آفاق خبري آژانس؛ کابل: نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل پراختیا په لړ کې، له ناروې وروسته د اروپایي ټولنې بل مهم غړي جرمني هم څه موده وړاندې د اسلامي امارت ډیپلوماټان ومنل. د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته د بُن ښار د قونسلګرۍ له سپارل کېدو وروسته، تازه یادې قونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قونسلي خدمتونو د بېرته پیلېدو خبر ورکړی دی. بُن کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ ویلي، چې له نن (دوشنبه، لړم ۱۹مې) وروسته به قونسلي خدمتونه بېرته پیلوي او آلمان کې یې له مېشتو هېودوالو غوښتي، د پاسپورت تمدید او نورو اړوندو قونسلي خدمتونو په موخه دوی ته مراجعه وکړي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو له افغانستان سره ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړ، خو د امریکا په ګډون ډېری لوېدیځو هېوادونو له اسلامي امارت سره اړیکې پرې او ان تر دې چې پر افغانستان یې سیاسي او اقتصادي بنډیزونه هم ولګول چې تر ننه دوام لري.
د سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا په لړ کې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې او راشه درشه سړه وه، خو د تېرې اکټوبر میاشتې په اوږدو کې هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر، د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په ډیپلوماټیکه برخه کې یو نوی باب پرانیست او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو کچه د سفارت هغې ته لوړه شوه او نوي ډیلي د همدې میاشتې (لړم لومړۍ) نېټه خپل چارسمبالی معرفي او رسماً یې کار پیل کړ.
اسلامي امارت په تېر څه باندې څلور کلن سیاسي مزل کې توانېدلی، چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترڅنګ، ځینو اروپایي هېوادونو سره هم راشه درشه پیل کړي. د رسمي معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت دا مهال د نړۍ په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري. روسیه لومړنی هېواد و، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳مه نېټه یې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او په دې توګه دا د اسلامي امارت لپاره په ډیپلوماټیک ډګر کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه.
تر دې وړاندې، د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي کې، قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې رسماً د ترهګرو او ممنوعه ډلو له نوملړ وایسته. په دوام یې قرغېزستان هم درې میاشتې وروسته ورته پرېکړه وکړه او بالاخره د سیمې ستر ځواک او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړي روسیې هم د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې اسلامي امارت له خپل تور لیست وایسته.
د دې بدلونونو ترڅنګ، اسلامي امارت تر اوسه پنځو هېوادونو ته د سفیر په کچه ډیپلوماټان معرفي کړي دي، چې له دې ډلې څلورو هېوادونو په رسمي توګه د اسلامي امارت د استازو باورلیکونه منلي او دا په ډیپلوماټیکه برخه کې مهم ګامونه دي. لومړنی هېواد چین دی، چې د ۱۴۰۲ کال په سلواغه کې یې د اسلامي امارت سفیر رسمي باورلیک ومانه. ورپسې متحده عربي اماراتو د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د اسلامي امارت د سفیر کوربهتوب درلود. وروسته، ازبیکستان هم د ۱۴۰۳ کال په تله میاشت کې د اسلامي امارت استازي باورلیک ومانه او بالاخره روسیې هم د روان ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې رسماً د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه.
د دې ترڅنګ، ترکیې که څه هم تر اوسه د اسلامي امارت د سفیر باورلیک نه دی منلی، خو اسلامي امارت د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشتې کې د دغه هېواد لپاره خپل سفیر معرفي کړ. همدارنګه د روان ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۱۰مه د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلواټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي. د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، چې قزاقستان به هم ډېر ژر ورته ګام اوچت او راتلونکي کې به د اسلامي امارت سفیر ومني.
د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ تعریف او د نړۍوالو اندېښنو ته رسېدنه
اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ له پیل تر ننه، د نړۍ ټولو هېوادونو ته د متقابل درناوي، متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې د تعامل غېږ پرانیستې ده. اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي د ستونزو د هواري یوازینۍ لار ده او ټولې نړۍ ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ به، هېڅکله هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي او دا یې په عمل کې ثابته کړې هم ده، چې ښه بېلګه یې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د داعش ډلې ځپل او له منځه وړل ګڼلی شو.
د جرمني له لوري د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو منل او بیا په بُن ښار کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو بېرته پیل، د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې تر ډېره بریالی دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د سیمې هېوادونو ترڅنګ، د لوېدیځو هېوادونو باور هم پر افغانستان زیاتېږي او کابل ته د دوی د استازو تګ راتګ د سیاسي تعامل او متقابل درناوي د پراختیا ښکاره نښه ده. اسلامي امارت په خپل څلور کلن مزل کې نړۍوالې ټولنې ته ثابته کړې، چې افغانستان کې ترهګري ځای نه لري او د دې ترڅنګ یې، وروستیو کلونو کې د کوکنارو پر وړاندې کلکه مبارزه او د دې پدیدې له منځه وړل او له بهرنیو مرستو پرته، د لسګونه زره روږدو کسانو درملنه، د دې اقداماتو ښکاره نښې دي.
افغانستان چې اوسمهال یو پیاوړی مرکزي حکومت لري او په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی او د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نشته او هغه اندېښنې چې نړۍوال یې لري، د اسلامي امارت له لوري ورته پر وخت رسېدنه شوې، نو دې ټولو مثبتو اقداماتو او لاستهراوړنو ته په کتو، نړۍوالې ټولنې ته په کار ده، چې له اسلامي امارت سره د متقابل درناوي او دوه اړخیزو ګټو په رڼا کې سیاسي تعامل ته دوام ورکړي؛ ځکه نړۍواله ټولنه باید په دې پوه شي، چې اسلامي امارت سره له سیاسي تعامل پرته بله هېڅ لاره نهلري او که غواړي په اوسنیو سختو شرايطو کې، چې له یوې خوا ګاونډي هېوادونه په جبري توګه افغان کډوال راباسي او له بلې خوا اقلیمي بدلونونه هره ورځ له افغانانو قربانۍ اخلي، د خپل انساني مکلفیت له مخې، د افغان ولس لاسنیوی وکړي، نو په کار ده چې اسلامي امارت سره د تعامل لمن پراخه او په دې توګه په افغانستان کې د ننه او له افغانستانه بهر د مېشتو افغانانو ستونزو په حل کې خپل انساني مکلفیت ادا کړي.
