپیانو کې د ۷۷ هېوادونو اوسېدونکي شامل وو، د نیویارک ښار د ژغورونکو ډلو ۴۴۱ کسان هم د ژغورنې عملیاتو پر مهال ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.
د اکتوبر ۷مه او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغل
د سپټمبر ۱۱مې پېښې وروسته امریکایي لوري ادعا وکړه، چې دا بریدونه د القاعده شبکې له لوري پلان شوي وو او ټینګار یې درلود، چې د دې شبکې مشر په افغانستان کې حضور لري. له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته، یعنې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه، امریکایي ځواکونو او ملګرو یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر شعار لاندې پر افغانستان یرغل وکړ. د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د برید په اړه وویل: «د امریکا متحده ایالاتونو پوځ زما په لارښونه په افغانستان کې د القاعده د روزنیزو مرکزونو او اسلامي امارت د نظامي تاسیساتو پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي، دا اقدامات د ترهګرو د عملیاتي اډې په توګه له افغانستانه په ګټنې د ګډوډۍ لپاره په دقت سره طرحه شوي دي، زموږ ملګري بریټانوي ځواکونه په دې عملیاتو کې له موږ سره یوځای شوي، کاناډا، اسټرالیا، جرمني او فرانسې هم د دغو عملیاتو په لړ کې د ځواکونو د لیږلو ژمنه وکړه.»
امریکايي ځواکونو د بریټانیايي ځواکونو په ملاتړ د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۷ نېټه د افغانستان د وخت پر حکومت بریدونه پیل کړل چې لومړني بمونه یې په کابل او کندهار کې د اسلامي امارت پر سنګرونو وغورځېدل. ځانګړو امریکایي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او یوازې څو اوونۍ وروسته، په نوامبر میاشت کې کابل حکومت سقوط وکړ او اسلامي امارت د هېواد سویلي ولایتونو ته شاتګ وکړ. د همدې کال په ډسمبر میاشت کې، کندهار هم د اسلامي امارت له ولکې ووت او په دې سره په افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړنۍ دورې حاکمیت پایته ورسېد او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو نوی باب واوښت.
د اسلامي امارت د لومړۍ دورې له نسکورېدو وروسته، د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان د راتلونکي حکومتي جوړښت په اړه ستر کنفرانس جوړ شو، په هغه کنفرانس کې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو برخه درلوده، خو یوازې اسلامي امارت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړ. یاد کنفرانس چې څو ورځې یې دوام وکړ، بالاخره د یوې هوکړې په لاسلیک سره حامد کرزی د لنډمهاله حکومت د رییس په توګه غوره شو.
د جمهوري نظام جوړښت او د جګړې بیا پیل
د امریکایي ځواکونو له یرغل او د جمهوریت له جوړېدو څو کاله وروسته، یعنې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې اسلامي امارت د امریکایي ځواکونو پر وړاندې وسلهواله جګړه پیل کړه. سره له دې چې تر ۲۰۰۳ کال پورې د امریکایي ځواکونو شمېر لس زره تنو ته رسېده، خو د جګړې لمنې په پراخېدو سره، امریکا تر ۲۰۰۷ کال پورې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵ زره تنو ته لوړ کړ او په ۲۰۰۹ کال کې واک ته د بارک اوباما له رسېدو سره سم، افغانستان ته ۳۰ زره نور اضافي سرتېري را ولېږل شول او ان تر دې چې په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا حضور خپلې لوړې کچې یعنې ۹۸ زره سرتیرو ته ورسېد، چې د ملګرو هېوادونو له ځواکونو سره، افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو شمېر ۱۴۰ زره ته ورسېده.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و، د ۲۰۱۱ زېږدیز کال په مې میاشت کې د پاکستان ایبټآباد کې د پاکستاني ځواکونو پوځي مرکز په څو کیلومترۍ کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په نښه شو. د امریکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما خپل ملت او نړۍ ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل: «نن شپه کولای شم د امریکا او نړۍ خلکو ته خبر ورکړم چې متحده ایالتونو داسې عملیات ترسره کړي چې له امله یې د القاعده مشر اسامه بن لادن وژل شوی دی. د امریکا متحده ایالتونو وسله والو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې د عملیاتو په ترڅ کې بن لادن په نښه کړی او مړی یې ترلاسه کړی دی. په دې عملیاتو کې هیڅ امریکایي نظامي ته زیان نه دی رسېدلی او موږ هڅه کړې چې له ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.»
له دې پېښې وروسته، امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو تدریجي کمښت بهیر پیل کړ او ان تر دې چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې یې د جګړې مسوولیت د یوې پروسې له مخې افغان ځواکونو ته وسپاره او په دې سره د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو خپل جنګي ماموریت پایته ورساوه او امریکا د خپلو ځواکونو شمېر ۳۷ زره ته را ټیټ کړ او یوازې یې د هغه مهال د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ورکړې ماموریت پر غاړه درلود.
د شل کلنې جګړې مرګژوبله
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شاوخوا شل کلن حضور پر مهال زرګونه امریکایانو ته مرګژوبله واوښته. د امریکا براون پوهنتون د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان کې د ناټو او امریکا ۳ زره او ۵۰۰ پوځیان او همداراز څه باندې ۳ زره او ۸۰۰ امنیتي قراردادیان یې هم وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ، په جګړه او د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې د پخواني حکومت لسګونه زره امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو ته هم مرګژوبله واوښته. د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د امریکا شل کن حضور پر مهال ۴۸ زره ملکي او شاوخوا ۶۶ زره د پخواني جمهوري نظام پوځیانو ژوند بایللی او همداراز ۷۵ زره ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ که څه هم د اسلامي امارت د ځواکونو د مرګژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، خو د امریکا براون پوهنتون ویلي، چې په دې جګړه کې د اسلامي امارت ځواکونو په ګډون ۴۸ زره وسلهوالو د افغانستان په جغرافیه کې ژوند بایللی دی.
د دوحې هوکړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور پای
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر له کمېدو او د پخواني حکومت ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت له سپارلو سره هممهاله، د اسلامي امارت ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او ان تر دې چې دوه ځله کندوز ولایت او یو ځل هم غزني ولایت سقوط شو. د جګړې څپې له ګرمېدو سره سم، پخواني حکومت د سولې عالي شورا رامنځته کړه او هڅه یې دا وه، چې اسلامي امارت سره سولې ته ورسېږي. بل خوا امریکایي ځواکونو هم د هر کال په تېرېدو سره د خپلو ځواکونو شمېر را کماوه او ان تر دې چې د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ پورې یې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته را ټیټ کړ.
د جګړې له پراخېدو سره سم، امریکایي لوري غوره وګڼله چې نېغ په نېغه اسلامي امارت سره مذاکراتو ته غاړه کېږدي او په همدې پلمه له افغانستان د خپلو ځواکونو وتلو او همداراز د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د اسلامي امارت او امریکایي چارواکو ترمنځ لومړنۍ رسمي غونډه د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه په دوحه کې جوړه شوه، چې موخه یې د سولې مذاکراتو پیل او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل وو. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ له ۱۸ میاشتو پېچلو مذاکراتو وروسته، بالاخره له څو پړاوه مذاکراتو او ناستو پاستو وروسته، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر د دوحې تاریخي هوکړه د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازو په حضور کې لاسلیک کړه او په دې توګه امریکایي لوري ومنله، چې د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې به له افغانستانه خپل ځواکونه باسي او له هغه وروسته به بینالافغاني مذاکرات پیل شي.
د دوحې له هوکړې وروسته، د پخواني حکومت او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه او ان تر دې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په لومړیو کې نیمروز ولایت سقوط او په دې توګه د نهو ورځو په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونه داسې مهال د کابل تر دروازو را ورسېدل، چې امریکایي ځواکونه د تخلیې په حال کې وو. سره له دې چې اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې کابل ته د ننوتلو هوډ نه لري، خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وتل د دې لامل شول، چې د چور او چپاول د مخنیوي په پار، د اسلامي امارت ځواکونه پلازمېنې ته د ننه شي او په دې توګه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه د امریکا په ملاتړ جوړ شوی جمهوري نظام وپرځېده او اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته، یو ځل بیا واک ته ورسېد.
د اسلامي امارت له واکمنۍ ۱۶ ورځې وروسته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان کنت فرانک مککنزي د وروستي امریکایي سرتېري د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل: «زه دلته اعلان کوم چې له افغانستانه د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو وتل بشپړ شوي. وروستۍ سي-۱۷ الوتکه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ نېټه د کابل په وخت څه باندې نیمه شپه د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه پورته شوه.»
پایله
دا چې امریکا په افغانستان کې شل کاله پوځي حضور درلود، خو د افغانانو لپاره یې له ویجاړي، سیاسي بېثباتۍ او پر بهرنیو مرستو له متکي اقتصاد پرته نور هېڅ په میراث پرېنښودل. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره پلمه لټوله او په همدې موخه یې د دوحې هوکړې ته غاړه کېښوده. د دوی په باور، د سپټمبر ۱۱مې پېښې خپله د امریکا له لوري طرحه شوې وې او د القاعده شبکې د ځپلو او ترهګرۍ له منځه وړلو په پلمه یې د دې لپاره پر افغانستان برید وکړ، څو په سیمه کې د خپلو ګټو د تامین لپاره اوږدمهاله حضور ته زمینه برابره کړي. شنونکي زیاتوي، د اسلامي امارت ټینګ هوډ او پیاوړې مبارزې، امریکا ته هم په پوځي او هم سیاسي ډګر کې ماتې ورکړه او دې ته یې اړ کړل، څو د پوځي مبارزې پر ځای د مذاکراتو لار غوره کړي او په دې توګه د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ، د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې او خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
